د لیبیا یوه الوتکه چې ۱۱۱تنه مسافر پکې وو، دوو تنو تښتولې ده

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۳) زرغون خوږیاڼی

په لیبیا کې یوه مسافر وړونکي الوتکه چې ۱۱۱ تنه مسافر پکې سپاره وو، د ووتنو لخوا و تښتول شوه او په زور سره اړ شوې چې په مالطا هیواد کې ښکته شي.

د افریقا د هوايي شرکت اړوند(A320) ډوله الوتکه چې له صبها ښار څخه طرابلس ته په لاره وه، د دوو تنو لخوا مجبوره شوې چې د مالطا په هوايي اډې کې ښکته شي.

د مالطا لومړي وزیر جوزیف موسکاټ رویټرز خبري اژانس ته ویلي، چې د افریقايي شرکت اړوند الوتکه ددوی په هوايي اډه کې ناسته او د امنیتي ځواکونو تر محاصرې لاندې ده، د نوموړي په وینا د هېواد امنیتي ځواکونو دې ته چمتو دي چې له هر ډول بیړنۍ پيښې سره مقابله وکړي.

 نوموړي ویلي، د الوتکې شاوخوا سیمه د کومانډويي ځواکونو لخوا کلابنده شوې ده.

د وروستیو معلوماتو له مخې د الوتکې برمته کوونکو ځانونه د پخواني ولسمشر معمر القذافي پلویان بللي او غوښتنه یې کړې، چي د معمر القذافي زوی دې له زندان څخه خوشی کړای شي. د ځینو سرچینو په وینا، د الوتکې تښتوونکو په د اروپا په کوم ملک کې د سیاسي پناه غوښتنه هم کړې ده.

د الوتکې تښتوونکو په الوتکه کې د بم غورځولو ګواښ کړی او ځايي رسنیو سره یې په اړیکو کې ویلی که ددوی خبره ونه منل شي نو په الوتکه کې به لاسي بم وغورځوي.

ددوی په وینا که یې غوښتنې ومنل شي برمته کوونکي مسافر او الوتکه به خوشې کړي.

د لیبیا د رسنیو له مخې، د لیبیا د صبها ښار ډګروال حمید الخیالي ویلي ، چې په الوتکه کې ۱۱۱ تنه مسافر او د الوتکې ۷تنه عمله شامل دي، نوموړي ویلي چې په مسافرو کې ۸۲ تنه نارینه او ۲۸ تنه ښځینه او یو ماشوم شامل دی.

بلخوا روسي خبري سرچینو ویلي، چې د الوتکې تښتوونکو د ۱۱۱ تنو مسافرو په خوشې کولو راضي شوي او یواځې د الوتکې ۷ تنه عمله یې یرغمل کړي دي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close