د فراه والي د طالبانو له کمین څخه روغ وتلی

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۱۸ فرید افغان)

د فراه ځایي چارواکي وایي؛ چې نن د دې ولایت والي عبدالبصیر سالنګي د بالابلوک ولسوالۍ ته د افغان ځواکونو د پیل شویو تصفیوي عملیاتو د مدیریت او د ځواکونو د مرال لوړولو په خاطر د جګړې لومړۍ کرښې ته پر لاره و، چې د مرکز دهیک سیمه کې د طالبانو له ناڅاپي برید سره مخ شو.
د فراه د ولایتي شورا غړي دادالله قانع رسنیو ته ویلي؛ په برید کې والي ته کوم زیان نه دی اوښتی خو د نوموړي څو ساتونکي ټپیان دي.

نوموړي ویلي؛ د والي د کاروان یو هایلوکس موټر په یومخیزه توګه سوځیدلی او والي له عملیاتو بیرته ګرځیدلی.
طالبانو د برید مسؤلیت منلی او ویاند یې قاري یوسف احمدي په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په برید کې ۱رینجر سوځول شوی ۲پولیس وژل شوي او ۶ نور ژوبل دي.
بصیر سالنګي فراه ته له ټاکل کیدو وروسته د دې ولایت پر امنیتي مسؤلینو نیوکې زیاتې کړې، چې په خبره یې د طالبانو پر وړاندې ریښتینی مقاومت نه شي کولی .
نوموړی نن هم د ځواکونو د مدیریت او دهغوی د څارنې په موخه سیمې ته روان و، چې د طالبانو له کمین سره مخ، او بیرته خپل مقام ته راستون شو.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close