د فرانسې د لويې لارې په ټرافیکي پېښه کې په درځنونه کسان ووژل شول

کابل ټکی کام۰۱عقرب/۱۳۹۴

احمدالله مهاجر

نن د جمعې په ورځ د جنوب غربي فرانسې په یوې لویه لارې د بس او د ټرک د ټکر له کبله تر ۴۲ تنو پورې فرانسویان ووژل شول.
د فرانسې جمهور رئیس فرنکویس هولنډ ویلي دي چې دا د فرانسې په دېرش کلن تاریخ کې یوه خونړۍ پېښه ده.
د جمهور رئیس د دفتر د وینا له مخې چې د پېښې ځای ته لمړی وزیر او د کورنیو چارو وزیر ورغلي دي، تر څو د پېښې د ځای څخه له نږدې نه لیدنه وکړي، او دا پېښه یې یوه ستره غمیزه وبلله.
په پېښه کې ټول د لوړ عمر کسان شامل دي، خو تر اوسه پورې جوته نده چې په بس کې څومره کسان موجود وو.
ویل کیږي د سوارلیو په بس کې د ۵ تنو روغتیايي حالت بد ندی، نور ټول مساپر پکې وژل شوي دی.
یاد کسان د سیاحت په موخه وتلي وو، او ټول د فرانسې تابعیت لرونکي دي.
د یادونې وړ ده چې په ۱۹۸۲م کال په شرقي فرانسه کې د یوې ټرافیکې پېښې له امله ۵۲تنه وژل شوي وو.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close