د فرانسې مخالف ګوند: په هر هیواد کې د ناټو یرغلیز حضور خلک وسلوال پاڅون ته هڅولي

 

(کابل تکی کام ۱۳۹۶ کب ۱۸ فرید افغان)

د فرانسې د حکومت مخالف کیڼ اړخي ګوند د فرانسې له حکومت څخه غوښتي تر څو د ناټو له اتحاد څخه خپل ځان وباسي.
د دې ګوند ویاند «جوردی کوزمانویچ» ویلي؛ ناټو په هر هیواد کې اشغالګرانه حضور لري او پر وړاندې یې جګړه ماران د مجبوریت له کبله راپورته شوي.
نوموړي ویلي؛ د ناټو حضور په لیبیا، افغانستان او ټولو هیوادونو کې خلک له فقر، کډوالۍ او نورو ستونزو سره مخ کړي چې د اړوندو هیوادونو د اتباعو وسلوال افراطیت ته یې هم لاره هواره کړې.
د حزب فرانسه نافرمان ګوند له خپلو حکومتي مشرانو غوښتي چې د ۲۰۲۵ کال پورې له ناټو بلګ څخه په چورلټه توګه ځان وباسي.
یاد ګوند په ناټو اتحاد کې د فرانسې ګډون د امریکا خدمت بللی او ویلي یې دي چې فرانسه باید نور د امریکا له چوپړ څخه ځان وساتي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close