د لوړ قيمته موټر لوړ خصوصيات

لاروى

يوشمير هيوادونه غواړي دنړيوالې سيالۍ سره سم په لوړ قيمت  دورځني استعمال بريښنايي آلې جوړې کړي،  چې په نړيواله کچه دخپلو پيدوارو ارزښت  او بيه لوړه وساتي ؛خو په دي هيوادونو کې يوشمير  هيوادونه شته چې هغه که بيه ېې لوړه  نه وي خو په  نړيواله کچه بايد شهرت  ترلاسه کړي، چې دمخه به جاپان داډول هڅه کوله او اوس چين ورته مټې رابډ وهلې دي.

جاپان اوس يو ډول موټرجوړکړی دی، چې د لوړ شاسي  لرونکی د او قيمت ېې له شلو څخه تر ديرشو زرو ډالرو پورې يادکړل شوی دى.

ددې موټرو نورخصوصوصيات  به هم وي؛ خو يویې دا دی  چې په هر ډول سخته او لوړه لاره خپل هدف ته ځان رسولاى شي .

دجاپان دموټر و جوړوونکو دولتي شرکتونو خبر ورکړی دى،  چې تر اوسه پورې دجاپاني موټر دکړنديوالي، ارزښت او خصوصياتو مقابله کوم هيواد نه ده کړې؛ خو که د همدې خصوصياتو لرونکو موټرو چې د نوي وخت ټولې اسانتياوې پکې ليدل کيږي داډول موټرې جوړې کړل شوې جاپان به تر دې دلوړ ارزښت او خصوصيت لرونکې موټرې بازار ته را وباسي.

دجاپان  د موټرو شرکتونه غواړي په هرکال کې يو نوى ماډل موټر بازارته را وباسي؛ خو د ٢٠١٦کال په موټرو کې چې دنوي وخت کوم خصوصيات لکه په تياره کې د مخې د ښيښې په وسيله مزل، ديوې بدې پيښې دمخه خبرو ورکول، او د مرميو ضد خصوصياتو ترڅنګ دترافيکي پيښو څخه دژغورنې او ځینې نورې  ځانګړتيا وې لري، چې تر نوروشرکتونو ېې لومړيتوب ترلاسه کړی دى.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close