د لوګر خلک: د عملياتو پر مهال ملکي وګړي په نښه کېږي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۱۷)

د لوګر ولايت اوسېدونکي او ولايتي شورا وايي، په دغه ولايت کې د عملياتو پر ملکي وګړو خونديتوب ته پاملرنه نه کيږي او ځانګړو ځواکونو له لوري په عملياتو کې ملکي وګړي په نښه کېږي.

ځايي اوسېدونکي وايي، وړمه ورځ هم ځانګړو ځواکونو د عامو خلکو کورونو په بمونو الوزولي او د قومي مشرانو په ګډون يې په عملياتو کې ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

دغه راز وړمه ورځ د مرکز پل علم اړوند الوزیو سيمه کې پر ملکي وګړو هغه مهال بمبار وشو چې د سيمې خلکو په عملیاتو کې د وژل شويو کسانو جسدونه خاورو ته سپارل.

د لوګر امنيه قومندانۍ وياند شاپور احمدزي یاد بريدونه تاييد کړي دي چې د عيني شاهدانو په وينا ملکي وګړي په نښه شوي او هغوی ته پکې مرګ ژوبله اوښتې ده.

په عين حال کې د لوګر د ولايتي شورا غړي هم تاييدوي په خبره يې د شپنيو عملیاتو او هوايي بريدونو پر مهال ملکي خلک هدف ګرځي.

د ولايتي شورا د غړو په وينا، که د حکومت له لوري په عملیاتو کې د ملکي خلکو مرګ ژوبله دغسې دوام پيدا کړي نو دغه کړنه به د حکومت او ولس تر منځ لا زيات واټن رامنځته کړي.

په وروستيو کې د ګډو او ځانګړو ځواکونو په شپنيو عملياتو او هوايي بريدونو کې د ملکي خلکو مرګ ژوبله زياته شوې چې له دې مخکې د لغمان په بادپښ ولسوالۍ کې يوولس ملکي وګړي وژل شوي و.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close