د قرآن کريم د تفسير ډولونه

عزیراسدخیل

د قرآن کريم تفسير په څلور ډوله دي :
په قرآن د قرآن تفسير.

  • په حديثو د قرآن تفسير.
  • د صحابه ؤ تفسير.
  • په عربي لغت تفسير.

لومړى: په قرآن د قرآن تفسير

د قرآن کريم تر ټولو ښه او پياوړى تفسير دا دى، چې د قرآن تفسير په قرآن وشي، ځکه چې په قرآن کې يو ځاى اجمال راغلى وي او بل ځاى يې تفسير . يو ځاى اختصار وي او بل ځاى يې تفصيل .
د بېلګې په توګه :
د آدم او حوا عليهماالسلام هغه دعاء او کلمې، چې الله تعالى ورته ورښوولې وې او د هغو په ويلو الله تعالى پرې لورېنه وکړه؛ د بقرې په سورت کې په اجمال راغلې دي او تفصيل يې د اعراف په سورت کې راغلى دى .
الله تعالى فرمايي:
(فَتَلَقّٰى اٰدَمُ مِنْ رَّبِّهِ كَلِمٰتٍ فَتَابَ عَلَیْهِ) سورة البقره: ٣٧.
“آدم له خپل رب نه څه کلمې واخيستې، نو هغه پرې لورېنه وکړه”.
د دې تفصيل چې دا کلمې او ويونه څه وو؟ په سورت الاعراف کې داسې راځي :
(قَالَا رَبَّنَا ظَلَمْنَا اَنْفُسَنَا وَ اِنْ لَّمْ تَغْفِرْ لَنَا وَ تَرْحَمْنَا لَنَكُوْنَنَّ مِنَ الْخٰسِرِیْنَ) سورة الاعراف: ٢٣.
“دواړو (آدم او حوا) وويل: اى زمونږ ربه! مونږ په خپلو ځانونو تېرى کړى دى؛ که ته مونږ ته بخښنه ونه کړې او لورېنه راباندې ونه کړې؛ مونږ به هرومرو له تاوانيانو څخه وګڼل شو”.
بله بېلګه يې داده، چې دفاتحې په سورت کې راځي:
” صِرَاطَ الًّذِيْنَ أَنْعَمْتَ عَلَيْهِمْ غَيْرِالْمَغْضُوْبِ عَلَيْهِمْ وَلَا الضَّالِّيْن”.
” د هغو خلکو لار راوښيه، چې تا پرې لورېنه کړې ده؛ دهغوپه لار مو مه روانوه، چې غوسه پرې شوې ده اونه دبې لارو په لار “.
نو د ” أَنْعَمْتَ عَلَيْهِمْ ” تفسير د نساء په سورت کې داسې راغلی دی:
( وَمَنْ يُّطِعِ اللهَ وَالرَّسُوْلَ فَأُولئِكَ مَعَ الَّذِيْنَ أَنْعَمَ اللهُ عَلَيْهِمْ مِنَ النَّبِيِّنَ وَالصِّدِّيْقِيْنَ وَالشُّهَدَاءِ وَالصَّالِحِيْنَ وَحَسُنَ أُولئِكَ رَفِيْقًا ) سورة النساء: 69.
” چاچې دالله او دهغه دپېغمبر ومنل، نو هغوی به له هغو خلکو سره وي، چې الله پرې لورېنه کړې ده. چې هغوی پېغمبران، ريښتيني، شهيدان او نېکان دي. او همدوی ښه ملګري دي”.
همدارنګه د ” الْمَغْضُوْب عَلَيْهِمْ ” تفسيردمائدې دسورت په (۶۰) اود ” الضَّالِّيْن ” تفسير د مائدې په (۷۷) کې راغلی دی. او حديث هم دهمدې تفسير پخلی کوي .
همدا رنګه الله تعالی فرمايي :
” أُحِلَّتْ لَكُمْ بَهِيْمَةُ الْأَنْعَامِ إِلَّا مَا يُتْلَى عَلَيْكُمْ ” سورة المائده: 1
” له هغو پرته چې درباندې لوستل کېږي؛ نور ټول څاروي تاسو لپاره حلال شوي دی ”
ددې:” إِلا مَا يُتْلَى عَلَيْكُمْ ” تفسير په همدې سورت کې لږ وروسته داسې راځي :
” حُرِّ مَتْ عَلَيْكُمُ الْمَيْتَةُ وَالدَّمُ وَلَحْمُ الْخِنْزِيْرِ ” سورة المائده: 3.
” په تاسو مرداره، وينه، د بد ځناور غوښه… حرام شوي دي”.
همدارنګه الله تعالی فرمايي :
” إِنَّ الْإِنْسَانَ خُلِقَ هَلُوْ عًا ” سورة المعارج: 19
” انسان بې شکه حرصناک پيدا شوی دی ”
ددې حرصناک تفسير ور پسې داسې راځي :
” إِذَا مَسَّهُ الشَّرُّ جَزُوْعًا وَ إِذَامَسَّهُ الْخَيْرُ مَنُوْعًا ” سورة المعارج: 20 – 21
” کله چې ورته څه زيان ورسېږي، نو فرياد کوونکی وي او کله چې ورته خير ورسېږي، نو منع کوونکی وي ” .
په قرآن کريم کې ( تفسيرالقرآن بالقرآن ) په ډېرو ځايونو کې راغلی دی، چې وروسته به يې په تفسير کې ان شاء الله ځای په ځای وڅېړو.

دويم: په حديثو د قرآن تفسير

د قرآن کريم بل ډول اړين او پياوړى تفسير په نبوي سپېڅليو حديثو د قرآن تفسير دى. او دا ځکه چې قرآن کريم د الله تعالى په آخرى پېغمبر محمد صلى الله عليه وسلم نازل شوى دى او هغه د قرآن په تفسير تر ټولو ښه پوهېده. د همدې قرآن د تفسير، عملي کولو او رسولو لپاره رالېږل شوى دى . الله تعالى فرمايي :
(لَقَدْ مَنَّ اللّٰهُ عَلَى الْمُؤْمِنِیْنَ اِذْ بَعَثَ فِیْهِمْ رَسُوْلًا مِّنْ اَنْفُسِهِمْ یَتْلُوْا عَلَیْهِمْ اٰیٰتِهِ وَ یُزَكِّیْهِمْ وَ یُعَلِّمُهُمُ الْكِتٰبَ وَ الْحِكْمَةَ وَ اِنْ كَانُوْا مِنْ قَبْلُ لَفِیْ ضَلٰلٍ مُّبِیْنٍ) سورة آل عمران: ١٦٤.
“الله بې شکه هغه وخت په مؤمنانو احسان وکړ، چې په دوى کې يې له همدوى پېغمبر ولېږه، چې د هغه آياتونه پرې ولولي، پاک يې کړي، کتاب او حکمت ورته وښيي، دوى بې شکه له دې مخکې په څرګندې بې لارۍ کې وو”.
دلته له حکمت نه مراد د پېغمبر صلى الله عليه وسلم سنت (طريقې) او حديث دي، چې د هغه قولي، فعلي، ترکي، تقريري او صفتي حديثونه ټول پکې داخل دي.
پېغمبر صلى الله عليه وسلم د قرآن او سنت (حديث) دواړو په رسولو مکلف ؤ. الله تعالى فرمايي :
(وَاَنْزَلْنَا اِلَیْكَ الذِّكْرَ لِتُبَیِّنَ لِلنَّاسِ مَا نُزِّلَ اِلَیْهِمْ وَ لَعَلَّهُمْ یَتَفَكَّرُوْنَ) سورة النحل: ٤٤.
“مونږ ددې لپاره تاته د نصيحت کتاب نازل کړى دى، چې دوى ته هغه احکام څرګند کړې، چې دوى ته نازل شوي دي او د دې لپاره، چې دوى فکر وکړي”.
د رسول الله صلى الله عليه وسلم أحاديث د إسلام د شريعت دويم بنسټ او مصدر دى . الله تعالى په خپل کتاب کې ځاى په ځاى د خپل پېغمبر طاعت او تابعداري په خپلو بندګانو فرض کړې ده، چې ځينې بېلګې يې دا دي :
الله تعالى فرمايي :
(وَاَطِیْعُوا اللّٰهَ وَاَطِیْعُوا الرَّسُوْل) سورة التغابن: ١٣.
“د الله او د هغه د پېغمبر ومنئ”.
او فرمايي :
(مَنْ یُّطِعِ الرَّسُوْلَ فَقَدْ اَطَاعَ اللهٰ ) سورة النساء: ٨٠.
“چا چې د پېغمبر ومنل؛ هغه بې شکه د الله ومنل”.
او فرمايي:
(وَمَا اٰتٰىكُمُ الرَّسُوْلُ فَخُذُوْهُ وَمَا نَهٰىكُمْ عَنْهُ فَانْتَهُوْا ) سورة الحشر:٧.
“پېغمبر چې څه درکړي دي؛ هغه واخلئ او له څه يې چې منع کړي يئ؛ له هغو منع شئ”.
او فرمايي :
(قُلْ اِنْ كُنْتُمْ تُحِبُّوْنَ اللّٰهَ فَاتَّبِعُوْنِیْ یُحْبِبْكُمُ اللّٰهُ) سورة آل عمران: ٣١.
“ورته ووايه : که تاسو له الله سره مينه کوئ، نو زما تابعداري وکړئ؛ الله به له تاسو سره مينه وکړي”.
په دې هکله قرآني نصوص ډېر زيات دي. نو د پېغمبر طاعت د الله تعالى طاعت دى او د پېغمبر حديثونه خپله هم مستقل دليل دى او د قرآن تفسير او بيان هم دى. پېغمبر صلی الله عليه وسلم چې څه وايي؛ په وحې يې وايي، الله تعالى فرمايي :
(وَ مَا یَنْطِقُ عَنِ الْهَوٰى اِنْ هُوَ اِلَّا وَحْیٌ یُّوْحٰى) سورة النجم: ٣ -٤.
“هغه له ځانه خبرې نه کوي، دا يواځې وحې ده، چې ورته کېږي”.
قرآن او سنت دواړه د اسلامي شريعت مصدرونه او دليلونه دي او دواړه يو له بله نه شي بېلېدى. مونږ په دې مأمور او مکلف يو، چې دواړه ومنو او په دواړو پرېکړې وکړو.
الله تعالى فرمايي :
(فَاِنْ تَنَازَعْتُمْ فِیْ شَیْءٍ فَرُدُّوْهُ اِلَى اللّٰهِ وَالرَّسُوْلِ) سورة النساء: ٥٩.
“که په کوم شي کې مو شخړه وکړه، نو الله او پېغمبر ته يې پرېکړه يوسئ”.
د دې په تفسير کې داسې روايت راځي:
ميمون بن مهران د الله تعالى د دې وينا په هکله چې : ” که په کوم شي کې مو شخړه وکړه، نو الله او پېغمبر ته يې پرېکړه يوسئ ” وايي: الله تعالى ته پرېکړه وړل د هغه کتاب ته وړل دي او پېغمبر ته پرېکړه وړل د هغه له مړينې وروسته د هغه حديثو ته وړل دي”.
همدا معنی له مجاهد نه داسې راغلې ده :
“الله او پېغمبر ته يې ور وګرځوئ، دا معنی، چې د الله کتاب او د هغه د پېغمبر صلى الله عليه وسلم سنت ته “.
قرآن په رسول الله صلى الله عليه وسلم نازل شوى دی، د الله تعالى له پلوه جبريل عليه السلام د قرآن ستر معلم او مفسر ؤ، چې رسول الله صلى الله عليه وسلم ته يې د قرآن ښوونه کړې ده او د همغې ښوونې په رڼا کې د رسول الله صلى الله عليه وسلم د حديثو په صورت د قرآن تفسير مونږ ته د هغه له عمل او سيرت نه راپاتې دى .
رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايي :
“تاسو په دې وپوهېږئ، چې ماته قرآن او د دې غوندې نور هم راکول شوي دي”.
نو د قرآن غوندې نور نه مراد د رسول الله صلی الله عليه وسلم احاديث دي .
حافظ ابن کثير د “مثله معه” په تفسير کې وايي :
“له (مثله معه) نه مراد د پېغمبر سنت (حديث) دي، لکه څرنګه چې قرآن په رسول الله صلى الله عليه وسلم نازلېده؛ همداسې سنت (حديث) هم په هغه د وحې په واسطه نازلېدل؛ خو دومره توپير لري، چې حديث د قرآن په څېر د قرآن په حيث نه لوستل کېږي”.
په يو روايت کې داسې راځي:
“له حسان بن عطيه نه روايت دى هغه وايي: رسول الله صلى الله عليه وسلم باندې د قرآن وحې راتله او جبريل به ورسره په حديثو کې حاضرېده، چې د قرآن تفسير کوي “.
نو څرګنده شوه، چې حديث هم وحې ده. او دا ځکه چې پېغمبر صلى الله عليه وسلم له ځانه خبره نه کوي؛ هغه تل د وحې تابع ؤ او هره خبره او ټول کړه وړه يې له وحې سرچينه اخلي .
که يو څوک ووايي، چې يواځې قرآن بس دى او حديثو ته اړتيا نشته؛ هغه د اسلام له روح څخه ناخبره دى.
په يو روايت کې داسې راځي :
له مقداد بن معديکرب رضي الله عنه نه روايت دى، هغه وايي : رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي : ” تاسو خبر اوسئ؛ داسې يو وخت به راشي، چې يو سړي ته به زما حديث ورسېږي؛ هغه به په خپلې صوفې تکيه وهلې وي او وايي به : زمونږ او ستاسو ترمنځ د الله کتاب دى؛ په دې کې مو چې کوم حلال وموندل؛ حلال به يې ګڼو او کوم مو چې پکې حرام وموندل؛ حرام به يې ګڼو. په دې کې شک نشته، چې د الله پېغمبر څه حرام ګڼلي دي؛ هغه داسې دي، لکه الله چې حرام کړي دي”.
عمران بن حصين رضي الله عنه هغه څوک کم عقل وګاڼه، چې وايي: يواځې قرآن بس دى او حديثو ته اړتيا نشته. لکه چې داسې روايت راځي:
له عمران بن حصين رضي الله عنه نه روايت دى، چې هغه يو سړي ته وويل: ته کم عقل يې، آيا ته د الله په کتاب کې دا مومې، چې د ماسپښين لمونځ څلور رکعته دى، چې قرائت به پکې په زوره نه وايې؟ بيا يې ورته لمونځ، زکات او نور احکام وشمېرل، بيا يې وويل : آيا د الله په کتاب کې د دې ټولو تفصيل مومې؟ د الله تعالى په کتاب کې دا په اجمال ياد شوي دي او حديث يې تفسير کوي.
په بل روايت کې داسې راځي:
مطرف بن عبد الله بن الشخير ته چا وويل : ” مونږ ته يواځې له قرآن نه خبرې کوئ . مطرف ورته وويل: په الله قسم دى، چې د قرآن په بدل کې بل څه نه غواړو؛ خو هغه څوک غواړو، چې هغه له مونږ په قرآن ښه پوهېده “.
مطلب دا چې رسول الله صلى الله عليه وسلم له مونږ په قرآن ښه پوهېده، نو مونږ د هغه د حديثو له لارې په قرآن ځان پوهوو.
په بل روايت کې داسې راځي :
له عمر بن الخطاب رضي الله عنه نه روايت دى، هغه وايي: “داسې خلک به راپېدا شي، چې له تاسو سره به د قرآن په شبهاتو جګړې او بحثونه کوي؛ تاسو يې په حديثو راونيسئ، ځکه چې د حديثو علماء د الله تعالى په کتاب تر ټولو ښه پوهېږي”.
صحابه کرام رضي الله عنهم هم په دې ډېر ښه پوهېدل، چې د پېغمبر منل د الله تعالى منل او د قرآن منل دي .
په يو روايت کې داسې راځي :
عبد الله بن مسعود رضي الله عنه وويل : ” الله دې په ستنو خالونو وهونکيو اودخالونو غوښتونکيو ښځو، له مخ نه د وېښتانو ويستونکيو ښځو، په غاښونو کې د ښکلا لپاره په توږلو فاصلې پېدا کوونکيو ښځو، د الله تعالى په پېداوښت کې بدلون راوړونکيو ښځو لعنت ولېږي؛ دا خبره د بني اسد د قبيلې يوې ښځې ته ورسېده؛ هغې ورته وويل : اى د عبدالرحمن پلاره! ماته دا خبره رارسېدلې ده، چې تا په داسې داسې ښځو لعنت ويلى دى. هغه وويل : زه ولې په هغه چا لعنت ونه وايم، چې رسول الله صلى الله عليه وسلم پرې لعنت ويلى دى او د الله تعالى په کتاب کې دى؟! هغې ښځې وويل : ما د دواړو پوښونو ترمنځ ټول قرآن لوستى دى؛ خو دا خبره مې پکې نه ده موندلې. هغه ورته وويل: که تا لوستى وي، نو هرومرو به دې پکې لېدلې وي، چې الله تعالى فرمايلي دي : ” پېغمبر چې څه درکړي دي؛ هغه واخلئ او له څه يې چې منع کړي ياست؛ له هغو منع شئ “.
نو د عبد الله بن مسعود رضي الله عنه مقصد دا ؤ، چې مونږ په قرآن کې د پېغمبر صلى الله عليه وسلم په طاعت مامور شوي او مکلف شوي يو، نو په حديثو کې چې کومه خبره او حکم راغى، دا داسې شو لکه په قرآن کې چې راغلى وي”.
په بل روايت کې داسې راځي :
ابن شهاب رحمه الله وايي: ” احاديثو ته غاړه کېدئ او ټکر ورسره مه کوئ”.
په بل روايت کې داسې راځي :
عمر بن عبد العزيز رحمه الله وايي: ” رسول الله صلى الله عليه وسلم چې کوم سنت ټاکلي وي؛ هيچاته دا حق نشته، چې هغه په خپلې رايې رد کړي”.
امام شافعي رحمه الله وايي :
“په کومې مسألې کې، چې د الله تعالى حکم نه وي او رسول الله صلى الله عليه وسلم پکې لار ټاکلې وي، نو هغه يې د الله تعالى په حکم ټاکلې ده”.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close