د فاریاب والي:د ځواکونه شمیر مو خیالي دی، جلب او جذب نشته او ورځ تربلې عسکر تښتي

نوموړي زیاته کړه؛ نور حقایق نه شم پټولای، د ۲۰۰ نفري قطعې یواځې ۸۰ تنه. پاتې دي دي نور یا وژل شوي یا یې وظیفې پریښې،د جلب او جذب هڅې مو شنډې دي، په فاریاب کې هیڅوک زړه نه ښه کوي خپل اولادونه د امنیتي ځواکونو لیکو ته ورکړي.

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وږی ۹)

د فاریاب نوي والي نقیب الله فایق په یوه غونډه کې د دولتي ځواکونو له کمبود، د هغوی له خیالي شمیر او د سرتیرو له تیښتې سر ټکولی.
نوموړی وایي په دې ولایت کې نیمایي خیالي سرتیري شتون لري چې یواځې نومونه یې په لیست کې شته خو افراد شتون نه لري.
فایق وویل،

“ځواکونه مو تر اټکل زیات کم دي، کله مو چې پوسته تر برید لاندې ونیول شي، سملاسي سقوط کوي او مرستندویه ځواکونه یې د ژغورلو لپاره نه لرو.“

نوموړي زیاته کړه؛ نور حقایق نه شم پټولای، د ۲۰۰ نفري قطعې یواځې ۸۰ تنه. پاتې دي دي نور یا وژل شوي یا یې وظیفې پریښې،د جلب او جذب هڅې مو شنډې دي، په فاریاب کې هیڅوک زړه نه ښه کوي خپل اولادونه د امنیتي ځواکونو لیکو ته ورکړي.

د فاریاب د ولایتي شورا مرستیال صبغت الله سیلاب بیا وویل؛ د فاریاب ولایت د پولیسو په تشکیلاتو کې له ۳۵۰۰ نیولې بیا تر ۴۰۰۰ پورې پولیس ثبت دي، چې له ډلې یې اوس تر ۱۵۰۰ تنو کم شتون لري، پاتې ټول خیالي او تش په نامه په لیستونو کې پاتې دي.

په ورته وخت کې د میمنې ښار د محاصرې حالت خپل کړی، امنیتي ځواکونو د ولسوالیو له ستراتیژیکو سیمو پوستې ورټولې او د ښار په ساتلو یې تمرکز زیات کړی.
دغه راز د فاریاب ولایت ۹۰ سلنه برخه طالبانو تر خپل کنترول لاندې راوستلې.

د فاریاب والي داسې مهال له مرکزي حکومت نه ګیلې کوي، چې د کورنیو چارو وزارت په وار وار ویلي چچې د خیالي سرتیرو شتون یې صفر ته نږدې کړی، او د اړتیا په مهال یې ټولو ځواکونو ته مرستې رسولې.

 

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close