د قطر مذاکرات، د امريکايي پلاوې هڅې او سولې ته هيله مندي

راپورتاژ: الماس خدرخېل

امریکا له تيرو اوولس کلونو راهيسې خپل ټول زور وازمايه څو د افغانستان جګړه له پوځي لارې وګټي خو د ټرمپ ادارې د نوې پوځي تګلارې له ناکامۍ وروسته ټول امریکايي سياستوال او پوځي جنرالان په دې قانع شول چې د افغانستان جګړه کې له پوځي لارې بريا ناممکنه ده.

نو ځکه يې د افغانستان جګړې د ختمولو اراده کړې او له هېواده د خپلو پوځيانو د سالمې ايستنې او مذارکراتو د بريالي کېدو لپاره يې افغاني نژاده امريکايي زلمی خليلزاد ځانګړی استازی ټاکلی دی.

زلمي خليلزاد او د امريکا د بهرنيو چارو لوړپوړې چارواکې ايلزويلز تر دې مخکې هم په قطر کې له طالب استازو سره د افغان شخړې د هواري په اړه خبرې کړې وې خو په دوهم ځل خبرو کې چې تيره اوونۍ يوځل بيا په قطر هېواد کې د طالب استازو سره شوي چې خليلزاد او د افغانستان سياستوالو سولې ته د رسېدو لپاره هيله مندي ښودلې ده.

وړمه ورځ طالبانو ته نږدې باوري سرچينو راپورونه ورکړل چې د تېرې چهارشنبې، پنجشنبې او جمعې په ورځو د طالبانو د سیاسي دفتر غړیو او امریکايي پلاوي اوږدې ناستي کړي دي چې په دغه ناستو کې د طالبانو د واکمنۍ پرمهال لوی درستیز (ملا فاضل اخوند) او د کورنیو چارو وزیر (ملا خیرالله خیرخوا) هم ګډون کړی و.

د افغانستان جګړې ختمولو او سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی خلیلزاد له قطر څخه کابل ته له بيرته راګرځېدو وروسته يوې خبري غونډې ته وويل، دی هيله مند دی چې طالبانو سره مذاکرات به بريالي شي او ډير ژر به سولې ته ورسېږو.

خليلزاد وويل: (زه هيله‌ من یم، چې د ۲۰۱۹ کال اپريل مياشت کې له ولسمشريزو ټاکنو وړاندې د سولې تړون ته ورسيږو.)

که څه هم طالبانو او د امریکا د بهرنيو چارو وزارت په رسمي ډول د دغه مذاکراتو په اړه څه نه دي ويلي خو رويټرز اژانس طالبانو ته د نږدې سرچينو په حواله لیکلي، طالبان په دې باور دي، چې امريکا او ناټو ته يې ماتې ورکړې او له همدې امله يې له زلمي خلیلزاد غوښتي، چې امریکا باید له افغانستانه خپل پوځيان وباسي او د طالبانو بنديان له زندانه خوشې کړي.

د سرچينې په وينا، ښايي په نږدې وخت کې د طالبانو او امريکايي پلاوي تر منځ يوه بله ناسته هم وشي چې په دغه ناسته کې به افغانستان کې د سولې لپاره يوې هوکړې ته ورسېږي.

خليلزاد د هغې پوښتنې په ځواب کې چې طالبان د ولسمشريزو انتخاباتو پر ځنډېدو ټينګار کوي د ده ځواب به ورته څه وي؟ يوځل بيا هيله مندي وښوده او زياته يې کړه چې طالبان او افغان حکومت د انتخاباتو له نيټې مخکې د سولې تړون ولري دا به ډيره ښه وي ځکه چې د ټولو افغانانو هيلې سولې پورې تړلې دي.

اسوشيټيډ پرس اژانس ليکي، د امريکايي پلاوي او طالب استازو تر منځ په دې ليدو کاتو کې د ولسمشريزو انتخاباتو پرځنډ، د موقتي حکومت په رامنځته کېدو، د طالب بنديانو په ازاديدو، اوربند او د سولې خبرو پر څرنګوالي هم بحثونه شوي دي.

پخوانی ولسمشر حامدکرزی، شنونکي او هېوادوال وايي، چې د طالبانو او امريکايي پلاوي وروستۍ ناستې هيله بښوونکې دي زياتوي تر هغې چې د افغانستان شخړه د سياسي لارو چارو او د بهرنيو ځواکونو په وتلو حل نه شي نظامي غوراوی به افغان جګړه لاپسې اوږده کړي.

طالب استازو سره د خليلزاد د وروستيو ناستو تر جزياتو وړاندې کولو وروسته په کابل کې د امریکا سفير جان باس ويلي، زلمی خليلزاد به د افغان جګړې په ختمولو کې ځکه بريالی کېږې په وينا يې (نوموړی له لسيزو راهيسې د روانو حالاتو په اړه ښه درک او پوههه لري.)

ناتاييد شوي راپورونه: د طالبانو او خليلزاد تر منځ په خبرو کې په کومو ټکو توافق شوی!

هغه څه چې په سوشل ميډيا خپريږي خو تر اوسه د رسمي ادرسونو له خوا نه دي تاييد شوي دا دي چې زلمي خليلزاد طالبانو ته د اتو تنو افغان سياستوالو (عبدالستار سيرت، عبدالسلام اعظيمي، عبدالسلام ضعيف، حامدکرزي، وکيل احمد متوکل، فاروق اعظم، نعمت الله شهراني، حبيبه سرابي) نومونه ورکړي څو د دواړو خواوو له توافق وروسته پر يوه تن د موقت حکومت د مشر پريکړه وشي.

دغه راز ويل کېږي، چې په نږدې ورځو کې د انس حقاني په شمول د طالبانو د منځنۍ کچې يو شمير زندانيان به په لومړي قدم کې له بنده خوشې شي.
کله چې دغه بندیان امن ځایونو ته ورسیږي له هغه وروسته به دوهم ګام طالبان پورته کوي او د یوې اوونۍ لپاره به اوربند اعلانوي ، د یوې اوونۍ په جریان کې به امریکایان د ځواکونو د وتلو مهال ویش اعلانوي او ددې تر څنګ به د یو قوي تضمین له مخې چې ملګري ملتونه او د قطر هیواد به يې کوي، طالب مشران په هېواد کې معلوم ځای انتخابوي.
دریم ګام به بیا طالبان پورته کوي او د یوې اونۍ اوربند به دریو میاشتو ته غځوي او د دریو میاشتو د اوربند په موده کې به موقتې ادارې ته د واک پر لیږد، د موقتې ادارې د مشر په ټاکلو خبرې کيږي .
کله چې واک موقتې ادارې ته وسپارل شو، د موقتې ادارې دنده به دا وي چې په اساسي قانون کې د تعدیل لپاره لویه جرګه را وغواړي او د ټاکنو لپاره زمینه برابره کړي.

دا هغه څه دي چې په سوشل ميډيا خپاره شوي خو تر اوسه يوې خوا هم دغه جريان نه دی تاييد کړی.

طالبان له نظامي لارو نه ماتيږي:

په داسې حال کې چې امريکا له طالبانو سره د مذاکراتو له لارې د افغانستان د جګړې په حل او د خپلو ځواکونو د سالمې ايستنې لپاره په مذاکراتو بوخت دي د متحده ايالاتو لويو پوځي چارواکو هم په دې اعتراف وکړ چې دوی د افغانستان جګړه کې نه شي بريالي کېدلی.

تيره ورځ د امریکا د پوځ د مرکزي قومندانۍ لوی درستيز جنرال جوزف ډانفورډ وويل، چې طالبان له نظامي لارو د ماتې وړ نه دي او له تيرې اوولس کلنې جګړې راهيسې دا په ډاګه شوه چې دوی په پوځي لارو نه ماتيږي.

ډانفورډ ویلي ټول په دې باوري دي چې د افغانستان جګړه له نظامي لارو نه بلکې له سیاسي لارو د حل وړ ده.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close