د قومندان عزیزالله كاروان د ظلم او وحشت له بېلګو

استاد سعود

د عزیز کاروان ملګرو د ارګون بازار مربوطه سیمو پیرکوتي، دره ، شاتوري، سرحوضه، سروبي، ګومل، برمل او د پکتیکا په نورو مختلفو ولسوالیو  کې سلګونه بیګناه ځوانان، سپینګیري، ښځې، ماشومان او علماء په مرموز ډول ووژل، قیدیان یې کړل، ډير اولادونه یې د خپلو میندو خویندو تر  مخ ورته شهیدان کړل. د تور سرو میندو په آه باندې هم ورته هیڅ رحم نه راتلو، نشم کولی چې د پکتیکا ولایت خصوصا برمل، پیر کوتي، دره ځدراڼ، ګیان او سروبي کې د هغه د وحشتونو داستانونه ټول یاد کړم؛ ځکه هغه مستقل یو لوی کتاب لیکلو ته اړتیا لري، دلته  د یو عیني شاهد د سترګو لیدلي حال، يوه کېسه باندې بسنه کوم.

د قلم په څوکه را لنډه شوې دغه دردوونکې پیښه د عزيز الله کاروان د لویو لویو ظلمونو او وحشتونو له هغو صحنو څخه ده چې هیڅکله به یې تاریخ تورې پاڼې هیرې نکړي او دا چې د دې بوږنوونکې پيښې له امله د پیرکوتي عوام مسلمانان څومره دردیدلي او کړیدلي دي، یوازې الله پاک ته معلومه ده.

په 30/7/2011  نېټه د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ د پیر کوتي سیمې اړوند د مرګي کوټ په کلي کې د عزت مير په نوم یو ځوان مریض ؤ، د هغه د پوښتنې لپاره د هغه خپلوان او دوستان راغلي وو، د شپې لس بجې شوې، نور میلمانه په بله خونه کې ویده شول، زه (د پيښې شاهد) او د مریض ورور او یو د ترور زوی یې، چې همدې ورځو کې له سعودي عربستان نه د اوو کلونو مسلسلې مسافرۍ څخه وروسته راغلی وه، مریض سره ويښ پاتې شوو؛ ځکه د مریض حالت ښه نه وه.

د شپې دوولس بجې کیدونکې وې چې په هوا کې د بنګنو (ډرون طیارو) زنګهار شروع شو، چې ورو ورور زیاتیدلو او طیارې راټیټیدلې، تقریبا د شپې دوه بجې وې چې د کور یوه بوډۍ مورکۍ په ډیر ویرونکي حالت کې راغله او غږ یې کړ چې هلئ امریکانیان راغلل!!!

موږ نور میلمانه راویښ کړل، چې د کوربنو سره تقریبا ټول پنځلس کسان کیدلو، دوه کسان مو د کور انکړ ته ولیږل چې خبره ورسره وکړي او په دې یې پوی کړي چې د مریض خپلوان دي او پوښتنې ته راغلي دي، مریض مو په ډیر سخت حالت کې دی، خو بدبختانه چې امریکایانو او ورسره د کاروان ملګرو زموږ خبرو ته غوږ نه نيولو، بلکې د خپل همیشني عادت له مخې په هر ځل شپنيو عملیاتو کې باید خامخا څه کسان شهیدان کړي او څه له ځان سره بندیان بوزي.

امریکایان او ورسره د کاروان بدمعاشان د کور انګړ ته رادننه شول، لومړی يې د همدغو دوو کسانو لاسونه او سترګې وتړلې، بیا د مریض خونې ته په ډیر وحشت سره دننه شول او له یوه سره یې د موجودو کسانو په وهلو او ټکولو پیل وکړ، یو یو به یې له کوټې ویستلو، لاسونه او سترګې به یې ورتړلې، بیا یې له دوی څخه څلور تنه د تاندو او ښایسته ځوانیو لرونکي هریو مولوي سعید الله، محمد حسین، ګل محمد او بادشاه مير يې، چې لومړي دوه ميلمانه او وروستي دوه کوربانه و، جلا کړل او هغې بلې خونې ته يې، چې څو المارۍ کتابونه پکې ایښي وو، په  وهلو وهلو وردننه کړل او ټول یې په ګولیو غلبيل کړل.

تنها په دې وحشت یې هم بسنه ونکړه، په آخر کې یې اوربلوونکي ګرنیټونه ورواچول او له شهیدانو سره ټولې خونې او کتابونو اور واخيست، چې کتابونه پکې ایره ایره او شهیدان داسې لولپه شول چې د اور مړه کولو نه وروسته حتی خپلو نږدې خپلوانو سره بیلولی او پیژندلی نشول. هغه ښایسته ځواني د اور په سکروټو بدلې شوې وې.

دوه تنه یې له ځان سره بندیان بوتلل او د بیرته تللو په مهال یې، د دې لپاره چې په خلکو کې لا ډیر وحشت، ویره او ترهه خپره کړي، څلور تنه سپينږيري کلیوال (ميرزا محمد، ګلاف خان، ګلمرخان او ګلا شاه) په داسې حال کې شهیدان کړل، چې یو خپل کروندې اوبه کولې، دوو تنو د خپلو باغونو ساتنه کوله او يو تن مسجد ته د تهجدو لپاره روان وه.

له دې وروسته چې امریکایان لاړل، سهار آذان سره متصل په لوډسپیکرو کې اعلانونه وشول چې د حاجي باغ میر کور اور اخستی دی، خلکو چې اور مړ کړ، د څلورو شهیدانو په اور لولپه شوي مبارک جسدونه او د قرآن کریم په شمول سوځیدلي کتابونه یې راوویستل. د قوم خلکو دغه اته جنازې واخستلې او د ارګون ولسوالۍ د ودانۍ مخ ته یې کیښودې، دولت یې ته وویل چې په دوی کې کوم یو طالب یا القاعده دی؟ د ولسوالۍ چارواکو د دوی هیڅ جواب نه درلودلو او د کاروان او شاهین ملګرو یې بیا هم په وژلو او سوځولو او خپلو ټولو ترسره کړو وحشتونو افتخار کولو!!!

خو متل دی چې:  څه په بل  کوې هغه به درسره وشي ــــــ د نبي د خولې حدیث دی بل به نشي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close