د فارياب له تازه پيښې یو برداشت

تميم توفيق

فارياب کې له دوو ورځو راهيسې شديدې مظاهرې دوام لري، چې په پيل کې په تاوتريخوالې بدلې شوې او په ترڅ کې يې ګڼې دولتي ودانۍ، آن د ولايت مقام او دغه راز پوځي موټر د اور خوراک شول، ګڼ دولتي مامورين سپک او بې عزته شول او په دې اړ و دوړ کې اوښتي ملکي زيانونه خو له شماره وتلي.

دغه زيانونه وروسته له هغه پيښ شول چې دولتي ځانګړو ځواکونو همدې دولت زيږولی خپل سری قومندان نظام الدين قيصاري ونيو او کابل ته يې انتقال کړ. تر نن ورځې دغه خبره ګرمه وه، خو نن مې يو خبر تر سترګو شو چې وايي: قيصاري په هغه نښته کې وژل شوی چې په دغه ولايت کې په يوه قرارګاه کې د ننه د پوځي چارواکو له لفظي شخړې وروسته رامنځته شوې وه.

د قيصاري د نيونې له امله چې په دولت څومره زور راغی، يو چارچوب يې څو دړې شو او رياست يې د پښېمانتيا تر حده ورسيد، که د قيصاري وژنه رښتيا شي؛ نو د ده تر شاه دولتي/نادولتي او خپل سريو لنډه غرو ته په کتو، ممکن اشرف غني او په عموم کې ټول چارواکي يې لوړه بيه پرې کړي. موږ چې د دولت واک او ځواک ته ګورو، په دغسې سټيج قرار نه لري چې د قيصاري په څير بانفوذه او د سيمې په کچه قوي اشخاصو د نيولو اقدام او زړورتيا دې وکړي؛ ځکه چې د واليانو په تبديلي يې کلونه تير شول او بالاخره يې ورسره د يوې معاملې له مخې خپل دولتي حيثيت يو څه خوندي کړ، دغه راز يې دومره قدرت نه درلود چې د کابل ښار د يوې حوزې آمر ګوښه/بدل کړي، نو له هدغه ځايه وايو چې دلته ضرور تر شا يو بل ځواک او تحرک شته، چې هغه بهرني ځواکونه دي.

زما په نظر دولت او په ځانګړي ډول اشرف غني د امريکايانو لخوا د قيصاري نيولو ته هڅول شوی، چې په دې کې راته د امريکايانو شومې موخې ښکاري، هغه دا چې امريکايانو نور له طالبانو سره د جګړې په ډګر کې د مخامخ کيدو توان له لاسه ورکړی؛ ځکه خو يې په طالبانو د اجتماعي او مذهبي فشارونو واردولو ته لاس واچاوه او غوښتل يې چې د خپل غرور او دجالي حيثيت د ساتلو په پار طالبان د ځان پر ځای له دولت سره خبرو ته کينوي، خو د درې ورځني اوربند د غوره نتېجې په ليدلو سره پوه شول چې د دې هڅو تاواني پايله خپله دوی ته متوجه کيږي، نو اوس يې د غني په توسط دغسې لوبه پيل کړه چې هم دولت کې انشعاب رامنځته کړي، هم که خبرو ته د طالبانو لږ و ډير زړه ښه شوی وي، هغوی د اختلافاتو په ليدلو شا ته کړي او هم ترې خپه شوی دوستم په خپل ملاتړ کولو خوشحاله کړي او په دې سره خپل اشغال ته پايښت ورکړي.

که داسې نه وي، اشرف غني ولې د کندهار رازق قومندان ولې د عدالت ميز ته نه راکشوي، چې هم يې له قيصاري زيات مرګونه کړي، هم يې جلا دولت جوړ کړی، هم شخصي زندانونه لري، هم د بشري حقوقو ناقض او هم يې دولتي عوايد په خپل نوم بهرنيو هيوادونو ته ټرانسپر کړي او هم د فوزيه کوفي له ورور څخه لوی قاچاقبر دی.

پښتانه وايي آس د ميوږي/ميږوي په زور غورځي. دوستم ترکيه کې ايتلافونه جوړوي، ترکيه د امريکايي/ناټو ايتلاف غړی هيواد دی، عطانور بلخ کې د نوې لوبې په پيلولو بوخت دی، پدرام د پارلمان له سټيج څخه د قومي تعصب اور ته پوکی وهي او اشرف غني بيا څلور کاله وروسته د دغسې چا مقابلې ته وردانګي چې هم سړي لري، هم پيسې او هم وسلې. دا ټول هغه څه دي چې په دې هيواد کې د انشعابونو او ملي وحدت خلا رامنځته کولو په موخه د امريکايي اشغالګرو لخوا ترسره کيږي، ګنې دوستم او عطانور هغسې سياسې او ټولنيزې څيرې نه دي چې تر دوی د لوړې پوهې لرونکي اشخاص پرې راټول شي، نه د لطيف پدرام سترګو کې دومره زور شته چې درې حصې افغانستان ته دې برګې شي او نه شخصا د غني تريدلي لاسونه دومره قوي دي چې د دوستم په څير سرناخلاصې سړي د ګريوان نيولو ته دې اوږده شي.

نو معلومه خبره ده چې اوس امريکايان غواړي دولتي چارواکي د يو بل په وړاندې سرزورۍ ته وهڅوي او هغو استعماري موخو ته ځان رسول يقيني کړي، چې د سږنۍ سياسي اوضاع د بدلون له امله ورته له لاسه وتلې ښکاره شوې دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close