د فوټبال افغان لوبډلې ترکمنستان ته ماتې ورکړه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، زمری ۷)

د افغانستان د پنځلس کلونو ځوانانو لوبډلې د مرکزي اسيا د کفا جام سياليو په لړ کې ترکمنستان ته ماتې ورکړه.

دا لوبه تېره ورځ “د زمري په ۶مه” له غرمې وروسته پنځه نیمې بجې د ازبکستان په تاشکند ښار کې ترسره شوه.

د افغانستان د فوټبال فدراسيون د مسئولينو په وينا، افغان لوبډلې د دري صفر په پايله کې د ترکمنستان د پنځلس کلونو د ملي لوبډلې نه لوبه وګټله.

تر دې مخکې افغانستان لوبډلې درې لوبې کړي يوه ایران ته او يوه يې تاجکستان ته بايللې وه او له قرغستان نه يې د دوه يو پر وړاندې ګټلې وه.

د فوټبال فدراسيون وايي، د افغانستان د پنځلس کلونو د کم عمره ځوانانو لوبډله به د دوو برياوو او دوو ماتو وروسته خپله وروسته لوبه د ازبکستان پر وړاندې کوي.

د افغانستان د فوټبال له ۱۵ کلونو څخه د کم عمره ځوانانو لوبډلې تېر کال د دغه سیالیو اتلولي ترلاسه کړې وه.

د مسؤلینو په وینا افغان لوبغاړي هڅه کوي چې سږ کال هم د دغه سیالیو اتلولي خپله کړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close