د لندن پولیسو د ګرینفل ټاور هغه انځورونه نشر کړي دي چې په ودانۍ کې دننه اوښتی زیان پکې لیدل کېږي. د برتانیا پولیس وایي په ګرینفل برج کې د اور لګېدلو له امله د مړو او ورکو کسانو شمېر ۷۹ ته پورته شوی دی او کېدای شي دا شمېر نور هم پسې لوړ شي.


د چهارشنبې په سهار د لندن یوې لوړه ودانۍ، ګرینفل ټاور اور واخیست. ویل کېږي چې اور په څلورم پوړ کې پیل شو او د دغې ۲۴ پوړیزې ودانۍ لوړ سره ته وخوت چې ټوله یې وسوځوله.






د ګرینفل ټاور ودانۍ په ۱۹۷۴ز کال کې جوړه شوې وه او ۱۲۰ اپارتمانونه یې درلودل.

ویډیو: یاده ودانۍ له اور لګېدنې وروسته!