د فلسطینانو په لا ریونونو کې لسګونه تنه ټپیان شول

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۶ مرغومی ۲۳ فرید افغان)

د فلسطین الیوم خبري اژانس د خبر تر مخه، زرګونو تنو فلسطینیانو تیره ورځ د جمعې تر لمانځ وروسته د امریکا او اسرایلو پرضد پراخ اعتراضي لاریونونه تر سره کړ.

دا لاریونونه په اشغال شوې قدس،لویدیځه غاړه، او غزه کې ترسره شول.
لاریونوالو د هغه شهید شوي فلسطیني وګړي جسد هم له ځان سره لیږداوو چې تیره ورځ د اسرایلي عسکرو په ډزو وژل شوی و.
په همدې لړ کې د نابلس په جنوب کې د ‹‹ بیتا›› په ښارګوټي کې د دواړو لوریو ترمنځ سختې جګړې وشوې، او د قدس په شهرکونو کې میشت یهودیان د فلسطیني وګړو پر کورونو ور وختل.
پولیسو پر مظاهره چیانو یې له اوښلن ګاز، ربړي ګولیو او مخامخ ډزو نه کار واخیسته .
همداراز د رام الله په شمال ختیځ کې د ‹‹بیت ایل›› پر لویه لاره، د بیت اللحم سره نږدې د راحیل په سیمه کې او د فلسطین په الخلیل ښارګوټي کې هم په پراخو لاریونونو کې د معترضینو او اسرایليانو ترمنځ اخ وډب رامنځته شو او د فتحې ګوند څو تنه کسان هم اسرایلي عسکرو ونیول.
د فلسطین د سرې میاشتې راپور ورکړی چې په دې نښتو کې ۴۳ فلسطینیان په ربړي ګولیو، مخامخ ډزو او اوښلن ګاز له امله ټپیان شوي دي.
اسرایلي ځواکونو د خپلو امنیتي تدابیرو په موخه ۵۰۰۰ نور ځواکونه هم د مظاهره چیانو د قابو په موخه را ایستلي و.

قدس ته د امریکا د سفارت د لیږد تر اعلان وروسته د اسرایلي عسکرو په بریدونو کې ۱۸ فلسطینیان شهیدان شوي او زرګونه نور ټپیان دي

اړونده مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close