د فاریاب والي : امنیتي چارکواکي خپلې وسلې پر طالبانو پلوري

کابل ټکی کام  (شنبه، مرغومی ۲۶مه، ۱۳۹۴ ل): د فاریاب والي «سید انور سادات» د یوې تلویزوني خپرونې په ترڅ کې وويل : چې په دغه ولایت کې یو شمېر خپلسرې وسلوالې ډلې شته، چې د دطالبانو په نوم خلکو ته وسلې ورکوي له دولتي او ځايي خلکو نه باج اخلي.

د نوموړي په وینا زه د فاریاب ولایت والي په توګه،  دغه ډول خپلسرو وسلوالوډلو ته به هېڅ کومه اجازه ورنه کړم  او په وړاندې به يې جدي مبارزه پیل کړم .

سادات دغه راز زیاته کړه، چې پرته له طالبانو دغه ولایت کې یو شمېر نور خنډونه شته دقیقا مشخص نه دي، چې ستونزې او نا امني ایجادوي . نو ضروري ده چې دغه ډول ډلې کشف او افشا کړم.

هغه په ځانګړي ډول د فاریاب ولایت د امنیت په اړه وویل : ۱۲ داسې ولسوالۍ شته دي، چې د طالبانو له ګواښ سره مخامخ دي او طالبان په کې پراخ فعالیتونه لري، د نوموړي په وینا کله د سړک په اوږدو کې مائینونه ښخوي د امنیتي چارواکو موټر الوزوي، کله لارې د ترافیکو پر مخ وتړي . د فاریاب ولایت یو له هغو درېو ولایتونو څخه دی چې تېر ۲۰۱۵ میلادي کال کې د بې سارو نا امنیو شاهد وه.

دغه راز د فاریاب والي طالبانو د تجهيزاتو په اړه څرګندونې وکړې، د هغه په وینا طالبان په فاریاب کې ټانګونه او درنې وسلې لري، کله چې د غورماچ ولسوالۍ سقوط وکړ طالبانو په لویه کچه وسلې د غنیمت په ډول له ځانه سره یوړې، او د ولسوالۍ سقوط پر مهال ګڼ شمېر عسکر ووژل شول د هغوي وسلې هم طالبانو ته په لاس ورغلې. او یو شمېر داسې نورې کړۍ هم د دولت په ساحه کې شتون لري، چې په خفیه ډول خپلې وسلې پر طالبانو پلوري .

سليم بریال

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close