د ماشوم قاتل پلار وايي کورنۍ جنګ جګړو د زوی حلالولو ته مجبور کړم

(کابل ټکی کام ۱۳۹۵ مرغومی ۱) زرغون خوږیاڼی

د جلال اباد ښار د بیز اکمالاتي اوسیدونکې چې تیره ورځ یې خپل اووه کلن زوی حلال کړی و، پولیسو ته وویل چې د ژوند ستونزو او کورنیو جنګ جګړو له امله د زوی حلالولو ته مجبور شوم.

امان الله چې تیره ورځ یې لومړی خپله ښځه تر وهلو وروسته طلاقه کړې ورپسې یې خپل د ۷ میاشتو کوچنی ماشوم هم حلال کړی دی، چې وروسته د پولیسو لخوا ونیول شو.

امان الله پولیسو ته د تحقیقاتو پر مهال د خپل کوچني زوی وژل تاییدوي او وايي، کور کې جنګ جګړې وې لومړی مې خپله ښځه ووهله، خو مشر ورور مې تلیفون راوکړی چې پولیس درغله زه نور هم په قهر شوم، خسر مې رانه خپله ښځه بیوله نو مې خپل زوی حلال کړ.

نوموړی د خپل ژوند د غربت کیسه کوي چې بېکارۍ او په کور کې جنګ جګړو یې ژوند تریخ کړی و، د دنیا شیطانان راپسې وو، ، یو وايي داسې وکړه بل وايي داسې وکړه حیران یم زه د چا خولې ته وګورم،  له زړه نه مې یو الله ج خبر دی، په زوی مې چاقو کش کړ او همداسې مې وواهه.

نوموړي رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې ښځه یې نه ده طلاقه کړې بلکې خسر یې ورڅخه بیولې ده.

امان الله چې فکري توازن یې له لاسه ورکړی ښکاري له سترګو یې اوښکې روانې وې او پولیسو ته په حیرانۍ سره ګوري، خو وايي چې پښیمانه دی.

په بېز اکمالاتي سيمه کې د امان الله د ګاونډیانو ویلي، چې نوموړي په نږدې ورځو کې هلته کډه ور وړې وه او هره ورځ به يې کور کې جنګ جګړې وې.

بلخوا د امان الله خسر وايي چې زوم یې کار روزګار نه کولو نو له همدې امله په کور کې شخړې او بې وزلي زیاته شوې وه او زما لور به یې هم وهله.

د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ د امنيت امر مل پاسوال عبدالجميل تُتمدره ويلي، چې امان الله د دوی له لوري له چاقو سره نيول شوی او اوس په قوماندانۍ کې تر څارنې لاندې دی.

نوموړی وايي، چې امان الله په نشه یي توکو روږدی دی او د عصبي توازن د معلومولو لپاره عدلي طب ته وړل شوی دی،هغه له عدلي او قضايي ارګانونو غوښتنه وکړه چې امان الله ته دې د قانون په رڼا کې سزا ورکړي، تر څو په راتلونکي کې بل پلار دغه ډول ظلم ترسره نه کړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close