د فوټبال افغان لوبډلې د مرکزي اسيا سياليو کې قرغزستان هم مات کړ

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۱۹) د فوټبال افغان لوبډلې د مرکزي اسيا د شپاړلس کلنو فوټبال سياليو په لړ کې قرغزستان ته د څلورو ګولونو په ورکولو ماتې ورکړه.

د افغانستان د فوټبال فدراسيون واي، دغه لوبه چې د ازبکستان په پلازمينه تاشکند کې ترسره شوه د افغانستان شپاړلس کلنو ملي لوبډلې د قرغزستان شپاړلس کلنو لوبډله د څلور صفر پر وړاندې ماته کړه.

د مرکزي اسيا شپاړلس کلنو لومړی تورنمنټ کې د څلورو هېوادونو “ازبکستان، تاجکستان، قرغزستان او افغانستان” لوبډلو ګډون کړی و چې په لومړۍ سيالۍ کې د ازبکستان لوبډلې افغانستان ته د څلورو ګولونو په وړاندې ماتې ورکړې وه.

خو دوهمه سيالۍ کې افغانستان تاجکستان ته د صفر يو پر وړاندې ماتې ورکړه او درېيمه لوبه يې هم له قرغزستان څخه وګټله.

په دغه سياليو کې ازبکستان د درې بریاوو په خپلولو سره لومړی، افغانستان د دوه سياليو په ګټلو سره دوهم، تاجکستان درېيم او قرغزستان څلورم مقام خپل کړ.

که څه هم افغان لوبډلې لومړی مقام نه و ترلاسه کړی خو د یادو سياليو د مسئولينو له خوا د اخلاقو کپ جايزه ورکړل شوه.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close