دایمان مسایل (۲۵مه برخه)

لیکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

 د ښځې فرمانبرداري او د مور نافرماني

دا هم د قيامت له نښانو څخه ده چې يو انسان به د خپلې مور نافرماني کوي، خپله ښځه به ځانته نږدې کوي او په اکثرو حالاتو کې به د مور او پلار په مقابل کې د خپلې ښځې فرمانبرداري کوي، دا خرابي هم نن صبا واقع شوې، مونږ ګورو چې په کورونو کې عموما مور تنها او د کور له افرادو څخه جلا اوسيږي، اولاد د هغې ډير کم زيارت او ملاقات کوي، سره له دې چې زوی به يې له ښځې او بچيانو سره په آسودګي کې ژوند تيروي او په سير سياحت کې به مشغول وي.

که چيرته مور او پلار له اولاد سره په کور کې اوسيږي نو د هغوی لپاره عموما هغه انتظام او اهتمام نه کيږي کوم چې د نورو لپاره کيږي، لکه څرنګه چې د ابوهريرة  رضی الله عنه په حديث کې دي چې نبي کريم  رحمه الله  فرمايلي : کله چې د فی مال په خپل مينځ کې تقسيم کړل شي، انسان د خپلې ښځې اطاعت او د مور نافرماني کوي، دوست نږدې او پلار ليرې کوي ! مکمل حديث مخته راتلونکی دی.

په ښه زړه زکاة نه ورکول

والزکاة مغرما او چې کله زکاة جرمانه وبلل شي.

له يوه مسلمان څخه مطلوب دا دی چې د هغه زړه د خپل مال، سرو او سپينو څخه د زکاة ورکولو په وخت کې مطمئن او راضي وي، ځکه چې دا زکاة د مال پاکونکی او الله تعالی  جل جلاله  ته د نزديکت يوه ذريعه ده، دا کوم ټيکس يا جرمانه نه ده.

ليکن په آخره زمانه کې به د مال سخت هوس او بخل د خلکو په زړونو کې جمع شي، ځينې مالدار خلک به د زکاة ورکولو په وخت کې دا ګمان کوي چې دا کومه جرمانه يا ټيکس دی، کوم چې له دوی څخه په زور اخيستل کيږي، داسې خلک خو به زکاة ورکوي مګر له خفه زړه سره، همدا وجه ده چې د ښه نيت نه درلودو له امله به هيڅ ثواب پيدا نه کړي.

د غير الله لپاره د علم زده کړه

اصول دا دي چې انسان شرعي علم د الله تعالی  جل جلاله  د عبادت پيژندلو لپاره زده کړي، ور زده يې کړي او خپور يې کړي، نبي کريم  رحمه الله  فرمايلي )ان الله وملئکته واهل السماوات والارضين حتی النملة فی جحرها وحتی الحوت ليصلون علی معلم الناس الخير(.

ژباړه : بيشکه الله تعالی  جل جلاله  او د هغه فرښتې، د آسمانونو او زمکې ټول مخلوق حتی ميښتون په خپل سوري کې او ماهيان په سمندر کې د هغه انسان لپاره دعا غواړي کوم چې خلکو ته د دين تعليم ورکوي ([1] ).

په آخره زمانه کې به ډير خلک د قرآن، سنت او فقه علم د الله تعالی د رضا لپاره نه، بلکه د ځان ښودنې، شهرت او يا د بل دنيوي مقصد لپاره زده کوي، لکه څرنګه چې د حضرت ابو هريرة  رضی الله عنه په حديث کې راغلي چې نبي کريم  رحمه الله  فرمايلي : کله چې مال فی په خپل مينځ کې تقسيم کړل شي او علم له ديني مقاصدو پرته د بل مقصد لپاره زده کړل شي ([2] ).

له دوستانو سره نږدېوالی او له مور پلار څخه ليرې والی

د مور او پلار نا فرماني دا هم ده چې له نورو خلکو سره کښيني، له هغوی سره مينه کوي او ټول کړه وړه يې د دوستانو لپاره وي او مور پلار يې نظر انداز کړي وي.

ځينې وخت زمونږ ځوانان له خپل پلار څخه تښتي، له دوستانو سره مينه او محبت کوي او ټوله ناسته ولاړه يې له هغوی سره وي، په ځانګړي ډول په هغه وخت کې کله يې چې پلار سپين ږيری شي يا له اولاد سره په روز مره کارونو کې مداخله کول غواړي، سره له دې چې اولاد ته د پلار د حقوقو پيژندل ضروري دي، لکه چې الله تعالی جل جلاله فرمايي )وَ بِالۡوَالِدَیۡنِ اِحۡسَانًا ؕ( ([3] ).

ژباړه : له والدينو سره احسان ( نيکه رويه) اختيار کړئ.

زنا، وريښم، شراب او د موسيقي آلات حلال ګڼل

داسې حرام شيان د کومو له حرمت څخه چې هيڅ يو مسلمان نا خبره نه دی، لکه زنا، د شرابو څښل، د موسيقي بېهوده آلات او د نرانو لپاره د وريښمو استعمال، نبي کريمصلی الله علیه وسلم خبر ورکړی چې زما په امت کې به يوه ډله په آخره زمانه کې دا حرام شيان حلال ګڼي او دا يې د قرب قيامت په نښانو کې شمار کړي.

د دې حرامو شيانو د حلاليدو دوه ممکن صورتونه دي.

(۱) د دې شيانو په باره کې داسې عقيده لرل چې دا حلال دي نه حرام.

(۲) په خلکو کې به د دغو شيانو استعمال دومره په کثرت سره وي چې هيڅوک به يې په ژبه يا په زړه سره بد نه بولي، خلک به يې بې دريغه استعمالوي او د هغوی د حرمت احساس به هم نه کوي.

له حضرت ابو عامر يا ابو مالک اشعري رضی الله عنه څخه روايت دی چې رسول اللهصلی الله علیه وسلم فرمايلي:

لَيَكُونَنَّ مِنْ أُمَّتِي أَقْوَامٌ يَسْتَحِلُّونَ الْحِرَ وَالْحَرِيرَ وَالْخَمْرَ وَالْمَعَازِفَ وَلَيَنْزِلَنَّ أَقْوَامٌ إِلَى جَنْبِ عَلَمٍ يَرُوحُ عَلَيْهِمْ بِسَارِحَةٍ لَهُمْ يَأْتِيهِمْ يَعْنِي الْفَقِيرَ لِحَاجَةٍ فَيَقُولُونَ ارْجِعْ إِلَيْنَا غَدًا فَيُبَيِّتُهُمْ اللَّهُ وَيَضَعُ الْعَلَمَ وَيَمْسَخُ آخَرِينَ قِرَدَةً وَخَنَازِيرَ إِلَى يَوْمِ الْقِيَامَةِ( ([4]).

ژباړه : زما په امت کې به يو شمير خلک داسې هم وي کوم به چې زنا، وريښم، د شرابو څښل او د موسيقي آلات حلال ګڼي : او يو شمير خلک به خپلې بزې له ځان سره روانې کړي او د کوم غره په لمن کې به اوسيږي، په دې وخت کې به يو حاجتمند (يعنې فقير) به ورته راشي او څه به ترينه وغواړي، دی به ورته ووايي : صبا ورځ راشه، مګر په شپه کې به د الله تعالی عذاب هغه ونيسي، غر به له پاسه پرې راشي او يو څه به هلاک شي او څومره چې پاته شي هغه به تر قيامته پورې د بېزو او خنزير په شکل شي.

دا وخت په ډيرو اسلامي هيوادونو کې خلک په زنا او د شرابو په معامله کې د تساهل ښکار دي، زنا او عصمت پروشي ته يې قانوني تحفظ ورکړی، حيا ناکو ښځو ته يې با قاعده په حکومتي سطحه اجازت نامې ورکړې دي.

په شراب خانو کې د شرابو خريد او پروخت ښکاره کيږي، په ډيرو عربي او اسلامي هيوادونو کې د شرابو مارکيټونه شته دي او هم پرې دوی اعتراف کوي.

حضرت ابو مالک اشعري رضی الله عنه بيان کوي چې رسول اللهصلی الله علیه وسلم فرمايلي : زما په امت کې به داسې خلک وي چې شراب به څښي او همدغه شراب به په بل نامه ياده وي، د هغوی پر وړانډې به د سندرو ويونکې ښځې د موسيقي له آلاتو سره به ګډيږي، الله تعالی به دوی په زمکه کې خسف کړي او له ځينو څخه به بېزوګان او خنزيران جوړ شي ([5]).

په نن زمانه کې تر ټولو لويه ګناه په کومه کې چې د خلکو لوی اکثريت را ګير دی، هغه د موسيقي الاتو بې دريغه استعمال او د سندرو آوريدل دي، د موسيقي او د سندرو آوريدل د زړه مرض پيدا کوي، د الله تعالی له ذکر څخه خلک غافل کوي او د قرآن مجيد د نه آوريدو او له هغه څخه د فايدې نه اخيستو په ليار کې تر ټولو لويه ذريعه ده، الله تعالی فرمايي:

وَ مِنَ النَّاسِ مَنۡ یَّشۡتَرِیۡ لَہۡوَ الۡحَدِیۡثِ لِیُضِلَّ عَنۡ سَبِیۡلِ اللّٰہِ بِغَیۡرِ عِلۡمٍ ٭ۖ وَّیَتَّخِذَہَا ہُزُوًا ؕ اُولٰٓئِکَ لَہُمۡ عَذَابٌ  مُّہِیۡنٌ ﴿۶﴾ ( ([6]).

ژباړه : او (ځينې) له خلکو څخه هغه څوک دي چې پيرې (اخلي) عبث خبرې (اړه وونکې له حق څخه) دپاره د دې چې وښويوي (خلک) له ليارې د الله نه يې له علمه (په عاقبت د فعل خپل) او چې ونيسي دا لاره (يا آياتونه) په ټوکو مسخرو، دغه (کسان) شته دوی ته عذاب سپکونکی.

د علم خاوندانو د (لهوالحديث) په تفسير کې ويلي چې له دې څخه سندرې او د موسيقي آلات مراد دي.

نبي کريمصلی الله علیه وسلم د سندرو آوريدل له زنا او شرابو سره يو ځای ذکر کړل، نبي کريمصلی الله علیه وسلم فرمايي : زما په امت کې به يو شمير داسې خلک هم وي کوم به چې زنا، وريښم، شراب او موسيقي جائز ګڼي.

په موجوده زمانه کې د موسيقي رنځ دومره عام شوی چې د آوريدو لپاره يې ځانګړي ټي وي چينلونه جوړ کړی شوي، د کومو کار چې يواځې د رنګ په رنګ سندرو وړاندې کول دي، د ځينو نورو چينلونو کار يواځې دا دی چې ۲۴ ساعته ميوزک او د فحاشي پروګرامونه وړاندې کوي، په هغوی کې د خبرونو او د قرآن کريم د تلاوت لپاره معمولي وقفه هم نه وي، دا صورت حال د قيامت له نښانو څخه دی او د نبي کريمصلی الله علیه وسلم د پيشنګويي د صداقت دليل دی، هر مسلمان ته له دې څخه د ځان ساتل واجب دي.

حضرت عبد الله بن مسعود رضی الله عنه فرمايي : سندره په زړه کې داسې نفاق پيدا کوي لکه څرنګه چې په اوبو سره فصل را ټوکيږي.

([1]) جامع الترمذي، العلم، حديث : ۲۶۵۸، وقال : حديث حسن غريب صحيح.

([2]) جامع الترمذي، الفتن، حديث : ۲۲۱۱، وفی سنده مقال.

([3]) بني اسرائيل، آية : ۲۳.

([4]) صحيح البخاری، الاشربة، حديث : ۵۵۹۰.

([5]) سنن ابن ماجه، الفتن، حديث : ۴۰۲۰، باسناد صحيحه ابن القيم.

([6]) لقمن، آية : ۶.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close