د لسو ولایتونو د انتخاباتو د لومونیو پایلو اعلان بیا وځنډول شو

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۲)

د ټاکنو کمیسیون وایي چې د هغو لسو ولایتونو د ابتدایي پایلو اعلان چې ټاکل شوې وه، نن ابلاغ شي، یوځل بیا وځنډول شو.

په پام کې وه چې نن د پنجشیر، پروان، بامیان، دایکندی، فراه، کنر، لغمان، جوزجان، ارزګان او تخار ولایتونو د رایو لومړنۍ پایلې اعلان شي خو د نامعلومو دلایلو له مخې ځنډول شوې.
کمیسیون نه دی ویلی چې د پایلواعلان یې ولې ځنډولی، خو یو شمیر سرچینو ویلي چې د ارګ او ځینې سفارتونو له خوا د مشخصو کاندیدانو غوراوی او د ځینو نوماندانو له خوا په کمیسیون کې د ننه د پراخو بډو د ورکړې موضوع او دغه راز د کمیشنرانو ضعیف مدیریت دا پروسه ټکنۍ کړې ده

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close