د لمبو وږمې‎

له اهونو جوړې شوې سرې لمبې دي
د غلیم په سرو لمبو کې غلبلې دي

ذوانتقام مو انتقام له دشمن واخیست
له بیوسو اوښکو جوړې نن حملې دي

مړې یې مکړې ربه تیزې یې لا غواړو
دا لمبې دي خو بیا ماته منظرې دي

ستا بندګان یې په اورو وو سوځولي
ستا تر دره یې دروړې سترګې سرې دي

یوه ځوان د فلسطین داسې ویلو
د لمبو وږمې له عطرو نه خوږې دی

زه عاکف به لپه لاس و رب ته نیسه
د دعاوو مو تر رب وړې جرګې دي

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close