د فرعون د لارویانو د فرعون په څیر برخلیک

عاکف مهاجر

چاچې کله هم او په کومه زمانه کې د توحید د لارویانو پرخلاف پاڅون کړی دکایناتو مالک یې ډیر ژر غرور له خاورو سره خاورې کړی.

د نن ورځې ګرم، مهم خو خورا زړه وړونکی او خوشالونکی خبر چې د روسی نظامې الوتکې پوره ۹۱ تنو غوښې یې د مدیترانې سمندر په تل کې د کبانو خوراک شوې د ډیرو سوریایي او اسلامي نړی ځوانانو په شونډو زړه وړونکي مسکا خوره کړه!

ښایي  یاده الوتکه کې سپرو  وحشي فوځیانو به دحلب په مظلوم ولس د زړه یخولو لپاره رنګا رنګ ناوړه ارادې په زړونو کې ګرځولې  خو د خپل اجله نا خبره سرتیري عزوجل له داسې برخلیک سره مخ کړل چې له یوې خوا د امت ځوانانو او دحلب ولس زړونه پرې یخ شول له بلې خوا یې د روسي لښکرو احتمالي پلانونه په نطفه کې ورشنډ او د کرسمیس او نوي میلادي کال خوشالي یې په غم وربدله کړه.

څه وخت مې چې دا خبر تر سترګو شو، سوونه کاله وړاندې مې د ذهن په پرده هغه تاریخ راوڅرخید کوم چې تر ننه یې ټول مسلمه او غیر مسلمه امت ته یو تل پاتې یادګار اود نمونې په څیر د تاریخ په پاڼو کې ثبت شوی دی.

متعال رب په قران کې بار بار یادونه کړي، یوڅوګ چې په نړۍ کې یې ظلم او وحشت یوه بېلګه پاتې شوي نن هم د وخت هرجابر او ظالم ته دده نوم کارول کیږي.

داسې څوک به نه وي چې دده له نوم سره اشنا نه وي، هغه چا چې د مرګ تر وروستی سلګی یې د انا ربکم الاعلی نارې بدرګه کولې داسې د سمندر په توپاني څپو کې راګیر شو چې وروستیو هڅو او نارو یې د خلاصون لپاره هیڅ ګټه او نتیجه ورنکړه. ده که هرڅو هڅه وکړه جې تش په خوله د یوه الله خدایی د منلو اقرار وکړي پایله یې دا شوه چې وجود او جسد یې تر ننه دعبرت یو سمبول ګرځیدلی.

دیته ورته د توحید لاروی، د مظلوم ملت تش لاسی رهنما موسی هم د تاریخ په ټنډه نقش او د وحده لاشریک له ذات له لورې دده مرسته او اعانت د قران په پاکو پاڼو او سیپارو کې د ټول امت لپاره  د ډاډګیرنې یو د درس په څیر ذکر شوی.

کومه فیصله او پریکړه چې په سوونو کاله وړاندې د دواړو قوتونو یانې د توحید لارویانو او فرعوني لښکر ترمنځ زورور ذات، ریښتیني مالک او نړی حقیقي بادشاه رالیږلي کټ مټ همغه شان یې نن هم د فرعون پاتې شوني د تور سمندر په غیږ کې ورغوپه کړل.

هغه مهال یې هم مظلوم ته د ظالم پر وړاندې دنجات پریښتې راولیږلې ددوی لړزیدلي قدمونه یې محکم کړل او نن یې هم دحلب ځوریدلی، دریدلی او په وینو سور ولس په شونډو  خندا راوسته.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close