د لمونځ مسائل (۶۲مه برخه) – که چيرته امام په قرائت کې غلطي وکړي نو سجده سهوه شته او که نه –

لیکوال : م، نجم الرحمن فضلي

که چيرته امام په قرائت کې غلطي وکړي نو سجده سهوه شته او که نه

پوښتنه : امام له دريو آيتونو دمخه غلطي وکړه او د مقتديانو له فتح ورکولو وړاندې يې خپله غلطي سمه کړه او لمونځ يې اداء کړ نو په داسې صورت کې سجده سهوه کول لازم دي او که نه؟.

ځواب : په داسې صورت کې سجده سهوه کول نه دي لازم او لمونځ صحي دى ([1]).

که يوه لور ته يې سلام ونه ګرځولو حکم يې څه دى

پوښتنه : که يوه لور ته يې هم سلام ونه ګرځاوه او سجده سهوه يې وکړه نو څه حکم يې ده؟

ځواب : داسې کول مکروه تنزيهي ده ([2]).

په سجده کې بسم الله ويل

پوښتنه : که په سجده کې له تسبيح ويلو دمخه بسم الله وويل شي حکم يې څه دى؟.

ځواب : هيڅ خبره نشته ([3]).

سجده سهوه څو ځلې کيژي

پوښتنه : سجده سهوه او سجده تلاوت يو ځلې کيژي او که د لمانځه په څير دوه ځلې؟.

ځواب : سجده سهوه دوه ځلې کيژي، او سجده تلاوت يو ځل کيژي ([4]).

که دواړو طرفونو ته سلام وګرځول شي حکم يې څه دى

پوښتنه : که دواړه لور ته له سلام ګرځولو وروسته سجده سهوه وشي بيا يې څه حکم دی؟

ځواب : د يوه روايت مطابق جائزده، مګر قوي خبره دا ده چې يوه لور ته سلام وګرځول شي، که يې دواړه لور ته سلام وګرځاوه نو سجده سهوه دې نه کوي، بلکه ټول لمونځ دې له سره راوګرځوي ([5]).

د دوو رکعتونو له نيت وروسته د دريو يا څلورو رکعتونو کولو مختلف صورتونه

پوښتنه : (١) که چيرته يو کس د دوه رکعت تراويح نيت وکړي قاعده (ناسته) پريژدي د دريم او څلورم رکعت له کولو ور

وروسته د سجدې سهوې پر کولو سلام وګرځوي حکم يې څه دى؟.

(٢) که چيرته يو کس د دوه رکعت تراويح نيت وکړي قاعده پريژدي د دريم او څلورم رکعت له کولو وروسته د سجدې سهوې له کولو پرته سلام وګرځوي حکم يې څه دى؟.

(٣) که چيرته يو کس د دوه رکعت تراويح نيت وکړي، قاعده وکړي

او د دريم او څلورم رکعت له کولو وروسته د سجدې سهور پر کولو سلام وګرځوي حکم يې څه دى؟.

(٤) که چيرته يو کس د دوه رکعت تراويح نيت وکړي، قاعده وکړي، د دريم او څلورم رکعت له کولو وروسته د سجدې سهوې له کولو پرته سلام وګرځوي حکم يې څه دى؟.

(٥) که چيرته يو کس د د

وه رکعت تراويح نيت وکړي، قاعده وکړي، په دريم رکعت کې کيني او د سجدې سهوې پر کولو سلام وګرځوي حکم يې څه دى؟.

(٦) که چيرته يو کس د دوه رکعت تراويح نيت وکړي، قاعده وکړي، په دريم رکعت کې کيني او د سجدې سهوې له کولو پرته سلام وګرځوي حکم يې څه دى؟.

(٧) که چيرته يو کس د دوه رکعت تراويح نيت وکړي، قاعده پريژدي، په دريم رکعت کې کيني او د سجدې سهوې پر کولو سلام وګرځوي حکم يې څه دى؟.

(٨) که چيرته يو کس د دوه رکعت تراويح نيت وکړي، قاعده پريژدي، په دريم رکعت کې کيني او د سجدې سهوې پر کولو سلام وګرځوي حکم يې څه دى؟.

(٩) که چيرته يو کس له تراويح پرته د دوه رکعت سنت مؤکده نيت وکړي، قاعده پريژدي، دريم او څلورم رکعت وکړي او د سجدې سهوې پر کولو سلام وګرځوي حکم يې څه دى؟.

(١٠) که چيرته يو کس له تراويح پرته د دوه رکعت سنت مؤکده نيت وکړي، قاعده پريژدي، د دريم او څلورم رکعت له کولو

وروسته د سجدې سهوې له کولو پرته سلام وګرځوي حکم يې څه دى؟.

(١١) که چيرته يو کس له تراويح پرته د دوه رکعت سنت مؤکده نيت وکړي، قاعده وکړي، د دريم او څلورم رکعت له کولو وروسته د سجدې سهوې پر کولو سلام وګرځوي حکم يې څه دى؟.

(١٢) که چيرته يو کس له تراويح پرته

د دوه رکعت سنت مؤکده نيت وکړي، قاعده وکړي، د دريم او څلورم رکعت له کولو وروسته د سجدې سهوې له کولو پرته سلام وګرځوي حکم يې څه دى؟.

(١٣) که چيرته يو کس له تراويح پرته د دوه رکعت سنت مؤکده نيت وکړي، قاعده وکړي، په دريم رکعت کې کيني او د سجدې سهوې پر کولو سلام وګرځوي حکم يې څه دى؟.

(١٤) که چيرته يو کس له تراويح پرته د دوه رکعت سنت مؤکده نيت وکړي، قاعده وکړي، په دريم رکعت کې کيني او د سجدې سهوې له کولو پرته سلام وګرځوي حکم يې څه دى؟.

(١٥) که چيرته يو کس له تراويح پرته د دوه رکعت سنت مؤکده نيت وکړي، قاعده پريژدي، په دريم رکعت کې کيني او د سجدې سهوې پر کولو سلام وګرځوي حکم يې څه دى؟.

(١٦) که چيرته يو کس له تراويح پرته د دوه رکعت سنت مؤکده نيت وکړي، قاعده پريژدي، په دريم رکعت کې کيني او د سجدې سهوې له کولو پرته سلام وګرځوي حکم يې څه دى؟.

ځواب : (١) لمونځ کيژي او اخيرني دوه رکعته کيژي، لومړني دوه رکعته فاسد شول.

(٢) لومړني دوه رکعته فاسد شول، نور دوه رکعتونه د سجدې نه کولو له امله واجب الاعاده دي.

(٣) په داسې حالت کې سجده سهوه واجبه نه وي، له ضرورت پرته د سجدې سهوې د اضافه کيدو له امله کراهين راغى.

(٤) صحي کيژي او څل

ور واړه رکعتونه صحي شول.

(٥) يو اخيرنى رکعت نه صحي کيژي، لومړني دوه رکعته صحي شول.

(٦) د سجد سهوې له نه کولو له امله واجب الاعاده دى.

(٧) هيڅ رکعت نه صحي کيژي.

(٨) همدا شان.

(٩) د اخير دوه رکعتونه صحي شول.

(١٠) د اخيرنيو دوو رکعتونو راګرځول واجب دي.

(١١) دسجدې سهوې له امله کراهيت پيدا شو.

(١٢) ټول صحي شول.

(١٣) يو اخيرنى رکعت نه صحي کيژي، لومړني دوه رکعته وشول.

(١٤) د دوو رکعتونو راګرځول واجب دي.

(١٥) هيڅ رکعت صحي نشو.

(١٦) همدا شان ([6]).

که چيرته په لمانځه کې د سورت ويل هير شي

پوښتنه : په څلور رکعتيز لمانځه کې که چيرته له الحمد لله سره د سورت يو ځاى کول هير شي نو د سجدې سهوې په کولو سره لمونځ صحي کيژي او که نه؟ ځکه چې د لمانځه په واجباتو کې له الحمد لله سره د سورت يو ځاى کول واجب ګڼل شوي دي او د واجبو په ترک (پريښودلو) سره سجده سهوه لازميژي؟.

ځواب : په لومړنيو دوو رکعتونو کې له الحمد لله سره د سورت يو ځاى کول واجب دي، که هير شي نو سجده سهوه لازميژي ([7]).

سجده سهوه په کومو شيانو واجبيژي

پوښتنه : سجده سهوه په کومو شيانو سره واجبيږي؟

ځواب : (۱) کله چې يو واجب پاتې شي!

 (۲) يا د يوه واجب په کولو کې تاخير راشي!

 (۳) يا د يوه فرض په کولو کې تاخير راشي!

 (۴) يا کوم فرض مخته کړل شي!

 (۵) يا کوم فرض دوه ځلې وکړل شي، مثلا رکوع دوه ځلې وشي!

 (۶) يا د يوه واجب کيفيت بدل کړل شي، په دې ټولو صورتونو کې سجده سهوه واجبيږي ([8]).

([1]) فتاوى رحيميه، ٥ : ١٨٤، بحواله : فتاوى المګيري، ج : ١، ص : ٨٢، الفصل الخامس في زلة القاري.

([2]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٤٤.

([3]) فتاوى محموديه، ٧ : ٤١٨، بحواله : الحلبي الکبير، ص  ٤٦٠، فصل في سجود السهو، وکذا في مجمع الانهر، باب سجود السهو، ج : ١، ص : ١٤٩.

([4]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٤ : ٥٦، بحواله : هدايه، ج : ١، ص : ١٣٦، کتاب الصلوة، باب السجود، عالمګيري، ج : ١، ص : ١٣٥، کتاب الصلوة، الباب الثالث عشر في سجود التلاوة.

([5]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٤٤.

([6]) فتاوى محموديه، ٧ : ٤٣٧ – ٤٣٨ – ٤٣٩ – ٤٤٠ – ٤٤١، بحواله : فتاوى قاضي خان، کتاب الصوم فصل في الصوم، ج : ١، ص : ١٤٠، وکذا في التاتار خانية، کتاب الصلوة، الفصل الثالث عشر في التراويح، نوع آخر فيما اذا صلي ترويحة واحدة بتسليمة واحدة، ج : ١، ص : ٦٦٤، وغيره کتب.

([7]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٤ : ٥٨، بحواله : عالمګيري، ج : ١، ص : ١٢٦، کتاب الصلوة، الباب الثاني عشر.

([8]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٤٥.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close