د لمونځ مسایل (۲۹مه برخه) – که د ستر پټولو لپاره جامه نه وي ! –

لیکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)

که د ستر پټولو لپاره جامه نه وي !

پوښتنه : که د ستر پټولو لپاره جامه نه وي په داسې صورت کې د لمانځه د اداء کولو طريقه څه ده؟

ځواب : په داسې صورتحال کې دې لمونځ کونکی په پاک شي لکه د ونو پاڼې يا بل شی سره ځان پټ کړي او لمونځ دې وکړي او که دا هم نه وي نو بيا دې لوڅ په ناسته لمونځ وکړي، خو د رکوع او سجدې کولو لپاره اشاره کول بهتر دي.

د لمانځه لپاره د څه ډول جامه اغوستل ضروري دي؟ او په يوازې خولۍ کې د لمانځه کولو حکم

پوښتنه : سنت جامه څه ډول جامه کيدلاى شي؟ آيا په لمانځه کې د امام او مقتدي جامه يو ډول پکار دى؟ ځکه چې داوړه لمونځ کونکي دي، او که جلا جلا دى لکه يو شمير خلک چې د امام لپاره پټکى ضروري بولي او وايي چې دا سنت دى، نو بيا خو يې د امام او مقتدي دواړو لپاره په سر کول پکار دي او د يوازې خولۍ په سر کولو باندې اعتراض کوي، د دې شرعي حيثيت څه دى؟.

ځواب : د لمانځه د صحي کيدو لپاره کومه ځانګړې جامه شرط نه ده، بلکې په هر هغه جامه کې لمونځ کيدلاى شي په کومه کې چې ستر عورت پټ شوى وي، البته په هغه جامه کې په کومه کې چې له غير مسلمانانو سره مشابهت وي نو له هغې سره لمونځ کول مکروه دي، فاسد بيا هم نه دى، او پټکى نه د امام لپاره شرط دى نه د مقتدي لپاره، خولۍ که د رخت وي او که د بل شي وي نو په هر رنګه خولۍ کې له کراهيت پرته لمونځ کول روا دي، کوم خلک چې پټکى د امام لپاره شرط بولي هغوى غلطي کوي، البته جناب رسول الله  صلی الله علیه وسلم  زياتره وخت مبارک پټکى په سر کړى دى نو له همدې امله د رسول الله  صلی الله علیه وسلم  په اتباع کې په پټکي کې لمونځ کول بهتر او د ډير ثواب موجب دي، مګر له هغه پرته هم لمونځ پرته له کراهيته صحي کيدلاى شي ([1]).

([1]) فتاوى عثماني، ١ : ٣٧٣ – ٣٧٤، بحواله : عمدة الرعاية علي هامش شرح الوقاية، کتاب الصلوة، ج : ١، ص : ١٦٩.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close