د قربانۍ څاروی د حنفي فقهي په رڼا کې

 ژباړنه او ټولونه: م. حمدالله دانشمند
اړینه ده، چې د قربانۍ څاروی: اوښ د ۵، غویی/ غوامېښه د ۲کالو، مږ/ مېږه د ۱ کال، وزه/ ووزګوړی هم د ۱ کال باید وي. وری یا ورۍ که له یو کلن (پشرلي) موږه / مېږې سره په تنه کې برابرو، بیا که د شپږو ۶ میاشتو وي هم پرې قرباني رواده.
یادونه: په څارویو کې عمر ته اعتبار ده، د غاښونو را وتلو ته د پام وړ اعتبار نشته، البته، چې نن – سبا د دوکې او چل کچه لوړه شوې؛ نو غاښونه یې هم باید وکتلی شي.
د قربانۍ څاروی باید له هغو عيبونو نه سالم (خوندي) وي، چې د وازدې يا غوښې د کمښت لامل کېږې، يا په بشپړه توګه د څاروي منفعت او ښايست له مينځه وړي. ياد قانون ته په کتو په لاندې نوملړ کې، د ياد شوو څارويو اضحيه (قرباني) نه ده روا:
۱- هغه څاروی چې ړوند وي.
۲- چې د يوې سترګې ديد يې بايللی وي.
۳- چې ژبه يې کاملا پرې شوې وي.
۴-چې د ژبې له درېیمې نه، زياته برخه يې پرې شوې وي.
۵- چې پوزه يې غوڅه شوې وي.
۶- دواړه يا يو غوږ يې پرې شوی وي .
۷- چې دواړه يا يو غوږ يې (خلقة) پيدايښي نه وي.
۷- هغه چې د يوي غوږ ډيره برخه يې غوڅه شوې وي –
یادونه: د دواړه غوږونو لږ – لږ پرې کېدل نه سره جمع کېږي –
۸- هغه ګوډ چې د حلاليدو تر ځايه پر خپلو پښو نشي تللای.
۹- چې د مخ يا دشا پوښه يې يا غوڅه يا مور زاده نه وي او یایې زمکې ته نشې اچیولی.
۱۰- چې د تيانو سرونه يې يا پرې يا وچ شوې وي.
۱۱- چې «لم» يې پرې شوی وي يا خلقة (پیدایښي) نه وي.
۱۲- چې د “لم” زياته برخه يې پرې کړل شوې وي.
۱۳- چې لکۍ يې پرې شوې يايې پيدايښي نه وي.
۱۴- چې د لکۍ زياته برخه يې پرې شوي وي –
یادونه: دريمه برخه پرې يا له دريمې نه لږ، د قربانۍ په لاره کې شرعاً خنډ نه ده، له دريمې نه زياته پرې شوې برخه د قربانۍ په مخ کې خنډ او مانع ده. فتوی هم، په همدې کلیه ده .

“وَالصَّحِيحُ أَنَّ الثُّلُثَ وَمَا دُونَهُ قَلِيلٌ وَمَا زَادَ عَلَيْهِ كَثِيرٌ، وَعَلَيْهِ الْفَتْوَى، كَذَا فِي فَتَاوَى قَاضِي خَانْ”[الفتاوى الهندية: ٢٩٨/٥، الزيلعي: ٦/٦] –

یادونه: لکۍ به له مسترسلو (زوړنده) وېښتانو نه بالا اندازه کول کېږي.
۱۵- چې بيماري يې له ورایه څرګنده وي او کتونکی پرې پوهېږي.
۱۶- چې د هډونو ماغزه يې د ضعف او کمزورۍ له امله بایللي وي.
۱۷- چې د طبي چارو له امله يې شودې بندې کړل شوې وي.
۱۸- چې قاذورات (ګندګي) خوري، بل څه نه خوري تر هغه، چې غوښه يې په تړلو حلاله شوې نه وي –
یادونه: کوم څاروی، که له همدې چارې سره مخ وي، په لاندې توګه یې غوښه بيرته حلالېږي: اوښ ۴۰، غويی ۲۰ او پسه ۱۰ ورځې بايد و تړل شي، په دې توګه یې غوښه حلاله ګرزي –
۱۹- چې وحشي وي، يا له وحشي مورنه زېږېدلی وي، لکه: هوسۍ او…
۲۰- نرښځی وي.
۲۱- هغه اوښ، غويی او ګاو مېښ، چې له دوو تيانو يې شودې نه راځي.
۲۲- هغه مېږه/ وزه چې له يوي تي نه يې شودې نه راځي.
۲۳- هغه څاروی، چې پیدایښي یې سترګې نه وي.
۲۴- چې غاښونه یې یا په بشپړه توګه وتې / مات شوي وي یا پرې څرېدنه او خوراک نشي کولای –
ځينې نور څاروي هم شته چې د احنافو په کتابونو کې يې يادونه نه ده شوې، البته دنورو مذاهبو کتابونويې بيان کړي، چې پکې له کاڼه، او ګونګي او… نه هم ياد ګيرنه شوې.
یادونه: یاد عیبونه که د بډای د قربانۍ څاروي ته، تر پېرلو وړاندې رسیدلي وي، که وروسته ور سره لاس او ګرېوان شي، پرې نه ده روا. د ناداره څاروی، کوم یې چې د قربانۍ په نیت پېرلی وي، لوړ په لیکه عیبونه ورته کوم زیان نه رسوي. (تاتار خانیه عن المحیط) –
اوس به هغه عيبونه را وسپړو، کوم چې د نوموړي قانون په استناد څاروی له اضحيې (قربانۍ) نه، نه وباسي، هغه په لاندې نوملړ کې موندلی شئ:
۱- هغه څاروی، چې خلقة (پيدايښي) ښکر نه لري یا يې ښکر مات شوي وي؛ خو چې د دماغ هډ يې نه وي متضرر شوی.
۲- چې سترګې يې کږې وي؛ خو ديديې نه وي زيانمن شوی.
۳- چې يو، يا دواړه غوږونه يې کم وي.
۴- چې غوږونه يې څيرې وي، که څه هم څيرې والی يې تر دريمې برخې رسېږې؛ خو زیات به نه وي.
 ۵- چې غوږونه يې سري وي، خو چې د سري کېدو له امله يې د غوږونو یاده برخه نه وي زيانمنه شوې.
۶- چې غوږ يې د بېخ له لوري څيرې شوی وي، پري شوی نه وي.
۷- چې غاښونه يې زیانمن شوې وي، البته څرول او خوراک به کولی شي، که نه، بيا پرې نه ده روا.
۸- چې ليونی وي؛ خو شرط دادی، چې خوراک به کولای شي، که نه، پرې نه کېږي.
۹- چې ګرګجن وي؛ خو چې څربه وي.
۱۰- چې غوږونه يا بل اندام يې په اور داغل شوی وي.
۱۱- چې په غوږونو يې “سمه” ايښول شوې وي.
۱۲- چې خصي وي؛ ځکه دغړې کمښت يې د وازدې او غوښې په زيات توب جبرانيدلای شي.
۱۴- چې د تناسل اله يې پري كړل شوې وي .
۱۵- چې وړۍ/ اوزغنې يې پرې شوې وي.
۱۶- چې ټوخی يې کېږي، په دې شرط چې بله ښکاره بيماري به نه لري.
۱۷- چې ذبحي پر مهال ګوډ يا ړوند شوی وي، قرباني پرې کيدلای شي.
۱۸- چې غولانځه يې کمه وي خلقة (پيدايښي) خو پرېکړی شوې به نه وي.
 ۱۹- هغه پسه چې ژبه يې پيدايښي نه وي، باک نه لري؛ له دې امله، چې هغه خوراک په غاښونو کوي؛ خو بیا هم، که یې د ژبې د نه شتون له امله، په څړ او خوراک کې کمښت لېدل کېده، پرې نه ده روا. اما غويی، له دې امله چې خوراک په ژبه کوي، که ژبه و نه لري، پرې نه ده جائز.
۲۰- چې یې ښنګري نه وي؛ خو پرې تللای شي.
۲۴- چې یې ښکران پېچلي وي.
۲۵- چې حامله (بلاربه) وي؛ البته که یې حمل بیخي څرګند وي، له کراهیت نه خالي نه ده.
۲۶ – چې پلار یې وحشي وي.
۲۷ – چې شودې یې بې له کوم عیب نه، نه راوزي.
۲۸ – چې د “کلان سني” له امله یې اولاد نه کېږي.
۲۹ – چې “کی” د اور داغ پرې لګول شوی وي.
۳۰- چې وېښتان / وړۍ یې له کوم علت پرته تویېږې.
۳۱- چې خصي وي.
۳۲- چې په څلور پښو کې یې یوه داسې معیوبه وي، چې زور پرې کولی شي؛ خو پرې نګوښي.
والله تعالى اعلم.
المصادر: [البحر الرائق: ۸ / ۲۰۰ -۲۰۱، الموسوعة الفقهية:۴ / ۸۳ – ۸۷، بدائع: ۵/ ۷۵- ۷۶، الزیلعي: ۶/ ۵، الرد المحتار: ۵/ ۲۱۲- ۲۱۴، التاتارخانية: ۱۷ / ۴۲۵ – ۴۳۵، هندية: ۵ / ۲۹۷، المحيط البرهاني: ۶ / ۹۲ – ۹۴ ] .

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close