د فراه ماشوم؛ دسیسه او که واقعیت؟

رشید حبیب زی
د مجاهدینو وروستیو بریدونو  اوبریاوو چې دهیواد په بیلابیلو برخو کې یې ترسره اوپه چټکۍ سره دوام لري اوپه نتیجه کې یې پراخې سیمې اومهم مراکز ولکه اوپه زرګونه  عسکر یې تسلیمدو ته  له خپلو ټولو وسلو اوتجهیزاتوسره مجبورکړل  دغه حالت او سرنوشت نور دکابل ددوه سري رژیم  ملاماته، پښي یې په لړزان اودشړیدو په درشل یې ودرول.
اوس د دوه سري دولت د واک کړی د ولایت او ولسوالی تر مرکزونو محدوده شوله، د امنیتي ادارو تر منځ هم آهنګي او باور له منځه ولاړ او د اردو عسکرو د خپل سر ساتنې په موخه یا طالبانو ته تسلمیږي اویا تیښتي ته.

 دغه ټولو تحولاتو ته په کتو سره ویلی شو چې  کابل اداره د نړیدلو په اخیري نقطه ولاړه ده اوله دغه حالت  څخه  دوتلو هیڅ چانس  نلري.
د سیاسي شنونکو اونظامي کارپوهانو په اند د رژیم د نسکوریدلو به  تردې ښکاره  بله نښه څه وي  چې  دا ګډ وډ  دولت ور سره مخ دی، د ټیټ رتبه عسکر څخه نیولی تر والي ټول دولتي کارمندان په خپلسرو کړنو بوخت دي، ولسمشر یې د یوه سرپرست والي د بدلولو اختیار نه لري هر قومندان یې خپله محکمه او ځانګړی زندان لري  څوک چې وغواړي لاس نیولی یې زندان ته اچوي، په اصطلاح دولسمشر په  ام ریې وزیران پارلمان ته د اعتماد اخیستلولپاره ورمعرفي کیږي، خو پارلمان یې چې کله سلب اعتماد کړي، مهم جګړمار بانډونه  ورته ګواښونه کوي پریکړه یې غندي او دوهم متفکر مجبوروي چې دپارلمان پریکړه ونه مني.
مصنوعي ولسمشر هم  بالاخره د بدماشانو ګواښونو ته سر ږدي او د پارلمان  پریکړه ناسمه بولي اوبې اعتماده وزیرانو ته د کارکولو نوی  فرمان ورکوي.
په دغسی سرسامه وخت  او حالاتو کې چې  رژیم د خپلې بی کفایتۍ، خپلمنځي شخړو او فساد له امله د ولس د انتهايي نفرت او انزجار وړګرځیدلی خارجی بادار یې هم ورڅخه پوره ناراضه ښکاري ، په واز کومي ورته وايي چې نور په تاسې باندي یو ډالرمصرفول هم له امریکايي  ولس اونړیوالي ټولنې سره جفا ده .
اوس ددې  لپاره چې شړیدونکی رژیم  دخلکو اذهان یوڅه  مصروف وساتي  نو یولړ نمایشي حرکات هم کله ناکله سرته رسوي اودا ذهنیت  خلکو ته ورکوي چې د دوی د امنیت د خوندیتوب  لپاره  دادی  ګامونه  اخلي اوسریع اقدامات کوي، چې  د فراه  په  ولایت کې  یې  دیوه تښتول شوي ماشوم قضیه  اوویډیوهمدغه رنګ اوشکل لري.
ویډیو په خورا کم وخت کې د رسنیو سرټکی وګرځید او په ډیره تندۍ سره یې د خلکو غبرګون راوپاروه؛ امنیتی ادارو د جوړشوي  پلان له مخې ډیر ژر اعلان وکړ چې ماشوم یې وژغوره او اختطافګر یې ونیول.
له بل لوري دا راپورنه هم ورکړل شول چې  ترلاسه شوی ماشوم، د فراه د ملي امنیت دتحقیقاتو دیوه مدیر په کور کې  ساتل شوی وو.
څه موده مخکې یې د اباسین په نوم د یوه ماشوم د اختطاف  کیسه راپورته کړه، ویډیو خپره شوه او بلاخره اباسین ووژل شو ورپسې هم مهاله د اختطاف چیانو د نیولو اوازه خپره شوه او څو کسان یې دکامرو مخې ته تیر کړل   خو تر نن ورځی پوري د هغوی بر خلیک نه شو ښکاره او نه یې څوک له هویته خبر شول ، چي  څوک وه ، د کوم ولایت او ولسوالۍ وه،  څنګه یې جرم وکه ، نور یې کوم جرمونه کړي وه، او اوس یې په اړه محکمی څه حکم صادر کړ دا ټولې  هغه پوښتنی دی چې ځواب ورته ندی  پیداشوی ، اوعلت یې دادی  چې دګډو وډ رژیم شارګونه په اختطاف، وژنو، فساد او د تورې مافیا په حکم ساه اخلي اوتغذیه کیږي.
نو چې پولیس اوعسکرهم  خپله اختطاف ګر، والي، قومندان، قاضي او څارنوال هم دتښتونو دبانډ غړي وي اود ملي امنیت  په مهمو پوستونو کې هم  د اختطاف  د توري  مافیا استازي اوغړي ناست وي اوپوره راج یې هلته چلیږي، نوبیا به همدغه کرغیړن  دولتي  ماشین اوبې رحمه  ادارې څخه  ولس د کومو مثبتو ګامونو هیله اود خیرتوقع  ولري ؟

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close