د قرآن کريم اعجاز د نورو له انده

عزیر اسدخیل

قرآن کريم يو معجز کتاب دی، چې د ګردې نړۍ وګړي ددې په وړاندې بې وسه او عاجز دی. ولې به نه وي ؟! دا ځکه چې قرآن کريم د الله تعالی کتاب دی، نو لکه څرنګه چې د الله تعالی په وړاندې ټول مخلوقات عاجز او بې وسه دي، د هغه جل جلاله د کتاب او کلام په وړاندې هم د هيچا دا وس نشته، چې دا سې يو کتاب وليکي، يا ددې کتاب د يو سورت يا يو آية غوندې سورت يا آية راوړي.
مخکې دا ننګونې په څو آيا تونو کې تېرې شوې او دا هم تېره شوه، چې که انسانان او پېريان ټول راټول شي اودا هڅه وکړي، چې دقرآن کريم په څېر کتاب رواړي، نودا کار نه شي کولی او ټول بې وسه دي.
د قرآن کريم د اعجاز مسأله يوه داسې پلنه او د ډېرو اړخونو او ژوره مسأله ده، چې ددې له پوره څېړنې څخه هم انسان بې وسه دی.
يواځې دا نه ده، چې د عربو فصحاء او بلغاء دقرآن کريم په څېر دفصيح او بليغ کلام له راوړلو بي وسه وو، بلکې دهرې زمانې د بدلون،انکشافاتو،اختراعاتو او نويوعلومو او اسرارو د رابرسېره کېدلو سره د قرآن کريم اعجاز بيا بيا نوی کېږي، پراخېږي او جو تېږي.
څومره چې انسان د کائناتو اسرار راڅرګندوي او نويو نويو حقيقتونوته رسېږي؛ همغومره اولازيات دقرآن کريم ريښتينولي او اعجاز راڅرګندېږي،جوتېږي اوحقيقتونه يې را برسېره کېږي.
قرآن کريم د الفاظو او جملو په ترکيب، اسلوب او تنسيق کې معجِز دی، په نظم، بيان، فصاحت او بلاغت کې معجز دی، د علومو او حقائـقو په را څرګندولو کې معجز دی، دغيبو او پټو په اِخبار کې معجز دی، په معنا او خوږلنۍ کې معجز دی، د يو قانون او د ژوند د سمون او د نړۍ درغونې او ښېګړو د بنسټونو د ايښودلو په حيث معجز دی، د يوې مثالي ټولنې د جوړولو په حيث معجز دی، ددنيوي او اخروي نېکمرغيو د کړنلارې په حيث معجز دی، د دين او تشريع په حيث معجز دی، په هرې زمانې او هر ځای کې په هر ډول ظروفو کې د تطبيق وړ دی، ترميم او بدلون ته اړتيا نه لري، ددې کتاب د زده کړې او عمل له کبله د عربو شپانه د نړۍ حاکمان او سرکښان شول…
لنډه دا چې قرآن کريم له لغوي پلوه معجِز دی، له علمي اړخه معجز دی، له قانوني او تشريعي پلوه معجز دی، له سياسي او تاريخي پلوه معجز دی، د ريښتينولۍ او سپېڅلتيا له پلوه معجز دی، له حقيقتونو او واقعيتونو سره د موافقت له اړخه معجز دی، د وړتيا او پياوړتيا له پلوه معجز دی، او له هر حيثه، له هر اړخه او هر مفهومه معجز دی.
(اِعْجَازْ) بې وسه کولو ته ويل کېږي ” مُعْجِز ” اسم فاعل دی معنا يې ” بې وسه کوونکی ” ده نو قرآن کريم له هر لحاظه بې وسه کوونکی کتاب دی. مطلب دا چې ددې په وړاندې نور ددې په څېر له راوړلو بې وسه دي.

قرآن د نورو له انده

هغه پوهان، مفکرين، ليکوالان او د ژوند او اند دمختلفو اړخونو پورې اړه لرونکي وګړي، چې خپله مسلمانان نه دي؛ خو د قرآن او اسلام په حقانيت اعتراف کوي او ډېرو پکې ضد او عناد پرې ايښی او په بصيرت يې اسلام منلی دی؛ دا ډول خلک په مستشرقينو کې ډېر زيات دي. مونږ دلته د بېلګې او ساري په توګه د ځينو هغو پوهانو ويناوې را اخلو چې د اسلام او قرآن د پراخې مطالعې له کبله ورته د قرآن او اسلام حقانيت ِښكاره شوی او مسلمانان شوي دي. اويا يې دخپلو ځانګړيو لاملونو يا عناد له کبله اسلام ته غاړه نه ده ايښې؛ خو د اسلام او قرآن په حقانيت يې اعتراف کړی دی، د قرآن مطالعې اغېزمن کړي او دې ته اړ ايستي دي، چې په دې اعتراف وکړي، چې دا قرآن د الله تعالی کتاب او حق دی،له دې سره څوک نه سيالي کولی شي او نه يې پېښې. قرآن تر ټولو پياوړی، سپېڅلی، پاک، سوچه او له لاسوهنې ساتل شوی کتاب دی.

کويريم

عبدالله کويريم (Kwerem ) يو انګرېز ليکوال او مفکر دی په (۱۸۵۶) م کې زېږېدلی او په (۱۸۸۷) م يې له اسلام قبلولو وروسته نوم عبدالله کويليام کېښود، څو کتابونه يې ليکلي دي.
نوموړی د قرآن په هکله وايي:
” ما په (دائرة المعارف العامة) (Popural Encyclopedia) کې دا عبارت ولوست، چې په عربي ژبې کې د قرآن ژبه تر ټولو فصيحه ژبه ده، د قرآن د انشاء او پياوړتيا ښکلاوې ددې لامل دی، چې نه يې څوک پېښې کولی شي او نه يې ساری شته؛ عقلي احکام يې داسې پاک او سوچه دي، چې که انسان ورته د بصيرت په سترګه وګوري او سوچ پکې وکړي، نو ډاډمن ژوند به وکړي…”.
او وايي: ” د قرآن فصاحت او بلاغت، د بلاغت څښتنان بې وسه کړي او د پخوانيو او اوسنيو فصيحان يې حيران کړي دي. که مونږ د قرآن احکامو او څرګندو حکمتونو ته په دقت وګورو، نو وبه ګورو، چې انسان په خپل ژوند، کمال او د اخلاقو په تهذيب کې څه ته اړتيا لري؛ هغه ټول په قرآن کې شته. همدارنګه کوم ناوړه کارونه او اخلاق، چې د هغو تاوان او بدي په ګڼو تجربو ثابته شوې ده؛ قرآن ترې انسان منع کوي… په دې سربېره پکې د هېوادونو د سياست او ودانۍ په هکله هم پياوړي احکام دي….
د قرآن احکام يواځې له ادبي او ديني فرائضو پورې محدود نه دي، بلکه قرآن اسلامي نړۍ لپاره يو عام قانون دی. په قرآن کې ټول مدني، تجارتي، حربي، قضائي او جزائي… قوانين شته، قرآن يو داسې ديني قانون دی، چې ټول امور د همدې په محور را څرخي. که هغه ديني امور دي او که د ژوند، د نفس د ژغورنې دي او که د بدن د روغتيا، د رعيت حقوق دي او که د هر فرد، د انسان ځانګړې ګټې دي او که د ټولنې، د فضيلت امور دي او که د ګناه، ددې دنيا قصاص دی او که د آخرت… له همدې کبله قرآن په مادي توګه له هغو مسيحي سپېڅليو کتابونو څخه مختلف دی چې له ديني بنسټونو څخه پکې هيڅ نشته؛ بلکې اکثره پکې کيسې، خرافات او د عبادت په امورو کې ګډوډي ده… چې دا ټول نا معقول او بې اغېزې دي… ۱
۱ – ” العقيدة الاسلامية. د عبدالله کويليام ليکنه. أحسن الاجوبة. د عبدالله کويليام ليکنه.

بروز

ډاکټر ميلر بروز (Millar Burrows) د ( بيل) پوهنتون کې د ختيزو ژبو د آدابو د قسم رئيس او د انجيل د فقهې استاذ پاتې شوی دی، د بېروت په امريکي پوهنتون کې يې هم استاذي کړې ده، او په قدس کې د ختيزو څېړنو د امريکي ښوونځي مدير هم پاتې شوی دی. ډېر کتابونه يې ليکلي دي. هغه د قرآن په هکله وايي: ” په طبيعي ځواکونو د انسان د لاسرسۍ په زياتېدو کې کوم داسې څه نشته، چې له دين سره په ټکر کې وي؛ په قرآن کې يو آية دی؛ مونږ ترې دا پايله اخيستی شو؛ کېدی شي، چې د شمسي مجموعې د پيداوښت له موخو نه دا هم وي، چې د انسان پاملرنه دې ته راواړوي، چې د فلکياتو علم زده کړي او په خپل ژوند کې ترې ګټه واخلي.
هغه آية دا دی :
” هُوَ الَّذِي جَعَلَ الشَّمْسَ ضِيَاءً وَالْقَمَرَ نُورًا وَقَدَّرَهُ مَنَازِلَ لِتَعْلَمُوا عَدَدَ السِّنِينَ وَالْحِسَابَ مَا خَلَقَ اللَّهُ ذَلِكَ إِلَّا بِالْحَقِّ يُفَصِّلُ الْآيَاتِ لِقَوْمٍ يَعْلَمُونَ ” سورة يونس: ۵.
” الله هغه ذات دی، چې لمر يې روښانه او سپوږمۍ يې رڼا کړې ده او ددې لپاره يې پوړۍ په پوړۍ اندازه کړي ده، چې د کلونو او حساب په شمېر و پوهېږئ، الله دا يواځې په ريښتيا پيدا کړي دي. هغو خلکو ته نښې جوتوي، چې پوهېږي”
قرآن دې ته زياتې اشارې کوي، چې طبيعت د انسان تابع دی او دا ځکه، چې د شکر او ايمان لاملونه دي.
لکه چې فرمايي :
” وَالَّذِي خَلَقَ الْأَزْوَاجَ كُلَّهَا وَجَعَلَ لَكُمْ مِنْ الْفُلْكِ وَالْأَنْعَامِ مَا تَرْكَبُونَ لِتَسْتَوُوا عَلَى ظُهُورِهِ ثُمَّ تَذْكُرُوا نِعْمَةَ رَبِّكُمْ إِذَا اسْتَوَيْتُمْ عَلَيْهِ وَتَقُولُوا سُبْحانَ الَّذِي سَخَّرَ لَنَا هَذَا وَمَا كُنَّا لَهُ مُقْرِنِينَ ” سورة الزخرف: ۱۲ / ۱۳.
” الله هغه ذات دی، چې ټولې جوړې يې پيدا کړې دي او هغه بېړۍ او څاروي يې درته پيدا کړي دي، چې پرې سپرېږئ. دا ددې لپاره، چې په شاګانو يې سپاره شئ او کله چې پرې سپاره شئ، نو د خپل رب لورېنه راياده کړئ او ووايئ: هغه ذات ډېر پاک دی، چې مونږ ته يې دا تابع کړی د؛ که نه نو مونږ ورته نږدې کېدونکي نه وو “.
قرآن يواځې د څارويو تابع کول او په کار راوړل نه يادوي، بلکه بېړۍ هم يادوي. نو کله چې اوښ او بېړۍ د الله له لويو لورېنو او نعمتونو څخه وي، نو آيا اورګاډی، موټر او الوتکه به له دې هم زيات نه وي ؟ ” الثقافة الاسلامية: ۵۱..
بروز وايي: ” د علم ډېرې لويې پايلې دا دي، چې يا د ړنګوونکيو او يا د رغوونکيو موخو لپاه ترې کار واخيستل شي؛ په قرآن کې د همدې موخو لپاره د اوسپنې د استعمال په هکله داسې راغلي دي :
” وَأَنْزَلْنَا الْحَدِ يدَ فِيهِ بَأْسٌ شَدِيدٌ وَمَنَافِعُ لِلنَّاسِ وَلِيَعْلَمَ اللَّهُ مَنْ يَنْصُرُهُ وَرُسُلَهُ بِالْغَيْبِ إِنَّ اللَّهَ قَوِيٌّ عَزِيزٌ ” سورة الحديد: ۲۵.
” مونږ اوسپنه پيدا کړې ده، چې سخت جنګ او د خلکو لپاره پکې ګټې دي او ددې لپاره ده، چې الله هغه څوک په ګوته کړي، چې په ناليدلو د هغه او د هغه د پېغمبرانو مرسته کوي؛ الله بې شکه ځواکمن او پياوړی دی “.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close