د فراه ولایتي شورا:  طالبانو نن درۍ سړي تښتونکي په دار وځړول

طالبانو همداراز ویلي  “نوموړو  له  انسان تښتونو سره  سره   په  یو لړ نورو جنایې  پېښو کې  هم  لاس درلود  اوپه  خپلو ټولو  جرمونو یې   اعتراف کړی“نوموړو  له  انسان تښتونو سره  سره   په  یو لړ نورو جنایې  پېښو کې  هم  لاس درلود  اوپه  خپلو ټولو  جرمونو یې   اعتراف کړی ؤ“ 

 

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ کب ۱۱ فرید افغان)

 

د فراه ولایت د ولایتي شورا غړي وایي چې طالبانو د دې ولایت د خاک سفید ولسوالۍ اړوند د دیوار سرخ په سیمه کې ۳ تنه سړي تښتونکي اعدام کړي.

د فراه د ولايتي شورا رييس فريد بختور وایي، دغو درې تنو  وخت ناوخت د فراه –فراه رود پر لاره د سورلیو له موټرو څخه خلک ښکته کول او نامعلوم ځای ته به یې وړل،  چې بیا به یې دهغوی له کورنیو سلګونه زره افغانۍ باج اخیسته.

بختور ویلي؛ دې کسانو په سیمه کې په ګڼو اختطافونو، غلا او شوکو کې لاس درلود چې بالاخره نن د طالبانو په یوه محکمه کې د اعدام حکم پرې وشو او په دار وخیژول شول.

طالبانو پر خپله ویبپاڼه (الامارة) د پیښې پخلی کړی او زیاته کړې یې ده چې “ هغه  درې تنه  انسان  تښتونکي  (  نقیب الله  ، محمد نعیم  او لالی) چې  څه  موده  وړاندي  د فراه  ولایت  دبکوا ولسوالۍ  په  مربوطاتوکې   په  داسي حال کې  چې یوتن  هیواد وال عبدالرحیم  یې  تښتولی ؤ  لاس په لاس  ژوندي  ونیول شول   نن  سهار  د خاکسفید ولسوالۍ اړوند د دیوال  سرخ  په سیمه کې   په عام محضر کې   داسلامي امارت  دشرعي  محکمو له  پرېکړي   اورولو وروسته  په  دار وځړول شول  او هیواد وال  یې  دتل  لپاره  له  شر نه  وژغورل شول“

طالبانو همداراز ویلي  “نوموړو  له  انسان تښتونو سره  سره   په  یو لړ نورو جنایې  پېښو کې  هم  لاس درلود  اوپه  خپلو ټولو  جرمونو یې   اعتراف کړی“نوموړو  له  انسان تښتونو سره  سره   په  یو لړ نورو جنایې  پېښو کې  هم  لاس درلود  اوپه  خپلو ټولو  جرمونو یې   اعتراف کړی ؤ“

طالبان تر خپل واک لاندې سیمو کې د غلو، اختطاف چیانو، او د نورو جنایي کړنو پرضد وخت ناوخت اقدامات کوي چې له همدې امله په هغو ساحو کې چې طالبان پکې فعال دي د هیڅ جنایي کړنو څرک نه لیدل کیږي.

بل پلو د بشري حقوقو کمیسیون د فاریاب ولایت د کوهستانات ولسوالۍ د سیمې دخلکو  له خوا د زنا په جرم د هغې جینۍ او هلک وهل په سختو ټکو غندلي  چې له کور څخه د مینتوب په پلمه د غور ولایت ته تښتیدلي و او خپلمنځي نا مشروع اړیکې یې نیولې وې.

د بشري حقوقو ادارې د حکومت څخه هغو کسانو ته دسختې سزا غوښتنه شوې چې د دا ډول ځوانانو د هوس مخه نیسي.

دیادونې وړ ده چې له شمال څخه په دې وروستیو کې د ښځو پر وړاندې د زور زیاتویو راپورونه په زیاته کچه کم شوي چې د سیمې خلک یې د طالبانو له خوا مجرمینو ته د علني سزا د ورکولو باعث بولي.

د طالبانو د رژیم له پرزیدو وروسته د بشري حقوقو ساحوي دفترونو په کلنۍ توګه سلګونه پیښې د زنا، له کور څخه د وتلو، د ښځو د ربړونې او نورو جنایي کړنو په هکله ثبتولې، خو په وروستیو څو کلنو کې چې د شمال زیاته برخه د طالبانو تر کنترول لاندې راغلې داکچه په حیرانونکې توګه کمه سوې ده.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close