د مارجې او وازې خوا ولسوالۍ د سقوط په حال کې دي

مبصر

دا مهال د هېواد به بېلابیلو ولایتونو کې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې روانې دي، د ډیرو سیمو په اړه راپورونه ورکړل شوي چې د دولتي ځواکونو له کنټروله وتلي دي، خو د هلمند په مارجې او د پکتیکا د وازې خوا پر ولسوالیو د دوه اونیو نه را پدېخوا جګړې روانې دي چې دواړه خواوې یو بل ته  د تلفاتو اړولو راپورونه ورکوي خو د سیمې نه چې کوم راپورونه لاس ته راغلي وايي چې د مارجې  او وازې خوا ولسوالۍ دواړه د سقوط په حال کې دي او دم ګړۍ کېدای شي چې په دواړو ولسوالیو کې جګړې دوام لري د دولتي ځواکونو د لاسه ووځي .

د هلمند له ولایته رارسیدلي راپورونه وايي چې د سیستاني، بلاک ۵ اوسفیند سیمې طالبانو ته لاسته ورغلي او د مارجې په ولسوالۍ جګړه دوام لري.

همدا راز د پکتیکا ولایت څخه ترلاسه شوي راپورونه څرګندوي چې د دې ولایت د وازې خوا د ولسوالۍ شاوخوا (۷) کلي طالبانو نیولي دي او د لسو ورځو راپدېخوا په ولسوالۍ کې میشت دولتي عسکر محاصره دي که دې محاصروو عسکرو ته نوې پوځي او نظامي مرستې ونه رسیږي خپله عسکر محبور دي چې ولسوالي طالبانو ته پریږدي او خپله نورو سمیو ته د خپلو سرونو د ژغورنې لپاره لاړ شي.

 د تیرو درې یا څلورو میاشتو په دوران کې چې طالبانو څومره اولسوالۍ له دولته نیولي ټولې يې لومړی محاصره او بیا يې د جګړې په دوام چې دولت د جګړې پرمهال په ولسوالیو کې راګیرو پوځونو ته مرستې ندي رسولي د لاسه ورکړي دي چې د بیلګې په توګه د موسی کلا او ارچي ولسوالۍ یادولی شو یا د کندز ښار د طالبانو لخوا نیول چې کیدی شي نور لاملونه يې هم وي خو زمونږ په اند په ولسوالیو کې د نظامي چارواکو او وزارتونو د واکمنو نظامي مشاورینو اومسؤلینو ترمنځ بې باوري ده چې په وار وار د ولسوالیو د ملکي او نظامي کارکوونکو او عسکرو معاشونو د ورکړې غوښتنې کیږي خو بیا هم تر څلورو او پنځو میاشتو پورې معاشونه ځندوي.

دویم لامل کې کورنیو – دفاع وزارتونو او په افغانستان کې د بهرینو ځواکونو ترمنځ د هغمږۍ له منځه تلل دي چې د دواړو خواوو ترمنځ د همغږۍ نشتوالي سره اولسوالۍ د دولتي ځواکونو له لاسه وځي بیا دویمه، دریمه او یا اونۍ وورسته د ناټو الوتکې د بمباریو او اولسي وګړو په وژلو د لاسه تللې ولسوالۍ بیا نیسي همدا بمباري چې یوه اونۍ وروسته يې د ولسوالۍ د بیا نیولو لپاره کوي د جګړې په دوام کې يې هم کولی شي لوی لامل يې دادی چې د بهرینو ځواکونو او افغاني عسکرو ترمنځ همغږي د ۲۰۱۴ کال په پوره کېدو له منځه تللې ده.

د ۲۰۱۴ کال وروسته په افغانستان کې د ناټو جګړه ایز ماموریت پای ته رسیدلی دی خو دا چې  د ناټو هوايي ځواکونه د ولسوالیو د لاسه ورکولو وروسته بیا بمباري کوي په اصل کې امریکا نه غواړي په افغانستان کې جګړه پای ته ورسیږي کله به اولسوالۍ د هوايي ځواک د پر وخت نه رسېدلو له امله دلاسه ورکوي او کله به یې بیا نیسي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close