د قلعه جنګي وحشت

لیکوال حافظ حکمت

يو خوږ ملګری مې د قلعه جنګي له وحشته ژوندی پاتي سوی و, هر وخت يوه يوه خاطره راسره شريکوي.

کيسه کوي چې کله يې زموږ لاسونه راوتړل, اتيا يا نوي۸۰/۹۰ نفره يې کانټېنر ته ور پورته کړلو او دروازې يې راپسي وتړلې, نو يو څو د قيقې وروسته د تندې د لاسه داسې حالت راباندې راغی، چې د ډېرې سختیې تندې څخه به يو ملګري بل ته ويل،((ته خو په لپه کې تشې بولي راته وکړه چي و يې چښم)).

يو ساعت وروسته خو د ساتنګۍ له لاسه زه بې هوښه سوی وم او په ځان نه وم پوهېدلی، وروسته چي بيا دوستميانو پر کانټېنر باندي ضربې وکړې او د هغه سوریو نه لږ لږ هوا را ايله سوه، زه په هوښ کي راغلم، نو داسې يو وحشت خپور و چې زه څه چي هيڅ يو انسان يې هم تصور نه سي کولای.

څه ملګري خو د همهغه مرميو څخه شهيدان سوي وو او نورو بيا د ساتنګي څخه يو په بل خولې لګولې وې او شهيدان سوي وو.

زما هم په اوږه کي د يوه د غاښو ټپ موجود و، په لسګونه تنکي تنکي طالبان يو پر بل سربېره د تندې او ساتنګۍ له لاسه شهيدان پراته وو، يوازې د ګوتو په شمار شپږ يا اووه نفره له کانټېنره ژوندي راووتو.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close