جمعه, دسمبر 13, 2019
کابل ټکی کام
Advertisement
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه
No Result
View All Result
کابل ټکی کام
No Result
View All Result
Home اسلام پوهنه

د لوی اختر د قربانۍ په اړه پوره معلومات!!

محمود نشرونکی: محمود
جولای 26, 2019
کټګوریانې: اسلام پوهنه, مهم
0
53
ځلې شریک شوی
125
کتونکي
Share on FacebookShare on Twitter

راټولوونکى: انجنير عمير وياړ

قرباني يو داسې مشروع عمل دى چې په قرآن، حديث او اجماع سره ثابت دى، او پر دې باندې د ټولو علماوو اتفاق دى.

دا هم ولولئ

جرمني: محکمې دوه هندي وګړي د جاسوسۍ په تور محکوم کړل

ولـــــې عـــــصـــري عـــلـــوم زده کــؤو؟!!!

سهېل شاهین: نن مو هم خبرې مثبتې وې، له څو ورځو مشورو وروسته به خبرې بیا پیل شي

د لوى اختر په ورځو کې د اللهﷻ د تقرب (نږدېوالي) د حاصلولو په موخه د کوم ځانګړي څاروي حلالولو ته قرباني (اضحيه) وايي.

د قربانۍ حکم:

قرباني يو مالي عبادت دى او حکم يې واجب دى. اللهﷻ د قرآن کریم په سورت (الکوثر) کې فرمايلي:

-فَصَلِّ لِرَبِّكَ وَانْحَرْ.

ژباړه:

-خپل رب ته لمونځ وکړه او قرباني وکړه.

رسول الله ﷺ فرمايلي:

-څوک چې وس ولري او قرباني نه کوي، زموږ عيدګاه ته دې نه راځي.

(سنن ابن ماجه: باب الاضاحى واجبة، رقم الحديث 3123)

د قربانۍ حکمت او فلسفه:

سربېره پر دې چې قرباني يو ابراهيمي ياد دى، دا د اللهﷻ په لار کې يو ډول سرښندنه او د اللهﷻ د مننې اداء کول هم دي. کله چې بډايان د قربانۍ غوښه د بېوزلو په منځ کې وېشي؛ نو په مسلمانانو کې د دوستۍ او ورورولۍ احساس او روحيه ژوندۍ کوي.

بډاى او فقير يو د بل تر څنګ خوښي کوي؛ چې دا خوښي په يوه ټولنه کې د سوکالۍ او نېکمرغۍ لامل ګرځي.

د قربانۍ حقيقت او ارزښت:

حضرت زيد بن ارقم وايي چې، صحابه کرامو له رسول الله ﷺ څخه د قربانۍ د حقيقت په اړه پوښتنه وکړه. رسول الله ﷺ په ځواب کې ورته وفرمايل: دا ستاسو د پلار حضرت ابراهيم عليه السلام سنت دى. (صحابه کرامو وپوښتل) آيا نو په دغه قربانۍ کې مونږ ته هم ثواب رارسيږي؟

رسول الله ﷺ په ځواب کې ورته وفرمايل: هو، د قربانۍ د حيوان د هر وېښته په بدل کې تاسې ته يوه نېکي ليکل کيږي. (صحابه کرامو بيا وپوښتل:) د وړيو هم دومره اجر دى؟

رسول الله ﷺ په ځواب کې ورته وفرمايل: هو، د وړيو هم دغه حساب دى، د هر وېښته په بدل کې يوه نېکي ورکول کېږي.

(سنن ابن ماجه: باب ثواب الاضحيه، رقم الحديث: ۳۱۲۷)

د قربانۍ فضيلت:

حضرت عايشه رضي الله عنها وايي چې، رسول الله ﷺ وفرمايل: د قربانۍ په ورځ کې اللهﷻ ته تر قربانۍ زيات بل کار خوښ نه وي، په دې ورځو کې دغه نېک کار تر هر بل نېک کار غوره وي، د قربانۍ څاروى به د قيامت په ورځ د ښکرو، وېښتانو او ښنګرو سره يو ځاى ژوندى راشي، او د قربانۍ په ورځ به د حلالولو په وخت چې، د وينې يو څاڅکى پر مځکه لوېږي؛ نو ځمکې ته تر رسېدو مخکې د اللهﷻ د خوښۍ سبب ګرځي، او هغه يې قبلوي؛ نو اى د اللهﷻ بنده ګانو! په خوښۍ او د زړه په مينه قربانۍ وکړئ.

(تزمذى: ابواب الاضاحى، رقم الحديث: ۱۴۹۳)

د قربانۍ پر پرېښودلو وعيد:

له حضرت ابو هريره رضي الله عنه څخه روايت دى چې، رسول اللهﷺ وفرمايل: څوک چې وس ولري (د نصاب څښتن وي)؛ خو قرباني نه کوي، هغه دې زمونږ عيدګاه ته نه راځي.

(سنن ابن ماجه: باب الاضاحى واجبة، رقم الحديث: ۳۱۲۳)

اضحيه (قرباني) پر چا واجب ده؟

قرباني پر هغو کسانو باندې لازمه ده، چې پر هغه باندې زکوة فرض وي او د زکوة د فرضيت لپاره ٢٠٠ درهمه سپين زر يا شل مثقاله سره زر نصاب (اندازه) ټاکل شوې ده او صحيح او معتمد قول دا دی، چې دوه سوه درهمه سپين زر ٥٩٥ ګرامه دي او شل مثقاله سره زر ٨٥ ګرامه کيږي؛ نو څوک چې يو د دغو نصابونو څخه ولري هغه به اضحيه (قرباني) حلالوي. البته چې خپل اصلي ضرورتونه يې پوره وي، او د اصلي ضرورتونو څخه مقصد هغه اساسي اړتياوې دي، چې د انسان، ژوند، عزت او ابرو ورپورې تړلې وي، لکه: خوراک، څښاک، کالي، د اوسېدو ځاى، کسب کارانو لپاره د کار وسايل، د کور سامان او داسې نور شيان چې، په اصلي اړتياوو کې شمېرل کېږي.

په حرام مال قرباني نه کیږي!

که د يو چا مال حرام وي، لکه د رشوت يا سود او يا داسې نور؛ نو پر هغه باندې قرباني واجب نه ده؛ که قرباني وکړي؛ نو قرباني يې نه صحيح کېږي، ځکه چې پر هغه باندې د ټول مال صدقه کول واجب دي.

د قربانۍ ورځې:

د ذوالحجې لسمه، يوولسمه او دولسمه د قربانۍ د حلالولو ورځې دي، د ذوالحجې د دولسمې ورځې تر لمر لوېدلو وروسته بيا قرباني نه کيږي؛ خو په دې درېو ورځو کې لومړى ورځ يعنې د ذوالحجې په لسمه قرباني کول ډېره غوره او ثواب لري. او د دې درېو ورځو څخه پرته بله ورځ قرباني نه کېږي.

د قربانۍ پر ځاى صدقه او خيرات کول:

که له چا څخه قرباني د عذر له کبله پاتې شي او يا د قربانۍ په ورځو کې ورڅخه بې پروايي وشي، پر دغه کس واجب ده چې د قربانۍ بيه په غريبانو وويشي. که څوک د قربانۍ په ورځو کې د قربانۍ پيسې صدقه کړي قرباني يې نه کيږي؛ ځکه چې صدقه يو ډول عبادت ده او قرباني بل ډول عبادت ده، د روژې پر ځاى لمونځ او د لمونځ پر ځاى زکات او حج نه کيږي؛ نو له دې کبله د قربانۍ پر ځاى صدقه نه صحيح کيږي.

د قربانۍ د حلالولو وخت:

په کومو ښارونو کې چې د جمعې او اختر لمونځ  کېږي په هغو سيمو کې د اختر د لمانځه څخه وړاندې د قربانۍ حلالول جايز نه دي؛ خو په کومو سيمو کې چې د جمعې او اختر  لمونځ نه کيږي، د هغو سيمو اوسېدونکي کولاى شي چې، د سهار له لمانځه څخه وروسته قربانۍ حلالې کړي.

د حلالولو سنت طريقه:

له انس رضي الله عنه څخه روايت دى، چې رسول الله ﷺ دوه ښکرونه لرونکي، سپينوالي او توروالي ته مايل پسونه په خپلو لاسونو قرباني کړل، د حلالولو پر مهال يې (بِسْمِ اللهِ وَاللهُ اَکْبَرْ) وويل او خپله پښه يې د هغه پر غاړه اېښې وه.

(بخارى: باب تکبير عند الذبح، رقم الحديث: ۵۲۴۵)

له حلالولو مخکې اداب:

-تر حلالولو مخکې څاروي ته اوبه او خواړه ورکول کېږي، او وږى، تږى يې ساتل مکروه دي.

-د حلالولو ځاى ته يې په ډېر سختۍ سره کشول مکروه دي، بايد په ښه نرمۍ سره د حلالې ځاى ته ورسول شي.

-چاړه به ښه تېره کوي، په پڅه چاړه يې حلالول مکروه دي.

-که چاړه تېره کوي؛ نو له څاروي څخه دې پټه تېره شي.

-د يوه څاروي حلالول د بل په وړاندې مکروه دي.

-تر حلالو دې وروسته يو څه وخت ورته وګوري چې بدن يې سوړ شي.

د قربانۍ نېت:

د قربانۍ لپاره په ژبه د نېت ويل ضروري نه دي؛ خو په زړه کې به يې دا وي چې، قرباني کوم؛ نو قرباني يې صحيح ده، او د قربانۍ د حلالولو پر مهال (بِسْمِ اللهِ اللهُ اَکبر) ويل ضروري او سنت دي.

تر حلالولو مخکې دعا:

د قربانۍ حيوان بايد مخ په قبله واچول شي او بيا دغه دعا بايد وويل شي:

-إِنِّي  وَجَّهْتُ وَجْهِيَ لِلَّذِيْ فَطَرَالسَّمٰوَاتِ وَالاَرْض وَ مَا انَا مِنَ الْمُشْرِکِيْنَ  إِنَّ صَلاَتِي وَنُسُكِي وَمَحْيَايَ وَمَمَاتِي لِلّهِ رَبِّ الْعَالَمِينَ.

(ابوداؤد: باب ما يستحب من الضحايا، رقم الحديث: ۲۷۲۹)

ژباړه:

-بېشکه مخ مې کړى دى د هغه چا په لوري چې، ځمکې او اسمانونه يې پيدا کړي دي او زه له مشرکينو څخه نه يم، بېشکه لمونځ، ټول عملونه، ژوند او مرګ مې د اللهﷻ لپاره دي.

تر حلالولو وروسته دعا:

د قربانۍ د حلالولو څخه وروسته دې دغه دعا ولوستل شي:

اللّٰهُمَّ تَقَبَّلْهُ مِنَّىْ کَمَا تَقَبَّلْتَ مِنْ حَبِيْبِکَ مُحَمَّدٍ وَ خَلِيْلِکَ اِبْرٰاهِيْمَ عَلَيْهِمَا السَّلاٰمَ.

(مشکوة: ۱/۱۲۸)

ژباړه:

اى ربه! دغه (قرباني) له ما څخه قبوله کړه؛ لکه څنګه چې دې د خپل نازولي پېغمبر حضرت محمد ﷺ او حضرت ابراهيم عليه السلام قرباني قبول کړې وه.

د قربانۍ څاروي:

په شريعت کې د قربانۍ څاروي په دوه ډوله دي:

۱-کوچني څاروي لکه؛ وزه او پسه چې، د يوه کس له لوري قرباني کېداى شي.

۲- غوا، غوايى، ګامېښه، اوښه او اوښ چې، د اوو کسانو له لوري قرباني کېداى شي.

او له دې پرته په نورو حيواناتو لکه؛ وحشي څاروي، چرګ يا چرګه قرباني نه کيږي.

د قربانۍ د څاروي عمر:

غوا او ګامېښه بايد دوه کلنه وي.

اوښه او اوښ بايد پنځه کلن وي.

وزه او پسه بايد يو کلن وي.

که د پورتنيو حيواناتو عمر له خپلې اندازې څخه کم وي؛ قرباني کول يې روا نه ده.

که ورى يا ورۍ دومره تياره شوې وي چې، په ونه او وزن کې له يو کلن سره برابره وي (له یو کلنو سره یې په رمه کې فرق ونشي)؛ نو بيا پرې قرباني کېداى شي.

که څوک د قربانۍ لپاره څاروى اخلي، او د قربانۍ پلورنکى ووايي چې، د دغه څاروي عمر پوره دى، او څاروى هم له څېرې څخه په عمر پوره ښکارېده، د پلورونکي په خوله يقين کول روا دي.

د قربانۍ څاروی باید له لاندې عیبونو څخه پاک وي:

١- ړنده به نه وي.

٢- ګوډه به نه وي، چې د حلالېدو ترځايه نه شي تللى.

٣-ډېره ډنګره به نه وي، چې په هډوکو کې يې مغز نه وي.

۴-څرګنده ناروغي به پکې نه وي.

۵-غوږونه او لکۍ به يې پرې نه وي.

۶-تيان به يې پرې نه وي.

۷-او پوزه به يې پرې شوې نه وي.

لوی ټکي: احکامارزښتحسابقرباني
مخکینې مطلب

پښتون قام ولې او په څه ډول سره وژل کيږي؟؟

بل مطلب

جاپانیانو داسې ټاير جوړ کړ چې په تاویدو سره بجلي جوړوي!

ځانګړي مطالب

خبرونه

جرمني: محکمې دوه هندي وګړي د جاسوسۍ په تور محکوم کړل

نشرونکی: احسان تکل
دسمبر 12, 2019
ټولنه او اجتماع

ولـــــې عـــــصـــري عـــلـــوم زده کــؤو؟!!!

نشرونکی: محمود
دسمبر 12, 2019
افغانستان

سهېل شاهین: نن مو هم خبرې مثبتې وې، له څو ورځو مشورو وروسته به خبرې بیا پیل شي

نشرونکی: عاصم
دسمبر 12, 2019
افغانستان

لغمان: خونړۍ ترافيکي پيښه کې ۱۳ تنه وژل شوي

نشرونکی: احسان تکل
دسمبر 12, 2019
سرمقاله

د شرقي ترکستان (ایغور) مسلمانانو ټول وژنه ورځ تر بلې زیاتیږي!!

نشرونکی: محمود
دسمبر 12, 2019

وروستي

جرمني: محکمې دوه هندي وګړي د جاسوسۍ په تور محکوم کړل

نشرونکی: احسان تکل
دسمبر 12, 2019
0

ولـــــې عـــــصـــري عـــلـــوم زده کــؤو؟!!!

نشرونکی: محمود
دسمبر 12, 2019
0

سهېل شاهین: نن مو هم خبرې مثبتې وې، له څو ورځو مشورو وروسته به خبرې بیا پیل شي

نشرونکی: عاصم
دسمبر 12, 2019
0

لغمان: خونړۍ ترافيکي پيښه کې ۱۳ تنه وژل شوي

نشرونکی: احسان تکل
دسمبر 12, 2019
0

د شرقي ترکستان (ایغور) مسلمانانو ټول وژنه ورځ تر بلې زیاتیږي!!

نشرونکی: محمود
دسمبر 12, 2019
0

امريکايي غرور د طالب په پښو کې!!

نشرونکی: محمود
دسمبر 12, 2019
0

دلته داسې وینه هم تویه شوي.!

نشرونکی: احسان تکل
دسمبر 12, 2019
0

اسرائیل په روان کال کې د درېیم ځل لپاره ټاکنې ترسره کوي

نشرونکی: احسان تکل
دسمبر 12, 2019
0

ډاکټر عبدالله: که اشرف غني په عادلانه ډول ټاکنې وګټي، د مبارکۍ ورکولو جرأت لرم

نشرونکی: احسان تکل
دسمبر 12, 2019
0

امریکا پر ایران نوي بندیزونه ولګول

نشرونکی: عاصم
دسمبر 12, 2019
0

ډیر کتل شوي

  • د جنسي تېري قرباني: اوس دا کار ورته بد نه ښکاري

    11 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • سهېل شاهین: نن مو هم خبرې مثبتې وې، له څو ورځو مشورو وروسته به خبرې بیا پیل شي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • د باګرام ننی بريد او په روانه سوله يې اغېزې!!

    10 شریک شوي
    شریکول 4 Tweet 3
  • دلته داسې وینه هم تویه شوي.!

    7 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
  • طالبانو د بدخشان په نسی ولسوالۍ کې د ۳ قومندانانو په ګډون ۳۰ تنه اربکي ملېشې نیولي

    8 شریک شوي
    شریکول 3 Tweet 2
کابل ټکی کام

کابل ټکی کام په اړه

کابل ټکی کام یوه ازاده او خپلواکه وېبپاڼه ده
په کابل ټکی کام کې نشر شوي لیکنې او تبصرې یوازي د لیکوالو نظر څرګندوي، زموږ د ویبپاڼې توافق ورسره شرط نه دی .
-----------------------------------
Kabull.com is an independent news
website in Afghanistan

Commentaries and articles published here, represent the views of their authors solely. They do not reflect the editorial policy of the website

زموږ بريښنالیک ادرس
kabullnews@gmail.com

ورځې وجــــــــــــيزه

حقیقي مسلمان هغه څوک دی چې نور مسلمانان د هغه د ژبې اولاس له شر څخه په امن وي. (رسول اکرم صلی الله علیه وسلم)

نشرونکی: محب الله عاطف
نوومبر 29, 2019

تازه خپاره شوي مطالب

جرمني: محکمې دوه هندي وګړي د جاسوسۍ په تور محکوم کړل

ولـــــې عـــــصـــري عـــلـــوم زده کــؤو؟!!!

سهېل شاهین: نن مو هم خبرې مثبتې وې، له څو ورځو مشورو وروسته به خبرې بیا پیل شي

لغمان: خونړۍ ترافيکي پيښه کې ۱۳ تنه وژل شوي

د شرقي ترکستان (ایغور) مسلمانانو ټول وژنه ورځ تر بلې زیاتیږي!!

امريکايي غرور د طالب په پښو کې!!

دلته داسې وینه هم تویه شوي.!

اسرائیل په روان کال کې د درېیم ځل لپاره ټاکنې ترسره کوي

ډاکټر عبدالله: که اشرف غني په عادلانه ډول ټاکنې وګټي، د مبارکۍ ورکولو جرأت لرم

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com

No Result
View All Result
  • کور پاڼه
  • خبرونه
    • راپور تاژ
    • افغانستان
    • نړۍ
    • لوبه
  • سرمقاله
  • تبصرې
  • اسلام
  • مقالې
  • ټولنه او اجتماع
  • ادب
  • روغتيا
  • په زړه پورې معلومات
  • اړيکه

© کابل ټکی کام 2019, د کاپي حقوق محفوظ دی | Kabull.com