د لوګر د امنیې قوماندان: د پکتیا پر والي هیڅ برید نه دی شوی

 

د لوګر ولایت د امنیې قوماندانۍ د پکتیا د والي د ویاند هغه ادعا ردوي چې ګواکې د لوګر په مربوطاتو کې د پکتیا د والي موټریز کاروان د وسلوالو تر برید لاندې راغلی.

د لوګر امنیه قوماندان سمونوال محمد ابدالي رسنیو ته ویلي؛ دریو وسلوالو کسانو د لوګر ولایت د یوه څارنوال موټر ته کمین نیولی و، چې نوموړی یې وژلی او یو ساتونکی یې ټپي کړی.
نوموړی زیاتوي؛ ممکن دا مهال د شمیم خان کټوازي موټریز کاروان هم له سیمې د تیریدو په حال کې و، خو دا ادعا چې ګواکې د نوموړي پر موټرو ډزې شوې ، په کلکه ردوي.

د ابدالي په خبره؛ وسلوالو خپل هدف ترلاسه کړی او په داسې حال کې چې د پیښې ځای ته نږدې امنیتي ځواکونه موجود و، وسلوال له سیمې په بریالیتوب سره وتلي او خپلو خوندي ځایونو ته یې ځانونه رسولي.

طالبانو تر دې مهاله په دې تړاو څه نه دي ویلي.
د پکتیا د والي پر موټریز کاروان د برید خبر داسې مهال د لوګر د چارواکو له خوا پروپاګند بلل کیږي، چې څه موده مخکې د لوګر مرستیال والي او د والي ویاند هم چې غوښتل يې د جمعې په شپه کابل کې خپلو کورونو ته ولاړ شي، په همدې لاره د وسله والو په کمین کې و وژل شول.
د یادونې وړ ده چې د پکتیا -ګردیز لویه لار د وسلوالو تر کلکې څارنې لاندې ده او هر وخت چې وغواړي خپل اهداف په آسانۍ سره په نښه کولی شي.
د دې ترڅنګ طالب وسلوال وخت ناوخت پر دې لاره د تلاشۍ په موخه هم راوزي او په موټرونو کې د امنیتي او استخباراتي ادارو د کسانو لټه کوي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close