ليکوال: م، نجم الرحمن فضلي
پوښتنه : يو شمير خلک له لمانځه وروسته يوازې سجده کوي، آيا دا روا دي او که نه؟.
ځواب : له لمانځه وروسته د مناجات سجده کول مکروه دي، ([1]).
په يوه سلام سره د سنت مؤکده ؤ او نفلو کول
پوښتنه : که چيرته يو کس له ماسپښين يا ماښام وروسته دوه رکعته سنت مؤکده له دوه رکعته نفلو سره يو ځاى کړي او په يو تکبير تحريمه او يوه سلام سره يې وکړي آيا دا روا دي او که نه؟.
ځواب : صحي دي، که نيت يې د سنتو کړى وي او که د نفلو نيت يې کړى وي، يا يې د مطلق لمانځه کړى وي، سنت هم اداء کيژي او نفل هم اداء کيژي، د دې تحقيق له تفصيل سره په غنية المستملي شرح منية المصلي کې شته دى، همدا رنګه په ردالمحتار او نورو کې هم شته دى، مګر له اختلاف نه د بچ کيدا لپاره جلا جلا کول يې بهتر دي ([2]).
د نفلو کول په ولاړه بهتر دي
پوښتنه : د نفلو کول په ولاړه بهتر دي او که په ناسته؟.
ځواب : د ټولو نفلو حکم دا دى چې له عذر پرته په ناسته يې کول روا دي، مګر نيم ثواب به ورکول کيژي، له دې څخه هيڅ نفل مستثنى نه دي ([3]).
په شپه اور ورځ دواړو کې نفل ثابت دي بدعت نه دي
پوښتنه : په اسلام کې نفلونه د ورځې هم شته دي او که يوازې په شپه کې کيژي؟ او کوم خلک چې په ورځ کې د نفل بدعت ګڼي او کونکي ته يې رياء کار وايي آيا د دوى دا خبره صحي دى او که نه؟.
ځواب : د فقهاؤ د کتابونو په (ابواب الوتر والنوافل) کې او د احاديثو کتابونو په (باب السنن) او نورو کې د ورځې د نفلو تفصيل موجود دى، ديته بدعت ويونکي جاهلان دي او رياء خو په فرضو کې هم حرامه دى ([4]).
د قضائي لمنځونو بيان
اداء او قضاء څه ته وايي
پوښتنه : اداء او قضاء څه ته وايي؟
ځواب : اداء ديته وايي چې هر عبادت په خپل مقرر وخت کې وکړل شي او قضاء ديته وايي چې فرض يا واجب له خپل مقرر وخت څخه وروسته وکړل شي!
مثلا د ماسپښين لمونځ چې د ماسپښين په وخت کې وکړل شي نو ورته اداء ويل کيږي او چې د ماسپښين وخت تير شي او وروسته وکړل شي نو ورته قضاء ويل کيږي ([5]).
د صحت په حالت کې د قضاء شويو لمنځونو د ناروغۍ په حالت کې قضائي را ګرځول
پوښتنه : که له يوه کس نه د صحت په حالت کې لمنځونه قضاء شوي وو او دا وخت د ناروغۍ په حالت کې د هغو قضائي را ګرځوي، مګر دا وخت د اودس په کولو قدرت نلري، بلکې د تيمم له وهلو وروسته لمونځ کوي، نو دغه کس په تيمم سره د صحت په حالت کې قضاء شوي لمنځونه اداء کولاى شي او که نه؟ کله چې په هغه وخت کې د اودس په کولو قادر وو؟.
ځواب : واضحه دې وي چې د مسئوله په صورت کې که چيرته په رښتيا دغه کس معذور وي او د اودس په کولو قدرت نلري نو په داسې صورت کې دى په تيمم سره د هماغو قضائي لمنځونو قضائي را ګرځولاى شي کوم چې د صحت په حالت کې ترينه قضاء شوي وو ([6]).
د سهار او مازديګر له لمنځونو وروسته قضائي لمونځ کيدلاى شي او که نه
پوښتنه : د سهار له لمانځه وروسته او د مازديګر له لمانځه وروسته قضائي لمونځ کيدلاى شي او که نه؟.
ځواب : کيدلاى شي ([7]).
د کومو لمنځونو قضائي راګرځول واجب دي
پوښتنه : د کومو لمنځونو قضائي راوړل واجب دي؟
ځواب : د ټولو فرضو لمنځونو قضاء فرض، د واجب لمنځونو قضاء واجب او د ځينې سنت لمنځونو قضاء سنت دی ([8]).
د مرګيو ناروغ ته د قضاء شويو لمنځونو حکم
پوښتنه : که يو داسې کس وفات شي کوم چې له کوچنيوالي څخه د مرګيو ناروغي ولري او له وفات کيدو اته کاله دمخه نه خبرې کولاى شي او نه کوم شى پيژندلاى شي، په همدغو اتو کلونو کې يې نه روژه نيولې وي او نه يې کوم لمونځ کړى وي او بيا په داسې حالت کې وفات شي چې د وصيت قابل هم نه وي، پوښتنه دا ده چې د هغه د دغو قضاء شويو لمنځونو او روژو حکم څه دى؟.
ځواب : هر کله چې داسې کس نه کوم شى پيژندلاى شي او نه خبرې کولاى شي نو داسې کس غير مکلف دى، د هغه لپاره د همدغو اتو کلونو په موده کې ټول لمنځونه او روژې هم د هغه له ذمه څخه ساقط شوي دي ([9]).
د لمنځونو په فديه کې قيمت ورکول بهتر دي
پوښتنه : که چيرته د کوم مړي له لوري څخه د هغه د لمنځونو فديه ورکول کيژي نو په فديه کې د غنمو ورکول بهتر دي او که د قيمت؟.
ځواب : قيمت ورکول بهتر دي، تر څو حسب ضرورت استعمال کړى شي ([10]).
د قضائي لمنځونو په جماعت سره کول څرنګه دي
پوښتنه : د قضائي لمنځونو په جماعت سره کول څرنګه دي؟.
ځواب : مسنون دي ([11]).
په مرض الموت کې د لمنځونو د فديه ورکولو حکم
پوښتنه : که چيرته يو کس په مرض الموت کې مبتلاء وو او له مرګ څو ورځې دمخه يې هوش او حواس پر ځاى نه وو، نو څومره لمنځونه چې له هغه څخه د بې هوشي په حالت کې قضاء شوي وي آيا د هماغو لمنځونو فديه ورکول لازمي دي او که نه؟.
ځواب : که چيرته له څلرويشت ساعتونو زيات د شپږو لمنځونو تر وخته پورې بې هوشه وي نو د همدغو لمنځونو د فديه ورکول لازم نه دي ([12]).
د فرضو او واجبو قضاء کول څرنګه دي
پوښتنه : فرض يا واجب په خپل وخت نه کول او قضاء کول يې څنګه دي؟
ځواب : قصدا پرته له کوم عذره د فرض، واجب يا سنت مؤکده ؤ په خپل وخت کې نه کول ګناه ده، د فرضو او واجبو په خپل وخت کې د نه اداء کولو ګناه لويه ده او بيا د سنتو ده!
هو ! که قصدا نه بلکه د کوم عذر له کبله ترينه قضاء شو، مثلا ويده شوی ؤ يا بل کوم شرعي عذر وو بيا ګناه نشته ([13]).
د وترو په قضائي کې به د خلکو په وړاندې د تکبير لپاره لاسونه نه پورته کيژي
پوښتنه : له يو شمير علماء کرامو څخه آوريدل کيژي چې د قضائي لمنځونو کول په پټه پکار دي، ځکه چې د لمانځه قضاء کول يو جرم او ګناه دى، لهذا دغه بايد په پټه توګه اداء کړى شي، اوس که يو کس په جومات کې قضائي لمونځ کوي او په وترو کې د تکبير لپاره لاسونه پورته کوي نو خلکو ته معلوميژي چې دى قضائي را ګرځوي، اوس دغه کس څه وکړي؟ د تکبير لپاره لاسونه پورته کړي او که د لاسونو له پورته کولو پرته تکبير ووايي؟.
ځواب : له شک پرته د قضائي لمنځونو په پټه کول پکار دي، تر څو چې خپله کوتاهي خلکو ته ور ښکاره نکړي شي، نو له همدې امله د وترو په قضائي کې له دعا قنوت څخه دمخه د تکبير ويلو په وخت کې د لاسونو پورته کول نه دي پکار، يوازې د تکبير په ويلو باندې اکتفاء کول کافي دي، البته کوم کس چې د لمانځه اهتمام نکوي او له خلکو څخه د ده دغه بې پرواهي پټه نه وي نو داسې کس به د تکبير لپاره لاس پورته کوي ([14]).
د قضائي لمنځونو په اداء کولو کې ځنډ کول
پوښتنه : په عوامو کې مشهوره ده چې کوم لمونځ قضاء کړى شي نو د همدغه لمانځه قضاء دې د نورو لمنځونو په وخت کې نه راوړل کيژي، بلکې د صبا ورځې د همدغه لمانځه په وخت کې دې قضاء راوړل شي، د بيلګې په توګه : د نن ماسخوتن لمونځ قضاء شو نو دا دې د صبا ورځې له ماسخوتن لمانځه سره را وګرځول شي، آيا دا صحي دى او که نه؟.
ځواب : دا غلطه دى، له مکروه وخت پرته په هر وخت کې قضاء شوى لمونځ کيدلاى شي، لهذا قضاء شوى لمونځ دې په اولين فرصت کې اداء کړى شي، هغه که د هر لمانځه وخت وي، له عذر پرته د راتلونکې ورځې لپاره د لمانځه ځنډول ناروا دي ([15]).
په کوم وخت کې د فرض يا واجب لمانځه قضائي راګرځول پکار دي
پوښتنه : فرض يا واجب لمونځ چې قضاء شي نو په څه وخت کې يې قضائي راوړل پکار دي؟
ځواب : کوم وخت چې ورته ياد شي سمدستي يې کول پکار دي، ځنډول يې ګناه ده، ها ! که چيرته په کوم مکروه وخت کې ورته ياد شو بيا دې وروسته وکړي ([16]).
له وصيت پرته فديه په ورثه ؤ کې په چا لازمه نه دى
پوښتنه : کومه ښځه چې مړه شي او د هغې ميړه، زامن مور پلار موجود وي، نو د دوى په مال کې د کوم يوه له مال څخه فديه ورکول بهتر دي؟ سره له دې چې ميړه ته يې د قضاء شويو لمنځونو او روژو حال ښه معلوم دى؟.
ځواب : څوک يې چې ورکړي هغه ښه دى، د متوفيه له وصيت پرته واجب د هيچا په ذمه نشته ([17]).
د قضائي لمانځه د کولو طريقه
پوښتنه : د قضائي لمنځونو د کولو طريقه څه ده؟ او څو رکعته کول پکار دي؟.
ځواب : د قضائي لمنځونو د کولو طريقه هماغه دى کومه چې د اداء لمنځونو دى، يوازې په نيت کې به د قضاء لمانځه ذکر کيژي، که چيرته قضاء شوي لمنځونه ډير زيات وي او د هغو شمير معلوم نه وي نو د دې بهترينه طريقه دا دى چې يو شمير دې د اندازې له مخې مقرر کړى شي، د بيلګې په توګه : د دوو کلونو لمنځونه يا د ماسپښين (١٠٠) لمنځونه زما په ذمه دي، بيا دې له هر وختي لمانځه سره قضاء شوى لمونځ هم وکړي او د هر لمانځه کولو په وخت کې دې داسې نيت وکړي چې د هماغه وخت مثلاً : د ماسپښين چې څومره لمنځونه مثلاً (١٠٠) زما په ذمه دي په هغو کې د اولني (لومړني) لمانځه قضائي را ګرځوم، په همدې طريقه دې دوباره چې کله قضائي را ګرځوي نو بيا دې همدغسې نيت وکړي چې د هماغه وخت چې څومره لمنځونه زما په ذمه دي له هغوى څخه د اولني لمانځه قضائي را ګرځوم.
او څومره رکعتونه چې د اصل اداء لمانځه دي همدومره به په قضائي را ګرځولو کې کيژي، مثلا ً : د ماسپښين څلور رکعته دي نو په قضائي را ګرځولو کې به هم څلور رکعته کيژي، د ماښام درى دي نو د هغو قضائي هم د دريو را ګرځول کيژي، له فرض لمانځه پرته د وترو کوم چې واجب دي د هغو قضائي را ګرځول هم ضروري دي، د سنتو قضائي نشته، توبه او استغفار دې وکړى شي، يوازې د سهار سنت د همدغې ورځې د اشراق وخت له شروع کيدا نيولې تر زوال پورې يې قضائي را ګرځول کيدلاى شي او له دې وروسته نشي کيدلاى ([18]).
د دنده له امله د ورځې ټول لمنځونه په يوه وار اداء کول
پوښتنه : يو شمير خلک ټوله ورځ په کوم کار کې د مصروف کيدو له امله د شپې چې کور ته راشي نو د ورځې ټول لمنځونه يعنې د ماسپښين، مازديګر، ماښام او ماسخوتن ټول په يوه وار اداء کوي، پوښتنه دا ده چې د دغو خلکو داسې لمونځ روا دى او که ناروا؟ او که چيرته ناروا وي نو د دغو لپاره د لمانځه کولو طريقه څه ده؟.
ځواب : د لمنځونو په خپل وخت سره اداء کول پکار دي، د لمنځونو قضاء کول لوى وبال دى ([19]).
که چيرته بې هوشي يوه شپه او يوه ورځ وه نو د لمنځونو قضائي واجب نه دى
پوښتنه : که چيرته يو کس يو ناڅاپه له کومې وجهې له يوې ورځې او يوې شپې څخه زيات بې هوشه شو نو د لمانځه قضائي پرې واجب دى او که نه؟ او که په همدغه د بې هوشي په حالت کې کوم له شريعت چپ کار ترينه صار شو نو په داسې حالت کې ګنهګار دى او که نه؟.
ځواب : که چيرته له يوې ورځې او يوې شپې څخه زيات بې هوشه شو نو د لمنځونو قضائي پرې واجب نه دى، او که د بې هوشي په حالت کې يې کوم خلاف شرع کار وکړ ګنهګار هم نه دى ([20]).
د قضاء شوي لمانځه نيت څه ډول کيژي
پوښتنه : د قضاء لمانځه نيت څنګه دی؟
ځواب : د قضاء لمانځه نيت داسې پکار دی چې ووايي ! زه د فلانی ورځې د صبا يا ماسپښين لمانځه قضائي راوړم، يواځې داسې نيت کول چې د صبا يا ماسپښين لمانځه قضائي راوړم کافي نه ده ([21]).
د قضائي لمنځونو لپاره وخت متعين (معلوم) نه دى
پوښتنه : که د يوه کس په ذمه باندې ډير لمنځونه وي، نو د سهار لمنځونو قضائي له سهار سره او د ماسپښين لمنځونو له ماسپښين سره ضروري دى؟ او که په بل کوم وخت کې هم کيدلاى شي؟.
ځواب : له ممنوعه وختونو پرته قضائي لمنځونه په هر وخت کې کيدلاى شي ([22]).
قضاء عمري صحي دى او که نه؟ او د هغې طريقه څه دى
پوښتنه : قضاء عمري لمونځ څه وخت او په څه ډول بايد وکړى شي؟.
ځواب : د قضائي عمري په نام سره چې کوم لمونځ مشهور دى چې د رمضان المبارک په اخير کې يو لمونځ په جماعت يا جلا جلا د قضائي عمري په نام کيژي او داسې ګڼل کيژي چې دا د ټول عمر د قضاء شويو لمنځونو لپاره قايم مقام دى دا بدعت دى او بې اصل دى، په شريعت کې د دې هيڅ اصل نشته دى ([23]).
د ډيرو قضاء شويو لمنځونو په ځاى د صلوة التسبيح کول
پوښتنه : که چيرته په يوه کس په ذمه باندې ډير قضاء شوي لمنځونه وي نو آيا د صلوة التسبيح په کولو سره هغه ټول اداء کيدلاى شي؟.
ځواب : صلوة التسبيح نفلي لمونځ دى، او نفلي لمونځ د فرضو قايم مقام کيدلاى نشي ([24]).
که له يو چا څخه ډير لمنځونه قضاء شوي وي او ورځ ور په ياد نه وي !!
پوښتنه : که له يو چا څخه ډير لمنځونه قضاء شوي وي او هغه ته ورځ ور په ياد نه وي، مثلا هغه مياشت دوه مياشتې بيخي لمونځ نه وي کړی او دا ورته معلومه وي چې زما پر ذمه باندې د سهار ديرش لمنځونه، همدا شان د ماسپښين ديرش لمنځونه او نور لمنځونه شته دي، ليکن هغه ته مياشت په ياد نه وي چې د کومې مياشتې لمنځونه ترينه قضاء شوي نو داسې کس به نيت څنګه کوي؟
ځواب : په داسې صورت کې کله چې د کوم لمانځه مثلا د سهار قضائي راوړل کيږي نو داسې نيت به کوي زما په ذمه چې کوم د سهار لمنځونه پاتې دي په هغوی کې د اولني سهار يا آخيرني سهار قضائي راوړم، په همدې طريقه دې پاتې نور لمنځونه هم راوګرځوي ([25]).
([1]) فتاوى فريديه، ٢ : ٥٥١، بحواله : غنية المستملي المعروف بالکبيري، ص : ٥٦٩، فصل في مسائل شتي.
([2]) احسن الفتاوى، ٣ : ٤٥٢، بحواله : ردالمحتار، ج : ١، ص : ٦٣٢.
([3]) کفايت المفتي، ٣ : ٣١٩، بحواله : التنوير مع شرحه، باب الوتر والنوافل، ج : ٢، ص : ٣٦.
([4]) فتاوى فريديه، ٢ : ٥٥٨، بحواله : امداد الفتاح شرح نور الايضاح، ص : ٤٣٨، فصل في صلاة الضحى واحياء الليالي.
([5]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٤٩.
([6]) فتاوى عباد الرحمن، ٢ : ١٩٧، الشامي، ج : ٢، ص : ٧٦، البحر الرائق، ج : ٢، ص : ٧٩، خلاصة الفتاوى، ج : ١، ص : ١٩١.
([7]) فتاوى دارالعلوم ديوبند، ٤ : ٢٤٨، بحواله : الدرالمختار علي هامش ردالمحتار، کتاب الصلوة، ج : ١، ص : ٣٤٨.
([8]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٤٩.
([9]) فتاوى عباد الرحمن، ٢ : ١٩٨، بحواله : ردالمحتار، ج : ٢، ص : ١٠٠، نورالانوار، ص : ٢٩٢، البحر الرائق، ج : ٢، ص : ١١٧.
([10]) خير الفتاوى، ٢ : ٦٠٥، بحواله : طحطاوي، ص : ٢٣٨.
([11]) فتاوى دارالعلوم ديوبند، ٤ : ٢٤٨، بحواله : مسلم شريف، مشکوة، ص : ٦٧.
([12]) فتاوى محموديه، ٧ : ٣٩٣، بحواله : اعلاء السنن، کتاب الصلوة، باب المغمي عليه، ج : ٧، ص : ١٩١، الدرالمختار، باب صلاة المريض، ج : ٢، ص : ١٠٢، ردالمحتار، باب قضاء الفوائت، ج : ٢، ص : ٧٢.
([13]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٤٩.
([14]) فتاوى عباد الرحمن، ٢ : ١٩٩، بحواله : الشامية، ج : ٢، ص : ٤٤٢، مراقي الفلاح، ص : ٢٠٦.
([15]) خير الفتاوى، ٢ : ٦٠٧، بحواله : شاميه، ج : ١، ص : ٥٣٧.
([16]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٤٩.
([17]) فتاوى دارالعلوم ديوبند، ٤ : ٢٦٥، بحواله : ردالمحتار، باب قضاء الفوائت، ج : ١، ص : ٦٨٦.
([18]) فتاوى عباد الرحمن، ٢ : ٢٠١، بحواله : شرح التنوير، ج : ٢، ص : ٦٦، الشامية، شرح التنوير، ج : ٢، ص : ٧٦ – ٧٧.
([19]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٣ : ٦١٦، بحواله : مراقي الفلاح مع حاشية الطحطاوي، ص : ٢٣٩، باب قضاء الفوائت.
([20]) امداد الاحکام، ١ : ٦٦٦.
([21]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٥٠.
([22]) فتاوى عباد الرحمن، ٢ : ٢٠٦، بحواله : العالمګيرية، ج : ١، ص : ١٣١، الدرالمختار، ج : ٢، ص : ٦٦.
([23]) کفايت المفتي، ٣ : ٣٨١، بحواله : ردالمحتار، باب الوتر والنوافل، ج : ٢، ص : ٣٧، الدرالمختار، باب قضاء الفوائت، ج : ٢، ص : ٧٦.
([24]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٣ : ٦٣٥، بحواله : عالمګيري، ج : ١، ص : ١٢٥.