د فاریاب وروستی وضعیت او د لویدیځو ورځپاڼو تبصرې

 

(کابل تکی کام ۱۳۹۷ چنګاښ ۱۴)

راپور تاژ: فرید افغان

د فاریاب د مشهور قوماندان نظام الدین قیصاری له نیولو درۍ ورځې تیریږي خو دا قضیه ورځ تر بلې کړکیچن پړاو ته په داخلیدو ده.

په داسې حال کې چې تیره ورځ ارګ د فاریاب د وروستي کړکیچن وضعیت د قابو کولو په موخه دې ولایت ته یو لوړ پوړی پلاوی ولیږه او پریکړه وشوه چې تر دې وروسته به په یاد ولایت کې لاریونونه او مدني فعالیتونه تر هغو بند وي، تر څو چې وضعیت بیرته عادي حالت ته نه وی ګرځیدلی ، وروستي راپورونه ښیي، چې وضعیت لا هم نورمال حالت ته نه دی ګرځیدلی او د نیول شوي خپلسري قوماندان پلویان لاهم په مورچو کې ناست دي.

راپورونه وایي، نن د قیصاري پلویانو د اندخوی-اقنیه بندر لاره تړلې وه او ګواښ یې کاو، تر هغو چې قیصاری نه وي ورخوشی شوی، فاریاب ته به له یاد بندر څخه ورغلې لویه لاره تړلې وي.

د ولسمشر د لومړي مرستیال د دفتر ویاند بابر فرهمند وایي، فاریاب ته تللي پلاوي د خلکو غوښتنې نه دي منلې او د لاریونونو د بندیدو په تړاو کوم پریکړه لیک چې صادر شوی و، د منلو نه ده.

د دې ولایت د ولایتي شورا غړي محمد سمیع خیرخواه طلوع نیوز ته وویل؛ دولت ویرولي چې خپل لاریونونه د ممکنه چاودنې له ویرې لغوه کړي او دا یې هم ورته ویلي چې که دا ډول کوم مرموز برید ترسره شو، پړه به یې د معترضینو پرغاړه وي، خو په وینا یې چې دوی ته لا هم د قیصاری د برخلیک په تړاو معلومات نه دي ورکړل شوي نو ښایي چې څو ګړۍ وروسته یوځل بیا خپل قهرجن لاریونونه پیل او لړۍ یې د تخار، بدخشان او جوزجان ولایتونو ته هم ورسوي.

بل پلو د دفاع وزارت ویاند محمد رادمنش ویلي چې د قیصاري په ګډون درۍ زورواکي قوماندانان چې د بدخشان ، اروزګان او فراه اوسیدونکي و، لویې څارنوالۍ ته ورپیژندلي.

د ولسمشر ویاند شاه حسین مرتضوي وایي؛ قیصاري په خپلسري کړنو او جنایي پیښو کې تورن و، ځکه ونیول شو. په همدې حال کې ولسمشر غني هم ویلي چې نور د خپلسرو قوماندانانو په نوم څوک ورته د منلو نه دي.

خو د جنبش ګوند ویاند بشیر احمد تینج د غني دا کړنه توطیه بولي او زیاتوي چې د قیصاري د نیولو پروګرام له پخوا طرحه شوی و، خو امنیتي ارګانونو ته د هغه ګواښ د یوې بهانې په توګه راوړاندې شو.

هغه زیاتوي ؛ غني غواړي د واک په وروستیو شیبو کې د ځینو قوماندانانو د ځپلو په نوم له سوژې کار واخلي تر څو په راتلونکو ټاکنو کې د انتخاباتي کمپاین په توګه د خلکو په سترګو کې خاورې واچوي.

لویدیځې ورځپاڼې:

واشنګټن پوسټ لیکي:

غني د قیصاري په نیولو سره نه پوهیده چې د نوموړي نیول به دومره لوی غبرګونونه راوپاروي ، ښایي د قیصاري د پلویانو وروستۍ کړنې حکومت ته تر طالبانو وروسته بل سرخوږی جوړ کړي.

ورځپاڼه لیکي ( که د غني اداره قیصاري آزاد نه کړي، امکان لري چي په شمال کي اعتراضات او تشدد نور هم پراخ شي، خو که چیرې ارګ نوموړی اوسمهال له بنده خوشی کړي، ښایي نور هم غښتلی شي.)
ورځپاڼه لیکي؛ د غنی حکومت په دواړو انتخابونو کې له چلنجونو او فشارونو سره مخ دی.

د امریکا یوط بلې  ورځپاڼې نیویارک ټایمز د قیصاري د پلویانو دا ادعا را اخیستې چې ګواکې :

“ حکومت د قیصاري د نیولو لپاره وړاندې لا ترتیبات نیولي و،خو د قیصاري د نیولو سره همهاله د هغه زرګونه پلويان لارو کوڅو ته راووتل، د ولایت په ګډون یې څو دولتي ودانیو ته اور واچاوو او د کمانډو ځواکونو ټینګ امنیتي تدابیر یې وننګول. د ورځپاڼې په باور؛ ښایي د قیصاري نیول په سیمه کي قومي او فرقوي تشدد لا زیات کړي

په همدې حال کې ارګ د ستونزو د کابو کولو او د روان تشدد د مخنیوي په موخه له مرموزې دیپلوماسۍ کار واخیست او نن یې یاد ولایت ته داسې څوک ورپیژندلی چې ښایي ستونزې ورسره څه اندازه قابو شي.
ارګ ویلي؛ د فاریاب لپاره یې نوی والي ښاغلی نقیب الله فایق ټاکلی. ښاغلی فایق د جنرال دوستم له پلویانو څخه دئ.

ارګ له کومو سوژو کار واخیست؟

 

 

شنونکی وایي؛ د تیر په څیر ارګ داځل هم د خپلو مخالفینو د ځپلو په موخه له ګواښ او امتیاز ورکولو څخه یوځای کار واخیست، معترضین یې د ممکنه مرموزې چاودنې په پلان سره وګواښل او د جنبش ګوند غړی یې د والي په توګه ورپیژانده .

ترڅو هغوی ته دا ښکاره کړي چې ارګ ورسره کومه ستونزه نلري.
ارګ دا ډول چلندونه د روشنایي غورځنګ له پلویانو، احمدضیا مسعود، او عطانور سره هم کړي و.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close