د فراه ولایتي شورا:د بریا وروستۍ هیلې مو د بهرنیانو تر ملاتړ پورې وې، هغوی هم پښې سپکې کړې

نوموړې زیاته کړه د نړیوالو ځواکونو شتون هم فراه له طالبانو ونه ژغورله، نور له خدایه مرسته غواړو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۹ فرید افغان)

د فراه ولایت د ولایتي شورا غړي وایي چې له دې ولایت څخه د بهرنیانو وتل به د طالبانو پر وړاندې د جنګیدونکو عسکرو پر مرال بده اغیزه وکړي او ښایي د جګړو په ډګر کې نوی تحول رامنځته کړي.
ددې ولایت د ولایتي شورا غړې شهلا ابوبکر رسنیو ته ویلي؛ موږ دا هیله درلوده چې د نوي امنیې قوماندان، والي ، د امنیت د آمر او د تازه دمو بهرنیو ځواکونو په راتګ سره به د ولایت وضعیت بدل شي او حکومت به له دفاعي حالت څخه بهر شي، خو په وینا یې چې د دې ولایت امنیتي وضعیت لاهم ورځ تر بلې په خرابیدو ده، د ولسوالیو او مرکز ټولې لارې د طالبانو تر واک لاندې دي او آن د ولایت مقام هم په خطر کې ده.

نوموړې زیاته کړه د نړیوالو ځواکونو شتون هم فراه له طالبانو ونه ژغورله، نور له خدایه مرسته غواړو

د دې ولایت د والي مرستیال محمد یونس رسولي هم مني چې؛ طالبان هغسې په قوت کې دي او هرځای یې چې زړه غواړي حمله ترسره کولی شي.
د نوموړي په خبره؛ د بهرنیانو همکاري د هیریدو نه ده په رښتیا هم شپه او ورځ یې زموږ د امنیتي ځواکونو سره اوګه په اوګه د طالبانو پرضد جګړو کې ونډه اخیستې.
رسولي وویل؛ د بهرنیانو د پوځي عملیاتو پر تاثیراتو موږ خبر یو، خو په وینا یې چې فراه ته لا هم د نسبتاً امن ولایت په توګه باید ونه کتل شي.
رسولي وویل؛ د طالبانو تر واک لاندې ولسوالۍ او ساحې په مطمئن امنیت کې قرار لري او یواځې په مرکز کې وضعیت کړکیچن ده.
خو د فراه نوی ټاکل شوی والي بصیرسالنګي بیا د نا امنیو اصلي عامل په دې ولایت کې د امنیې قوماندان او د لویدیځ زون 207 ظفر قول اردو ملامته بولي او زیاتوي چې هغوی د مخالفینو پر وړاندې ریښتنی اقدام نه کوي.
پولیس او قول اردو بیا دوالي خبر نه مني او په خبره یې چې دوی له ټولو امکاناتو نه په استفادې د طالبانو پر وړاندې جګړه پر مخ وړي خو داچې پرمختګ ولې نه کوي په دې اړه وضاحت نه ورکوي.
څو ورځې وړاندې د فراه ولایت تازه ورغلي ایټالوي عسکر له ټولو تجهیزاتو سره له دې ولایت څخه ووتل او د ناټو له نورو غړیو هیوادونو یې وغوښتل چې د دوی تشه ډکه کړي.
ایټالویان وروسته ترهغه وتلو ته اړ شول کله چې طالبانو دې ځواکونو ته په بیلابیلو بریدونو کې د سر دروند زیان واړاوو.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close