د لوګر په ولایتي روغتون کې د حادثاتو د څانګې ډبره کېښودل شوه

کابل ټکی کام ۰۶لېندۍ/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې د لوګر والي محمد حلیم فدايي، د ولایتي شوراء د رئیس سید قریب الله سادات، د صحت عامې رئیس او د قومي مشرانو او ډاکټرانو په ګډون د لوګر ولایتي روغتون کچه سل بستریز ته لوړ شوه، او همدا رنګه د حادثاتو وارډ د ودانۍ د بنسټ ډبره هم کېښودل شوه.
د لوګر والي محمد حلیم فدایي پخپله وینا کې په یاد وارډ خوښي څرګنده کړه، او ویې ویل«تاسو د ټولنې درواني او فزیکي رنځونو ډاکټران یاست، او له دې لارې ټولنې ته خدمت کوئ اوسیاستوال د ټولنې د سیاسي او ټولنیزو رنځونو ډاکټران دي.»
همدا راز د ولایتي شوراء رئیس سید قریب الله سادات وویل چې «دا یو ښه او غوره ګام دی، ځکه چې له دې څخه وړاندې عاجل ناروغان به کابل ته لېږدول کېدل، او په لاره کې به له ډېرو ستونزو سره مخ کېدل»
د مراسمو په لړ کې د لوګر د عامې روغتیا رئیس ډاکټر ظریف نایب پخپلو خبرو کې د یاد وارډ په اړه مالومات ورکړل، ویې ویل «دغه وارډ د دوولسو خونو لرونکی دی، او ټول لګښت یې ۲.۲ میلیونه افغانۍ دی، چې دغه لګښت یې UNOCHA ادارې له خوا په غاړه اخېستل شوی دی.»
ده زیاته کړه چې له دې څخه وړاندې به ۷۵بستریز، ۷۰ بستریز او ۱۰۰بستریز ته له ټولو تجهیزاتو، تشکیلاتو او امکاناتو سره لوړ شو چې اوسمهال ورته د ۶ ښځينه نرسانو ترڅنګ د ۲ښځينه جراح ډاکټرانې په دندو ګمارل شوي دي.
د یادونې وړ ده چې څه موده مخکې په همدغه روغتون کې د ماشومانو وارډ د ودانۍ د بنسټ ډبره هم کېښودل شوه چې چارې یې ښه پر مخ روانې دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close