د قدر شپه!!

ثاقب خپلواک

 

د رڼاوو  کرشمه ده  ، ښایسته ډکه له نُوره

د فطرت د نور جلوه ده ، ده ډیوه د رڼا حُوره

 

له نغمو د  تلاوت یې ، داؤدي ترنم اوري

سندریزه  نغمه وتې ده  ، له پاڼو  د زبُوره

 

زمزمې د الاهو وي ، کائنات ټول پر رکوع وو

پرشتې پر  سجده وي ، بیا د مینې له سُرُوره

 

په دنیا کې د جنت ونه طوبی راته ښکارېږي

یوه د مینې معجزه ده ، حجابونو کې مستُوره

 

چې یې زور د مینې چُور کړ، چې یې رام د عشق غرور کړ

یوه رنګینه  فلسفه ده ، په ښایست  باندې مغرُوره

 

چې د زېړې زرغونې، سرې زرغونې غوندي ښکارېږي

پر نرۍ ملا را کږه ده ، لکه ښکلې سپینه تُوره

 

د ښایست رنګ یې زه اورمه له څانګو د ګلونو

چې د مینې یې ښکالو راتله ، د حُسن له غروره

 

زیې رنګینو انځورګرو  نرګسي سترګو رنځور کړم

د ښکلاوو یو سیمبول ده ، زموږ ښکلا یې کړه رنځُوره

 

د موسی په څېر ثاقبه ! که یې غیږه کې دېره شوې

خو هغه د قدر شپه به کمه نه وي ، بیا له طُوره

 

 

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close