د لوګر اربکيان: دولت هيڅ ډول مرسته نه راسره کوي

کابل ټکی کام ۱۹میزان/۱۳۹۴

قدرت الله حسین

د لوګر اربکيانو له دولت څخه په ګيله کې ويلي دي، چې په تېرو څو کلو کې دولت هيڅ راز مرسته ورسره نه ده کړې.

د پل علم د دغو اربکيانو مشر سيد فرهاد اکبري رسنيو سره په خبرو کې ويلي دي، چې له تېرو څو کلو راهيسې نږدې ۱۲۰۰ اربکيان په خپلو وسلو او امکاناتو له وسله والو مخالفينو سره په جګړه بوخت دي او دولت يې په کيسه کې نه دی.

نوموړی وایي، سره له دې چې لاسته راوړنې لري او يو شمېر کلي يې د وسله والو له شتونه پاک کړي، خو دولت يې لاسنيوی نه کوي.

اکبري په خپلو خبرو کې پر حکومت غږ کړی، چې بايد له دوی سره مرسته وکړي، ځکه دوی له طالبانو سره له جګړې پرته بله لار نه لري.

نوموړی دا خبره په داسې حال کې کوي، چې وسله والو طالبانو د هېواد په لر او بر کې هر هغه چا ته د بښنې ژمنه کړې، چې خپلې وسلې پر ځمکه ږدي او خپلو دندو ته نه ورګرځي.

د لوګر د اربکيانو مشر فرهاد اکبري وايي، په ياده موده کې يې له طالبانو سره په نښتو کې نږدې ۸۰ تنه ملګري وژل شوي دي.

بل لور ته د برکي برک ولسوالۍ د اربکيانو مشر عبد الجليل هم له حکومته ګيله کړې ده، چط له دوی سره د وسله والو مخالفينو پر ضد جګړه کې مرسته نه کوي.

خو د لوګر او د ټول هېواد د ټولو هغو سيمو اوسېدونکي، چېرې چې اربکيان شتون لري، د اربکيانو له ظلم، لوټ تالان او له دوی څخه په زور د مال اخستلو شکايت کوي.

د هېواد له بېلابېلو سيمو په لسګونه ځله داسې شکايتونه راغلي چې اربکيان په کې د خلکو کورونه چور کوي، اور وراچوي او بې ګناه خلک وژني.

د هېواد ډېری شنونکي په دې اندې دي، چې د حکومت له لوري اربکيانو ته تنخوا نه ورکول د دې لامل شوی، چې اربکيان خپل زور له ولسه وباسي او چې هر ډول وي، خپلې اړتياوې پوره کړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close