د لمونځ مسائل (۶۹مه برخه) – رنځور ته په کوم وخت کې په ناسته لمونځ کول روا دي ؟-

لیکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

رنځور ته په کوم وخت کې په ناسته لمونځ کول روا دي

پوښتنه : رنځور ته په کوم حالت کې په ناسته لمونځ کول روا دي؟

ځواب : کله چې په رنځور کې بيخي د دريدلو طاقت نه وي، يا ورته په دريدلو کې ډير تکليف وي، يا د مرض د زياتيدو انديښنه وي، يا په سر د چکر راتلو له وجهې د غورځيدلو ويره وي، يا خو د دريدلو طاقت لري مګر رکوع سجده نشي کولای، په دې ټولو صورتونو کې په ناسته لمونځ کول روا دي، که رکوع او سجده کولای شي نو په رکوع او سجده سره دې لمونځ وکړي او که يې نشي کولای نو رکوع دې د سجدې په اشاره وکړي، د رکوع او سجدې د اشارې لپاره دې سر ښکته کړي او د رکوع له اشارې دې د سجدې په اشاره کې سر ډير ښکته کړي ([1]).

په رکوع او سجده باندې قدرت نه لرونکي کس ته په چوکۍ باندې د لمانځه کولو حکم

پوښتنه : په چوکۍ باندې د لمانځه کول زيات شوي، نن صبا په هر جومات کې چوکۍ تر سترګو کيژي او د چوکيو له امله صف هم سم (سيده) نه پاتې کيژي، په ځانګړې توګه کوم خلک چې رکوع او سجده په چوکۍ باندې د ناستې په حالت کې اداء کوي، مګر د رکعت لپاره دريژي (ولاړيژي) د دې مسئلې وضاحت څه دى؟.

ځواب : قيام، رکوع او سجده د لمانځه له ارکانو څخه دي، له عذر پرته د هيڅ رکن پريښودل يا د هغه د هيئت بدلول هيڅکله روا نه دي او لمونځ نه کيژي، البته د معذور لپاره ګنجايش شته دى، د عذر کيفيتونه مختلف دي او د هر عذر په اندازه په شريعت کې د هغه لپاره ګنجايش هم مختلف دى، يعنې څوک چې څومره معذور وي په شريعت کې د هغه لپاره هماغسې رعايت شوى دى.

لهذا کوم کس چې په ولاړه باندې قادر نه وي نو د هغه لپاره په ناسته باندې د لمانځه کولو رعايت دى، او څوک چې يوازې د سجدې په کولو باندې قادر نه وي نو د هغه له ذمه څخه ولاړه هم ساقط شوې ده، ځکه چې ولاړه (قيام) په اصل کې د سجدې لپاره وسيله دى او د داسې کس لپاره په ناسته لمونځ کول ډير بهتر دي، اګر چې د ولاړې (قيام) په حالت کې په اشاره سره د رکوع او سجدې کولو ګنجايش هم شته دى، او داسې کس کوم چې په ولاړه باندې قادر نه وي سجده له اصل هيئت سره په زمکه باندې کولاى شي مګر په چوکۍ باندې د کيناستو په وخت کې په لمانځه کولو کې هغه ته ډير آساني وي او په ناسته په لمانځه کولو کې تکليف وي نو هغه ته پکار دي چې رکوع او سجده په ناسته اداء نکړي په زمکه دې د سجدې کولو اهتمام وکړي، ځکه چې په چوکۍ باندې د ناستې په حالت کې سجده کول د سجدې د اصلي هيئت له عذر پرته پريښودل دي، البته که په زمکه باندې په ناسته کې تکليف وو يا له اصل هيئت سره په زمکه باندې د سجدې په کولو باندې قادر نه وو نو بيا داسې کس د معذور په حکم کې دى او د چوکۍ استعمال د داسې کس لپاره روا دي.

له شک پرته د صفونو د سم (سيده) ساتلو ډير اهميت دى، مګر د معذور لپاره که چيرته په رښتيا د چوکۍ د استعمال شرعاً اجازه ورکړى شي نو اميد شته دى چې د صف په مينځ کې د همدغه خلل په راتلو سره به هم مواخذه نه وي ([2]).

عبادات کوم سړي ته معاف دي

پوښتنه : په سپين ژيرو کې د کومو سپين ژيرو متعلق دا مشهوره دى چې خداى تعالى   هغوى ته خپل فرايض او نبي کريم  صلی الله علیه وسلم  هغوى ته سنت د هغوى د تکليفونو او ضعف له امله معاف کړي دي؟.

ځواب : دا مسئله صحي ده، هغه دا ده که چيرته يو کس دومره زيات ناروغه او ضعيف وي چې نه اودس کولاى شي نه تيمم، نه په ولاړه لمونځ کولاى شي نه په ناسته، نه په اړخ، نه رکوع کولاى شي نه اشاره، نه روژه ساتلاى شي نه حج کولاى شي، او په همدې حالت کې تر يوه څه وخته پورې ژوندى وي او بيا مړ شي نو دا ټول عبادتونه هغه ته معاف دي، کومه فديه يا وصيت هم واجب نه دى، د فقه په کتابونو نورالايضاح او نورو کې هم د دې تصريح موجوده دى ([3]).

د لکوريا په ناروغۍ اخته ښځې لمونځ څه ډول وکړي

پوښتنه : نن صبا په ښځو کې د لکوريا ناروغۍ عامه دى او تقريباً اتيا پنځه اتيا فيصده ښځې په دغې ناروغۍ کې مبتلاء دي، پوښتنه دا ده چې آيا په داسې صورت کې په هماغو جامو کې لمونځ کول پکار دي؟ او که به جامې بدلوي؟ که چيرته نجاست په جامه باندې وي او هغه پريمنځل شي نو په هماغو جامو کې لمونځ کيدلاى شي؟ او که چيرته د لمانځه کولو په وخت نجاست خارج شي نو د لمانځه را ګرځول ضروري دي؟.

ځواب : په دغه مرض کې وتونکى نجاست ناپاک دى، کومه جامه چې په دې سره ککړه شي په هغې کې لمونځ نه کيژي، البته که د جامې ناپاکه برخه پريمنځل شي او پاکه کړى شي نو په هغې کې بيا لمونځ صحي دى.

تر کومه ځايه چې د لمانځه د را ګرځولو خبره دى د هغې لپاره د معذور په مسئله پوهيدل پکار دي، د کوم کس چې د کومې ناروغې له امله اودس نه پاتې کيژي هغه ته معذور ويل شوى دى، يو شرط د معذور جوړيدو لپاره دى، يو شرط د معذور اوسيدو لپاره دى، د معذور جوړيدو لپاره شرط دا دى چې د لمانځه په ټول وخت کې به هغه ته دومره مهلت په لاس نه ورځي چې هغه له پاکوالي سره لمونځ وکړي، د داسې کس حکم دا دى چې هغه به د هر لمانځه په وخت کې يو ځلې اودس کوي، تر څو چې وخت باقي وي نو د همدغه خاص عذر له امله د هغه اودس نه ماتيژي، کله چې وخت تير شي نو دوباره به اودس کوي، کوم کس چې يو ځلې معذور جوړ شي نو د هغه د معذور اوسيدلو حد (اندازه) دا دى چې په وخت کې دننه دننه به هغه ته کم له کمه يو ځلې دا عذر پښيژي، او که چيرته ټول وخت تير شو او هغه ته دغه عذر پيښ نشو نو دا معذور نه دى.

پس کومو ښځو ته چې د ورځو له پاکيدو وروسته د لکوريا تکليف دومره سخت وو چې هغوى په پوره وخت کې دننه له پاکوالي سره لمونځ نشو اداء کولاى، نو په هغوى باندې د معذور حکم جاري کيژي، او هغوى ته د هر لمانځه په وخت کې يو ځل اودس کول کافي دي، مګر که چيرته دومره زيات تکليف نه وو بيا هغوى معذورې نه دي، که چيرته له اوداسه وروسته او له لمانځه دمخه يا په لمانځه کې دننه اوبه خارجې شوې نو هغوى ته د بيا اودس په کولو سره لمونځ کول ضروري دي ([4]).

د شرعي معذور د لمانځه حکم

پوښتنه : که د يوه کس رکوع ته د تلو په حالت کې هوا خارجيژي او په هر لمانځه کې يې همدا حال وي، داسې کس لمونځ پريژدي او که بل کوم صورت غوره کړي؟.

ځواب : که چيرته دغه کس د اودس له ماتيدو پرته د څلور رکعتونو په کولو قدرت نلري نو دى شرعاً معذور دى، او د هغه لپاره حکم دا دى چې هغه به د هر لمانځه لپاره اودس کوي او په هماغه اوداسه به لمونځ کوي، تر څو پورې چې د همدغه لمانځه وخت باقي وي تر هغه وخته پورې د هوا په خارجيدو باندې يې اودس نه ماتيژي، هو ! کله چې وخت ختم شي او بل وخت شروع شي نو نوى اودس به کوي او په هغه سره به لمونځ کوي، تر څو پورې چې دا عذر وي تر هغه وخته به همداسې کوي، کله چې عذر ختم شي بيا به د معمول مطابق اودس کوي ([5]).

([1]) تعليم الاسلام، څلورمه برخه : ٤٩.

([2]) فتاوى عباد الرحمن، ٢ : ٢٧٧، بحواله : القدوري، ص : ٥٠، الفتاوى العالمګيرية، ج : ١، ص : ١٣٦، الدرالمختار، ج : ٢، ص : ٩٧.

([3]) فتاوى محموديه، ٧ : ٥٤٥، بحواله : اعلاء السنن، کتاب الصلوة، ابواب صلوة المريض، ج : ٧، ص : ١٧٤، وکذا في الدرالمختار، کتاب الصلوة، باب صلوة المريض، ج : ٢، ص : ٩٩، الفتاوى العالمګيرية، کتاب الصلوة، الباب الرابع عشر في صلوة المريض.

([4]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٣ : ٥٨١، بحواله : شامي، ج : ١، ص : ٣١٣، باب الانجاس، الدرالمختار، ج : ١، ص : ٣٠٥، حلبي کبير، ص : ١٣٣.

([5]) فتاوي عثماني، ١ : ٥٠٥، بحواله : التنوير وشرحه، ج : ١، ص : ٣٠٥ – ٣٠٦.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close