د فارياب والي: د ولايت په ۷۰ سلنه خاوره طالبان واکمن دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۱۴)

د فارياب والي نقيب الله فايق وايي، د دغه لايت پر اويا سلنه خاوره طالبان واکمن دي زياتوي چې د ولايت په کچه د هېواد په يوه ولايت کې هم دومره زياته ځمکه طالبان په لاس کې نه لري لکه څومره چې په فارياب کې لري.

د فايق په وينا، (پنځه ولسوالۍ لرو چې یوازې تعمیرونه یې زموږ په لاس کې دي. دا اوسنۍ خبره نه ده. له یو کال راهیسې دا ځایونه د دوی په لاس کې دي. په نورو ولسوالیو کي هم ډاډمن نه یو).

د فارياب د والي فايق په خبره،د سيمه ييزو پوليسو (اربکيانو) مشران پر وسله والو حکومتي وسلې او مهمات پلوري زياتوي چې په دغه لايت کې د ځينو ګوندونو قومندانانو له خلکو سره ډير ظلونه کړي چې له کبله يې خلک اړ شوي څو د طالبانو ليکو ته ورشي او هغوی لا ځواکمن کړي.

دغه راز د فارياب اوسېدونکي وايي، په دغه ولايت د طالبانو کلابندي ورځ په ورځ تنګيږي او چارواکي نه شي کولی چې له ولايته پنځه کيلومترو پورې ليرې سفر وکړي په وينا يې طالبان وخت ناوخت د دولتي کسانو د ښکته کولو لپاره د مرکز ميمنې پر لارو پلټنې کوي.

د يادونې ده چې تېر کال او روان کال د بلچراغ، خواجه زبزپوش، کوهستان او ځينې نورې ولسوالۍ د طالبانو او دولتي ځواکونو ترمنځ لاس په لاس شوي او دغه راز ډير کله له ياد ولايت څخه د طالبانو له لوري د مهمو او ستراتيژيکو سيمو د نيولو راپورونه هم ورکول کېږي.

د افغانستان فارياب ولايت له ترکمنستان سره ګډه پوله لري چې مهم او ستراتيژيک ولايت دی او د هېواد شمالي سيمې له لويديځې حوزې سره نښلوي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close