د لویې څارنوالۍ ممنوع الخروج محمد امین د غور والي وټاکل شو

کابل ټکی کام ۲۹لېندۍ/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
څو ورځې وړاندې د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو ادارې اعلان کړه چې ولسمشر غني فرمان صادر کړی دی چې د غور والي سیما جوینده دې له خپلې دندې لرې، او د کابل د والي د مرستیالې په توګه دې په کار وګمارل شي.
اوسمهال د غور ولایت والي مرستیال محمد امین توخی د دغه ولایت د سرپرست والي په توګه مقرر شو.
د یاد ولایت څارنوالۍ محمد امین توخی هغه مهال ممنوع الخروج اعلان کړ چې د څارنوالۍ له لورې په بډو اخیستلو، د ملي بودیجې څخه د نا سمې استفادې او د وظیفوي ناغېړیو باندې تورن کړی وو.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close