د لوګر ولایت مرکز ته څېرمه وسلوالو طالبانو برید کړی

کابل ټکی کام ۲۷وږی/۱۳۹۴

راپور: احمدالله مهاجر

د لوګر ولایت له مرکزي سیمې څخه په ترلاسه شویو راپورونو کې ویل شوي دي چې نن سهار ۶:۳۰ بجې بهرني او داخلي عسکر سیمې ته راغلي وو، چې د طالب وسلوالو له سخت برید سره مخ شول.
برید چې تر ۱۲بجو پورې وغزېد، په نتیجه کې یې ۲تنه بهرني او ۸تنه داخلي عسکر ووژل شول، او ۱۷تنه نور ټپيان دي.
په دې برید کې ۴تنه وسلوال طالبان هم وژل شوي دي او ۵تنه نور ټپيان دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close