د فراه اوسېدونکي: ولسوال له خلکو غاښونه ايستلي دي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۳) د فراه ولايت د دلارام اوسېدونکي وايي، د دغه ولسوالۍ ولسوال ورسره ژبنی تعصب کوي او له پښتنو سره يې دوه ګونی چلند پيل کړی دی.

د دلارام پښتنو اوسېدونکو رسنيو ته وويل، ولسوال نجيب الله حيات له يو شمير کسانو غاښونه ايستلي، روژه يې پرې خوړلې او سرونه يې ورته په زور خريلي دي.

دوی وايي، نوموړی له کلونو راهيسې په يادې ولسوالۍ واکمني کوي چې تر شاه د لوړپوړو چارواکو ملاتړ لري، د سيمه ييزې ادارې پرې زور نه رسېږي او پر دوی سخت ظلمونه کوي.

د دلارام اوسېدونکو په يوې اعتراضیه غونډه کې، ولسوال نجيب الله په بډو اخيستو تورن کړ او زیاته يې کړه په سيمه کې پر پښتنو له هيڅ ډول ظلم درېغ نه کوي.

د دلارام اوسېدونکي چې د فراه ښار واټونو ته راوتلي و وويل، که حکومت د يادې ولسوالۍ ولسوال له دندې ګوښه نه کړي نو د فراه لویه لاره به د ترافيکو پر مخ وتړي او د هر دول ناوړه پايلو مسئول به سيمه ييز چارواکي او مرکزي حکومت وي.

د دلارام ولسوال نجيب الله حیات په دې اړه له خبرو کولو ډډه کړې ده.

دا لومړی ځل نه دی چې يو دولتي برحاله ولسوال په دوه ګوني چلند تورنيږي بلکې تر دې مخکې هم د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د دولتي چارواکو او قومندانانو له لوري د عامو خلکو د وژلو سربيره پر هغوی سخت ظلمونه شوي او شکنجه شوي دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close