د لوګر ولايت محلي پوليس يا اربکيان سخت ځپل شوي

کابل ټکی کام ۱۹ زمری ۱۳۹۴

راپور: مبارز

لوګر د پلازمينې کابل په ګاونډ کې پروت يو داسې ولايت دی چې طالبان په آسانه کولای شي د کابل ښار امنیت ترې تهديد کړي.

په تيرو څو کلونو کې بهرنيانو د دغه ولايت په مرکز او ولسواليو کې د محلي پوليسو تر نامه لاندې ډير کسان وسلوال کړل .

ددې کار موخه دا وه چې د بهرنيو قواوو تشه ډکه او د طالبانو د حملو او پرمختګونو مخه ونيسي.

 دوی د لوګر ولايت له څرخ ولسوالۍ پرته د لوګر په مرکز او نورو ټولو ولسواليو کې محلي پوليس رامنځته کړل او په لومړي سر کې يې طالبانو ته تر ډيره بريده ستونزې راولاړې کړې.

او له ځينو سيمو څخه يې طالبان په شا هم کړل.

 خو د تير کال راپديخوا طالبانو د اربکيانو د کمزوري کولو په موخه د محلي پوليسو په قوماندانانو پرلپسې بريدونه ترسره کړل.

چې د دغو بريدونو څخه يې ځينې ډير کاري او د محلي پوليسو مهم قوماندانان پکې ووژل شول.

 د قوماندان سبز علي ، قوماندان سيد آغا ، قوماندان غفران ، قوماندان ياسين ، قوماندان خليل له وژل کيدو سره د لوګر د محلي پوليسو يا اربکيانو مورال بيخي کمزوری شوی دی.

اربکیان ټول تر خپلو کليو پورې محدود شوي او ډيرې ساحې يې طالبانو ته له لاسه ورکړيدي.

له بله پلوه د سيمې له خلکو سره د محلي پوليسو او اربکيانو بد چلند د دې سبب شو چې ولس د دوی په ضد د طالبانو ملاتړ وکړي.

 د باوري سرچينو د معلوماتو له مخې د لوګر ولايت زيات اربکيان کوښښ کوي چې د طالبانو سره د عوامو په واسطه راطې ټینګې کړي او ورسره یوځای شي، خو ډير نور يې بیا ايران او نورو بهرنيو هيوادونو ته د تيښتې په لټه کې دي.

 د شنونکو له انده محلي پوليس يا اربکيان د طالبانو په وړاندې د بهرنيانو او کابل د ادارې وروستی هيله وه او د دوی کمزوري کيدل ټول هغه اميدونه له منځه وړي چې په لوګر کې د امنيتي وضعيت د ښه کيدو لپاره پيدا شوي ؤ.

اړونده مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close