د لمونځ مسایل (۳۴مه برخه )

لیکوال : م، نجم الرحمن (فضلي)
د نيت کولو مطلب
پوښتنه : د نيت کولو مطلب څه دی؟
ځواب : نيت د زړه ارادې ته ويل کيږي.
يوازې په پوزه او تندي باندې سجده کول
د جمعې په لمانځه کې د فرضو او سنتو نيت
پوښتنه : د جمعې په لمانځه کې د فرضو او سنتو دواړو نيت د جمعې کيژي او که يوازې د فرضو نيت د جمعې کيژي او د سنتو نيت د ماسپښين کيژي؟.
ځواب : په فرضو او سنتو دواړو کې د فرض جمعه او سنت جمعه نيت کيژي، مګر په سنتو کې د مطلق لمونځ نيت کول کافي دي، له همدې امله د وخت د تعين ضرورت نشته ([2]).
په نيت کې د څه اراده پکار ده
پوښتنه : په نيت کې د څه اراده پکار ده؟
ځواب : په نيت کې به د هغه لمانځه اراده کوي کوم چې اداءکوي، خو په قضايي لمنځونو کې به د وخت او ورځې اراده هم کوي، د جمعې په لمانځه کې په امام پسې د اقتداء اراده هم ضروري ده ([3]).
([1]) تعليم الاسلام، دريمه برخه : ٦٣.
([2]) آپکى مسايل اور انکا حل، ٣ : ٣٣٩، بحواله : التبيين، عالمګيري، ج : ١، ص : ٦٥.