د فراه والي: طالبانو د امنیتي ځواکونو په ليکو کې ژور نفوذ کړی

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۱۴ فرید افغان)

د فراه نوی ټاکل شوی والي عبدالبصیرسالنګي وایي، په دې ولایت کې د امنیتي ځواکونو د شاته راتګ یو لوی لامل دا ده چې طالبانو د امنیتي اداراتو په ټول نظامي پرسونل کې نفوذ کړی چې په وینا یې، اوس پر خپلو پولیسو هم باور نه لري.
نوموړی زیاتوي؛ د امنیتي کمربند، قرارګاوو، لویو پوستو او ټولو پوځي او نظامي چارواکو یې له طالبانو سره لار یوه کړې تر څو د ولایت تر سقوط وروسته په امن پاتې شي.
سالنګي وایي؛ پولیس او اردو آن طالبانو ته اکمالات هم کوي او زیاتوي چې له همدې کبله اوس حکومتي ځواکونو ته هم د ولایت د سقوط ویره پیدا شوې.
سالنګي وایي؛ پولیس او اردو هماهنګي نه لري، نظم یې نشته او دتجهیزاتو له کمبود سره هم مخ دي.
دا په داسې حال کې ده چې نن په دې ولایت کې ۲۰۰ خیالي پولیس چې نومونه یې وو خو دوی نه و، حذف شول.

نوموړي څو ورځې وړاندې د ۲۰۷ ظفر قول اردو مشرتابه هم په بې غورۍ تورن کړي و.
د فراه د نوي والي شکایتونه وروسته تر هغه ډیر شول؛ کله چې ایټالویانو د سختو جګړو له کبله دا ولایت پریښوده.
د ولایتي شورا غړې شهلا ابوبکر هغه مهال رسنیو ته ویلي و، چې وروستۍ هیلې یې تر ایټالویانو تړلې وې خو هغوی هم ترې کډې بار کړې.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close