د قهرمان او جنرال د فاتحې نه اخیستونکی والي له دندې ګوښه شو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لړم ۳)

په داسې حال کې چې حکومت په  هیواد کې سیمیزې ولایتي ادارې مکلفې کړې څو د امریکایي ځواکونو د لوی متحد “جنرال رازق“ او پخواني قوماندان جبار قهرمان د فاتحې اخیستلو مراسم تر سره کړي، چې په همهاله ډول یې د خوست والي مخالفت کړی او له دندې هم ګوښه شوی دی.

ځینو باوري سرچینو شمشاد ټلویزیون ته ویلي چې د خوست والي حکم خان حبیبي د قهرمان او رازق د ملاتړو د غبرګونونو له کبله له دندې لیرې شوی دی.

د چارو شنونکي وایي، په حکومت کې ځینې کړۍدا کار د دې په خاطر کوي چې د پخوانيو کمونستانو او اوسنیو چارواکو ترمنځ همغږي رامنځته کړي.

که څه هم تر اوسه په رسمي ډول دا خبر نه دی تایید شوی، خو په حکومت کې دننه ځینې کړۍ په ټول توان هڅه کوي ،څو هغه افراد او اشخاص له ساحې لرې کړي چې د دوی فکري مخالف وي.

د سیمیزو ارګانونو خپلواکه اداره د خوست د والي له خوا د د رازق او قهرمان د فاتحې نه اخیستلو غوسه کړې او د لازمو اجراتو خبر یې ورکړی دی.

د پیښو څارونکي وایي، حکومت په دې توګه هڅه کوي له یوې خوا د ولسي مرګ ژوبلې په هکله د ولسي اعتراضونو توجه په بل خوا واړوي او له بل پلوه د رازق او قهرمان د وژلو په هکله د حکومت پلوه کسانو پیکه شوي مرالونه لوړ کړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close