د فاریاب د محاصره کاروان وروستی حال؛ والي وایي تر عذرونو وروسته مو ناټو خبره ومنله

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۶)

تیره ورځ د غورماچ ولسوالۍ اداری چارې له فاریاب او شاهین قول اردو نه، بادغیس او ظفر او قول اردو ته وسپارل شوې، په داسې حال کې چې والي او امنیتي مسؤلینو ولسي خلکو او طالبانو ته ګواښ کړی و، چې که د لارې په اوږدو کې یې کاروان تر برید لاندې راغی د ناټو ځواکونو حمایت کونکې ۶ چورلکې به د برید په سیمه کې ټول میشت ملکي کورونه او طالبان تر برید لاندې راولي.

د فاریاب والي نقیب الله فایق تیره ورځ وروسته تر هغه چې یاده قوه د قیصار ولسوالۍ ته ورسیده ، رسنیو ته وویل، ناټو ځواکونو په خپله ژمنه عمل ونه کړ او تر ډیرو عذرونو او غوښتنو وروسته یې هغه مهال اقدام وکړ کله چې طالبانو یاد امنیتی کاروان له ماتې سره مخ کړی و.

د شاهین قول اردو په خبر پاڼه کې ادعا شوې چې د ناټو ځواکونو په بمبارۍ کې تر ۱۰۰ ډیرو وسلوالو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې .
خبرپاڼه وایي، په ټول څلور ساعتیز برید کې یواځې ۴ تنه د ملی اردو سرتیري وژل شوي او اووه نور ټپیان دي، دغه راز یو هاموي تانګ او یو رینجر سوځیدلي او دوه انټرنشنل ویجاړ شوي دي .

خو د فاریاب د ولایتي شورا رئیس محمد طاهر رحماني بیا دا څرګندونې نه مني او زیاتوي، د طالبانو په کمینونو کې ۳۵ ملي اردو سرتیرو ته مرګ ژوبله اوښتې، ۶ زرهي ټانګونه، ۷ رینجر موټر او یو ډیسي توپ هم د طالبانو لاسته لویدلي.
نوموړی زیاتوي، وروسته چې ناټو ځواکونو بمبار پیل کړ نیول شوي ۳ تانګونه ، یو ډیسي توپ ویجاړ او لسګونه طالبان ووژل شول.

خو طالبان وایی چې دبریدونو په پایله کې ۱۹ عرادي ټانګونه اوموټر په بشپړه توګه ویجاړ اوسوځول شوي ګڼ شمېر عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتي چې د ۱۲ تنه وژل شویو عسکرو جسدونه یې دجګړې په ډګر پاتي دي او ۱۴ تنه یې ژوندي نیول شوي دي.
طالب ویاند قاري یوسف احمدي د ۱۰ طالبانو وژل کیدل هم منلي خو زیاتوی، چې د ملي اردو له ځواکونو یې ۸ عرادي ټانګونه او رینجر موټر اوګڼ شمېر سپکې اودرنې وسلې اومهمات نیولي دي.
طالبان وایي، په غورماچ د هغې لویې قرارګاه په پریښودلو سره چې د ملي اردو ځواکونه ترې لاړل، اوس یاده ولسوالۍ په ټولیزه توګه د دوی ترکنترول لاندي راغله.
سیمیزې سرچینې وایي، د ناټو ځواکونو د ملکي خلکو ګڼ شمیر کورونه هم هدف ګرځول شوي چې تر اوسه یې د تلفاتو اړوند مالومات نشته.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close