د فرانسې پخوانی ولسمشر: بریالي هیوادونه هغه دي چې دیموکراسي نه لري

 

(کابل ټکي کام ۱۳۹۶ کب ۲۰ فرید افغان)

د فرانسې پخوانی ولسمشر نیوکلاس سرکوزي د متحده عربي اماراتو په ښار کې یوه کنفرانس ته چې د “فکرونه“ تر عنوان لاندې رابلل شوی و، وویل؛ بریالي هیوادونه هغه دي چې د دیموکراسي په نوم ناوړه ویروس په خپل هیواد کې نه لري.
د نوموړي په وینا؛ اوسنۍ دیموکراسي تاوتریخوالي، او نورو مشکلاتو ته لار هواره کړې.
د ده په خبره په دیموکراسي کې د هیواد ولسمشر ۴ یا ۵ کاله واک لري چې په دې موده کې نه شي کولی خپله اوږدمهاله ستراتیژي پیاده کړي.
نوموړي زیاته کړه اوسمهال د نړۍ تر ټولو بریالي رهبران د روسیې ولسمشر پوتین، د چین ولسمشر شي چينګ پینګ او د سعودي محمدبن سلمان دي چې دیموکراتیکه واکمني په کې نه شته.
سرکوزي زیاته کړه؛ دیموکراسي چرچیل او ډوګل درلوده، چې په وینا یې؛ اوسنۍ دیموکراسي هیڅ ارزښت ورته نه لري.

د نوموړي دا خبرې د فرانسوي مطبوعاتو د سرټکی ګرځیدلی او سخت غبرګونونه یې راپارولي.
د یادونې وړ ده چې تر دوړاندې هم ګڼو لویدیځوالو په خپله مخترعه دیموکراسي نیوکې کړې او هغه یې د بشریت ضد پدیده بللې.
چې زیاترو لویدیځوالو څیړونکو د ميرمنو او مطبوعاتو پر ازادي کلکې نیوکې کړې.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close