د قاضي له لړمانو ډک قبر

کېسه

ژباړه: محمدیونس

وایي، کوم بیچاره کس د پاچا لور غوښتي وه. پاچا د دې لپاره، چې هم یې لور ورته ور نه کړي او هم سرګردانه وي، د بهانې په ډول ورته وویل: که غواړې چې د لور خاوند مې شي نو یوه بوجۍ لړمان راوړه!

بیچاره سړی هره خوا سرګردانه ګرځیدو، خو بریالی نه شو. د کوم خیر رسوونکي سپین ږیري پرې فکر شوی و او د سرګردانۍ علت یې ترې پوښتلی و. بیچاره سړي ور سره خپله کېسه شریکه کړي وه. خیر رسوونکي سپین ږیري ورته لارښوونه وکړه، چې د کوم قاضي قبر ته ورشه، قبر یې پرانیزه، چې څومره لړمان دې په کار وي، کوالی شي تر لاسه یې کړي. بیچاره سړي همداسي وکړل او پاچا ته یې د لړمانو ډکه بوجۍ مخکي کیښوده. پاچا د بوجۍ په لیدو حیران شو او و یې ویل: اووووه! دومره لړمان دې له کومه کړل؟ بیچاره سړي هم ریښتونی ځواب ورکړو: پاچا سلامت! که تر دې لا ډېر دې هم په کار وي درته راوړلی یې شم.
پاچا سلامت وویل: له کومه ځایه یې راوړي؟
بیچاره سړی: د قاضي له قبر څخه!

څوک چې غیر قانوني او ناسمې پریکړې کوي، همیشنی کور (قبر) یې له لړمانو څخه ډک وي.

 

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close