د فاریاب د سقوط د مخنیوي په موخه ناټو په میمنه کې خپل ځواکونه ځای پرځای کوي

د شاهین قول اردو قوماندان ویلي؛ دغه سرتېري به له افغان ځواکونو سره یو ځای په هوایي او ځمکني عملیاتو کې برخه اخلي او د هغوی د سوق او مدیریت دنده به پر غاړه

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۱۲ فرید افغان)

وروسته تر هغه چې د فاریاب ولایت د ممکنه سقوط خبرونه خپاره شول ناټو پریکړه کړې چې دې ولایت ته به د خپل پریکنده ماموریت لسګونه ځانګړي ځواکونه ولیږي.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو د لومړۍ لوا قوماندان جنرال جنت ګل کړوخېل رسنیو ته ویلي چې د ۲۰۰ بهرنیانو له ډلې به شاوخوا ۶۰ تنه تر راتلونکې اونۍ پورې په دې ولایت کې ځای پرځای شي.
دا په داسې حال کې ده چې د فاریاب د ولایتي شورا رییس محمد طاهر رحماني رسنیو ته ویلي چې؛ د دې ولایت د هرې ولسوالۍ دوه یا درۍ کلي دحکومت په ولکه کې دي او نورې ټولې سیمې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې راغلې.
طاهري ویلي؛ چې طالبان د دې ولایت په لوی اکثریت سیمو واکمن دي او زیاتوي چې که دولت یې پرضد عملیات پیل نه کړي، ژر به دا ولایت سقوط وکړي.
د شاهین قول اردو قوماندان ویلي؛ دغه سرتېري به له افغان ځواکونو سره یو ځای په هوایي او ځمکني عملیاتو کې برخه اخلي او د هغوی د سوق او مدیریت دنده به پر غاړه لري.

قوماندان ګواښ کړی چې که طالبانو له دولت سره د سولې وړاندیز ونه مانه، د امریکایي ځواکونو په مرسته به یې له منځه یوسي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close